استاد ډاکټر م. عثمان تره کی د دعوت سره په مرکه کې

مرکه کوونکی: محمد طارق بزګر

993

استاد ډاکټر م. عثمان تره کی د دعوت سره په مرکه کې:

په پښتونخوا کې ناسیونالستې جذبات په ډیر شدت وده کوي. اوس مھال په افغانستان کې د بل هر وخت

په پرتله پاکستان، ضد جذبات پیاوړي ښکاري

په لنډہ توگه! د کنترول نه وتلی طالب کاروان « ترکستان »  ته روان دی

ګومان نه کیږي دا افراطي ډله د افغانانو او ان نړۍ سره په اوسنۍ فکري جګړه کې بریالۍ شي

طالب مشرانو زموږ وړاندیزونو ته هرکلې وایه، خو د هغو  د عملي کولو په اړه هیڅ ضمانت نه ورکول کېدہ

داسې څرګندیږي چې دعوت د ملي وحدت د ټینګښت رسالت ته ژمنه مېډیا پاته شوی

مرکه کوونکی: محمد طارق بزګر

یادونه: دا مرکه د دعوت مجلې په ۲۴۷ ګڼه کې خپره شوې چې اوس د دعوت مېډیا ۲۴ لوستونکو او  مینه والو ته وړاندې کیږي.

     

بزګر:  افغانستان کومې خواته روان دی ؟

استاد تره کی: طالبانو د یو نیم کال په تیریدو سره دا ثابته کړه چې د یوې مدرني اسلامي واکمنۍ د جوړیدو وړتیا نلري. لامل یې هم دا دی چې:

– طالبانو د کلیو او بانډو څخه سرونه را پورته کړي او د مسجدونو او مدارسو فارغان دي، نو ځکه په آسانه د متمدني نړۍ د ارزښتونو سره نه شي جوړیدای.

ـ طالبان دعوہ لري د سوچه اسلام پر بڼست یې نظام جوړکړی، او هغوې د سوچه اسلام څخه خپل ځانګړي تعبیر او تعریف لرې چې د مډرنې حکومتولۍ د اصولو سره  په ټکر کې راځي.

ـ د افغانستان نه د بهرنیو لښکرو وتل، طالبانو ته کاذب غرور وربښلی.

هغوی د اسلامې نړې نه تمه لري داسې یوہ امارتې اداره چې اساسي قانون نلري او د غیر اسلامي فتواګانو له لارې د جنکیو د تعلیم او د ښځو د کار حق مخه نیسي۔ په رسمیت وپیژني.

ـ  طالبان د اسلامي هیوادونو او دیني بنسټونو مشورو ته ھم غوږ نه نیسي.

هغوی اسلامي امارت د «کفري نړې» په وړاندي د جهاد محصول او بریالۍ بیلگه ګڼي.

طالب تمه لري چې نور اسلامي هیوادونه د ھغوی مشر سرہ بیعت وکړي نه دا چې امارت ته د اسلام سبق ورکړي.

کاذب غرور، کلیوال ذهنیت، د اسلامې تعالیمو نه افراطي دیوبندي تعبیر او په خپل دریځ ټینګار د طالبانو د امارت حیثیت د دیوبندي مدرسې کچې ته را ټیټ کړی.

ـ طالبانو د خپلو ملا صاحبانو څخه  ځان محوره نظام جوړ کړی. طالبان مسلمانو مکتبیانو ته د سکولار تر نامه لاندي د مخالفینو په سترګه ګوري. خو د اسلام تر پوښښ لاندې د طالبانو ځینې غیر اسلامي کړنې (د جنکیو او ښځو د تعلیم او کار په برخه کې) د دې لامل شوي چې د هغوی واکمنې د نړۍ او په ځانګړې توګه د اسلامي هیوادونو سره په ټکر کې راشې او په منزوي حالت  کې قرار ولري.

په لنډہ توگه! د کنترول نه وتلی طالب کاروان « ترکستان »  ته روان دی.


بزګر: واقعیتونو ته په کتو سره، آیا د طالبانو واکمني بقأ موندلی شي؟

استاد تره کی: لویدیزوال چې د اسلامي نړۍ په جغرافیا کې په مختلفو وختونو کې د سوچه اسلامي نظامونو د خوځښت پر وړاندې د توطئو او کودتاګانو اوږده سابقه او تجربه لري، په هیڅ وجهه من الوجوه نه پریږدي  طالبان د اسلام نه د افراطې تعبیر تر شعار او د کورنۍ موضوع تر پلمې لاندې  د جنکیو مکتبونه بند او ښځې د قانوني منلو شویو نړیوالو حقونو نه بې برخې کړي.

 د طالبانو پر ضد امنیت ګډوډول، په رسمیت نه پیژندل او اقتصادي تعزیراتو لګول د لویدیزوالو د ورځنۍ اجندا برخه ده.

 د امنیتي، دیپلوماتیک او اقتصادي فشارونو له لارې د طالبانو واکمني دومره ژر نه ړنگیږي، خو نظام کمزوری او سقوط ته نږدې کیږي. ولس لازیات تاواني کیږي.


بزګر:  تاسو په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر درلود او هلته مو د طالبانو نژدې ټولو مشرانو سره ولیدل. آیا کولای شئ په تفصیل د دعوت لوستونکوته د خپل سفر په هکله ووایاست ؟

استاد تره کی:  کابل ته د مسافرت موخه دا وہ چې :

 

– د مکتبیانو باورونه او دریځونه د طالب مشرانو سره شریک شې.

– د مکتب او مدرسې تر منځ د واټن کمولو په مقصد یو وړوکی ګام پورته شې. د ملایانو او مکتبیانو تر منځ سوء تفاهم او بې باورۍ کچه را ټیټه شي.

ـ طالبانو ته د افغانانو او نړۍ دا پیغام ورسول شي،  داسې نظام چې د حکومت انحصار د ملا صاحبانو په لاس کې وي ځانته د ننه او بھر دشمن زیږوي او بقا موندلی نشې.

وطن کې د اقامت پر مھال مو گڼ شمیر حکومتې مسؤلینو سره  ولیدل، له شیخ هبة الله اخونزادہ سره مو په استثنایي توګه د ملاقات فرصت په برخه شو.

طالب مشرانو سره زموږ د مذاکراتو په اجندا کې د سرپرست حکومت د مودې ټاکل، د اساسي قانون د تسوید په موخه یو مسلکي کمیسیون جوړول، ملې مسائل د ملا صاحبانو د کوچنۍ کړۍ څخه ایستل او لویې جرګې ته حواله کول، د مکتبیانو او متخصصینو په ګټه  کابینه جوړول، د اسلامي تعلیماتو او د متمدنې نړۍ د ارزښتونو خلاف د فتواګانو د صدور مخه نیول، د ملي خائنینو او جنګي  کورنیو او بهرنیو مجرمینو د محاکمې زمینه برابرول او نور شامل و.

 

 

موږ سره د طالبانو چلند رسمي او تعارفاتي بڼه درلوده.

طالب مشرانو زموږ وړاندیزونو ته هرکلې وایه، خو د هغو د عملي کولو په اړه هیڅ ضمانت نه ورکول کېدہ.

بزګر:  تاسو په تیرو شلو کلونو کې د یو مسلمان ملی ګرا افغان په توګه تل د طالبانو ملاتړ کړی خو اوس د طالبانو د مشرانو د افرطي پریکړو له امله ترې لیرې شوي یاست. نو اوس پوښتنه دا ده د طالبانو دا ډول افراطي پریکړو له امله د ھغوی راتلونکی څرنگ وینئ؟

استاد تره کی : د مقاومت او جهاد په موده کې د طالبانو نه ملاتړ یوه حیاتي اړتیا وه.

 د طالبانو نه پرته بل وسله وال خوځښت چې د یرغلګرو په وړاندې وجنګیږي، موجود نه و. خو کله چې افغانستان خپلواک شو او طالبان حکومتولې ته ورګډ شول، د افغانانو د انتظار خلاف په داسې اقداماتو یې لاس پوري کړ چې د اسلامي نړۍ د عقیدوې ارزښتونو پر خلاف او د معاصرې حکومتولۍ د معیارونو سره په ټکر کې ول. دا د دې لامل وګرځید چې طالبان د ولس په منځ کې خپل ګن شمیر قومي او فکري مخکني ملګري او خواخوږي له لاسه ورکړي. د کورني سیاسي او امنیتي فشارونو او بھرنۍ  دیپلوماتیکې انزوا سره مخ شي. د دغه ناوړه او نامطلوب حالت پړه د طالبانو د تحریک په منځ کې د  یوه افراطي ډلې په غاړه ده.

دغه افراطي لږه کي خپل عقیدوي باورونه چې په ځینو مواردو کي ان د إسلامي تعلیماتو سره په ټکر کې دي، پر نورو باندي په تحمیلي توگه ور تپي.

څومره چې دا افراطي ډلگۍ د نظام د ټینګښت ډاډ تر لاسه کوي، په ھماغه اندازہ د بنسټ پالنې خوا ته لیوالتیا ښئي.

لویدیز پدې باور دې چي دا احتمال شته که د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژندل شې، نو په ټولنیزو چارو کې به نورو بندیزونو لگولو ته مخه کړي.

ګومان نه کیږي دا افراطي ډله د افغانانو او ان نړۍ سره په اوسنۍ فکري جګړه کې بریالۍ شي.

خو دې واقعیت ته هم باید پام واړوو چې که طالباني نظام  پخپله غلطۍ د ټینگار له امله د ړنګیدو سره مخ کیږي، نو په افغانستان کې به یو بل د کنترول څخه وتلی ناورین پیلږي: طالبانو د خپل نظام بقأ د بل سیاسې بدیل (الترنتیف) پر نشتوالي پورې تړلی.

 

بزګر: په پاکستان او نورو هېوادونو کې بېشمېره افغانان ښځې او ماشومان بندیان دي، ډیره بده اوغیرې انساني رویه ورسره کیږي. اوس چې طالبان د افغانستان واکمن دي او تل دا دعوه کوي چې ۵۲ هېوادونه یې مات کړي خو هیڅکله یې په پاکستان کې بند افغانان او تورخم، سپین بولدک کې د مجبورو افغانانو د سپکاوي په وړاندې  څه ونه ویل او تر ډیره بې تفاوته دي.  ستاسوپه اند د طالبانو مسئولیت څه او ولې بې تفاوته دي؟

استاد تره کی:  طالبان افغانانو ته د پاکستان د ناوړه چلند په وړاندې د خپلې وړتیا له اندازې کمزوری غبرګون ښودلی دې. د طالبانو د واکمنۍ په  موده کې په وار وار په سپین بولدک او تورخم کې د دواړو اړخونو د امنیتې سرتیرو تر منځ نښتې رامنځته شوي چې په ترڅ کې یې ترانزیت بند شوی.

پاکستان افغانستان سره د تحت الحمایه هیواد په توګه چلن کوي او افغانانو ته د امریکا د جګړې څخه د پاته شویو جنګي اسیرانو په سترګه ګوري. افغانانو سره د پاکستان چلن په ډاګه د نړیوالو قوانینو خلاف دې، خو تر هغه وخته پوري چې افغانستان په دیپلوماتیکه انزوا کې قرار ولري، خپل غږ نړیوالو مراجعو ته نشي رسولې.

 

بزګر: پاکستان افغان طالبان د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) پر ملاتړ تورنوي او په پاکستان کې د نا امنېو پړه پر افغان طالبانو  اچوې؛ حقیقت څه دې؟

استاد تره کی:  افغان لوری اقتصادي او تسلیحاتي  وړتیا نلري چې  پاکستاني طالبان د پاکستان پر ضد وکاروي. له بلې خوأ افغان طالبان د نړۍ سره په سړه جګړه بوخت دي او نه غواړې پاکستان سره د جګړې دوهمه جبهه پرانیزي. خو دا هم امکان لري چې د طالبانو د تحریک د کنترول نه وتلي ځینې جذباتي کسان د (تې تې پي) سره چې په افغانستان کې د کډوال او میلمه په توګه ژوند تیروي، یوازې اخلاقي او سیاسي ملاتړ وکړي.

په پښتونخوا کې ناسیونالستې جذبات په ډیر شدت وده کوي. اوس مھال په افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله پاکستان، ضد جذبات پیاوړي ښکاري.

لویدیز، د پښتونخوا قبایلي سیمو ته د بنسټ پالو اسلامي تروریستانو د پټنځای په توګه ګوري او د ډیورند کرښي ناوړه تاریخې ـ ژیوپولتیک عواقبو ته یې پام اړولی دی.

په نوې سرچپه لوبه کې د افغانستان ستراتژیک عمق وزیرستان ته منتقل شوی.

د افغانانو لاس ته یو بیساری تاریخې فرصت لویدلي چې د ذیدخلو هیوادونو په همکارۍ د ډیورنډ ښکیلاکګرہ کرښه تاریخ ته وسپاري، خو له هر څه د مخه باید نظام مشروعیت او رسمیت ولري او د سیمې او نړۍ په کچه ځانته دوستان پیدا کړي.

د ۵۴ کلونو په موده کې پاکستان د افغانستان سیاسې تیکه دارۍ دنده په غاړه لرله. د افغانستان په سر باندي د نړۍ سره په سیاسې تجارت بوخت و.

په افغانستان کي د یو ملې او حسابګرې واکمنۍ په نشتوالي کې :

ـ پاکستان د هغه پلان سره چې باید پښتانه په لر او بر کې د ژنوساید (عام وژنه) تر کچې پورې وځپل شي، د یرغلګرو سره همکاري وکړہ.

– پاکستان  د دیورند کرښې په اوږدو کې د افغانستان له اجازې پرته په یو اړخیزه توګه اغزن تار وغزاوه.

– آزادې قبایلي سیمې په ۱۹ پیړۍ کې د انګریزانو او روسانو د « سترې لوبې » په اجندأ کې د اړخونو تر منځ حایل سیمه  (بفر زون ) پېژندل شوې وہ،  خو د پاکستان پوځ د اویا کلن انتظار نه وروسته، په افغانستان کې د امریکا د یرغل نه په ګته اخیستو، دا سیمې ( فاټا) په خپل اداري سیستم پورې وتړلې.

طالبانو د پاکستان په وړاندي د ښه ګاونډیتوب او منفعل سیاست کړنلاره غوره ګڼلې او هیچا ته اجازه نه ورکوي چي د افغانستان له خاوري نه پر پاکستان برید وکړي.

طالبانو نه غوښتل چې د افغانستان په خاوره کې د جهاد ملګری یعني (ټي ټي پي) د پاکستان د ترورستې بریدونو څخه وژغوري. په وروستۍ ترورستي پیښه کې (۰۲/۰۳/۲۰۲۳ ) د ( ټي ټي پي) شپږ تنه غړي او مشران و وژل شول.

د طالبانو اداره د پاکستاني جابرو واکمنانو په وړاندې د جبهه یي جګړې وړتیا نلري. خو د ملیشیایې جګړې د پراخو امکاناتو نه برخمن دې :

افغان طالبان کولې شې (ټي ټي پي) د یو جنګي ډلې په توګه او د پښتون تحفظ تحریک (د منظور پشتین په مشرۍ) د یو فعال مدنې غورځنګ په حیث د متکبر ګاونډي په وړاندي د فشار د لاسوند په ډول وکاروي. خو دا اقدام تر هغه وخته پوري عملي بڼه اخیستی نشي، تر څو طالبان خپلې کورنۍ ستونزې حل نکړي او نظام یې د مشروعیت او رسمیت خاوند و نه گرځي.

د (ټي ټي پي) او د پشتون تحفظ تحریک څخه ملاتړ افغانستان له هغې سترې لوبې سره تړي چې نوښت یې په سیمه کې د لویدیز په لاس کې دی او  پاکستان پکې په نښه شوی.

په راروانه ستره لوبه کې به افغانستان هغه وخت ګټونکی وي چې منل شوې ملي واکمنې ولري او ځان د دیپلوماتیکې انزوا څخه وژغوري.

 

بزګر: افغانان خورا ناھیلي شوي او په راتلونکې یې باور له لاسه ورکړی ایا د امید کوم څرک شته؟

استاد تره کی: د افغانستان په تاریخ کې دا لمړی ځل دی چې ملایان په قدرت قبضه لګوي او کلیوال ذهنیت پر ښاري ھغه برلاسي مومي.

د طالبانو په راتګ سره افغانۍ ټولنه له ګن شمیر تضادونو سره مخ شوې.

 کلیوال فکر د ښاري فکر سره، مدرسه له مکتب سره، سکولار له ملا سره او دین له دنیا سره په ټکر کې قرار لري.

طالبان غواړي په یو اړخیزہ توګه د حکومت د منبر نه شته تضادونه د خپل باورونو په محور باندې له منځه یوسي. که اړتیا وې زور کاروي، مذهبي مقدسات  په کرغیړنو سیاسې لوبو کې ور ګډوي، د حکومت څخه د مسجد منبر جوړوي. په لنډہ توګه ! افغانستان طالبستان ته وراړوي : د طالبانو په شل میاشتنۍ واکمنۍ کې مدني ژوند له محدودیتونو سره مخ شوې: افغانستان اساسي قانون نلرې، د جنکیو او ښځو په تعلیم او کار بندیز لګول شوی، ملي سمبولونه او ارزښتونه لکه ملي بیرغ، ملي ترانه، لویه جرګه، ملي ترمنولوژي (د عربی ترمنولوژې په ګټه)، ملي شخصیتونه حاشیې ته لویدلي او هنر او موسیقي حرام اعلام شوي.

حکومتي چارې د اساسي قانون نه د باندې یوازې د یوې افراطې ډلګۍ پر فتوا چلیږي. دې بنسټپالې  ډلګۍ ټول تحریک یرغمل نیولی او په واقعیت کې یې د خپل نظام د زوال زمینه پخپله برابره کړیده.

 

بزګر: د طالبانو حکومت د ملایانو نه جوړ شویدې. داسې مالومیږي طالبان د مکتبیانو، متخصصینو او مسلکي کسانو سره نه جوړیږي. د طالبانو دا نه پخلاکیدونکی دریځ به فرهنګي ټولنو ته څه پایلي ولري؟

استاد تره کی:  د طالبانو په راتګ سره په ځینو مواردو کې فرهنګي چارې سقاوي تورې دورې ته وتمبول شوې.

د طالبانو انحصاري واک او د مکتبیانو بې وسي به لاندي ناوړه پایلې ولري : 

– د مغزونو تیښته چټکه کیږي او ورسره جوخت ټولنیز انډول د محافظه کارو ډلو په ګټه بدلون مومي.

– په کور د ننه د حق غوښتنې د امکاناتو د نشتوالي له کبله، مکتبیان د بهرنیو هیوادونو غیږې ته پناه وړي. بهرنیان د مکتبیانو د لاسوند کولو له لارې د افغانستان په کورنېو سیاسي تعاملاتو کې ځان د یو اړخ په توګه مطرح کوي.

– د متخصصینو او مسلکي کسانو ډیرو په لویدیز کې زده کړې کړي. د هغوی سره دشمني د لویدیز د کلتور او تمدن سره د ضدیت په مانا تعبیریږي او د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندنه ځنډوي.

– طالبان پرته د مسلمانو مکتبیانو او د دیپلوم خاوندانو د همکاریو نه د اساسي قانون له چینل نه د یو ملي، اسلامي او مدرن نظام د جوړولو په لور ګام نه شي پورته کولای چې په پایله کې حکومتي اداره د اوسني عدم مشروعیت او دیپلوماتیکې انزوا په حالت کې پاته کیږي.

 

بزګر: ستاسې له انده په اوسني ناوړه حالت کې د طالبانو نظام کومو نیمګړتیاو ته په بیړہ باید پام  ورواړوي؟

استاد تره کی: طالبان د امنیت په راوستلو او د یو با تقوأ ادارې په جوړولو کې خپله وړتیا ثابته کړیده. خو په حکومتي چارو کې نیمګړتیا شته.

اړینه ده چې د طالبانو اداره څو پروبلمونو ته د حل لارې په مقصد لمړیتوب ورکړي :

– د نوي تعلیمې کال د رارسیدو په درشل کې، باید د ښونځیو دروازې د جنکیو پر مخ پرانیزي.

ـ د ښځو د کار په وړاندي شته بندیزونه لرې کړي.

– د اساسي قانون د تسوید په موخه یو مسلکي کمسیون جوړ کړي.

تر څو چې د طالبانو واکمني د اساسي قانون پر بنسټ  جوړ نشي، واکمنې :

– کورنی مشروعیت تر لاسه کولی نشي.

– د بهرنیانو له خوأ په رسمیت نه پیژندل کیږي.

– د بهرنیانو  سره په تعامل کې د ناروا جګړې د تاوان غوښتنه مطرح کولای نشي.

– د بهرنيو جنګي جنایتکارانو د محاکمې دوسیه سزا نړیوال دیوان ته حواله کولي نشي.

– افغان ملي خائنین او مفسدین محاکمه  کولای نشي.

– وسله وال مخالفین د بغاوتګر په نوم ټکولئ نشي. یوازې د اساسي قانون پر بنسټ یو مشروع نظام وسلوالو مخالفینو ته د بغاوتګر تر نامه لاندې سزا ورکولای  شي.  

بزګر: اوس د دعوت مجلې ۳۴مه کلیزه ده تاسو د دعوت ډېرې اوږدې مودې د یو تکړه همکار، مرستندوی او ناظر په توګه  ستاسو مشوره، او نظر د دعوت په هکله څه دہ؟ 

استاد تره کی: مهاجر افغانان  چه د نړۍ په گوټ گوټ کې تیت او پرک ژوند تیروي د لاندې درې لاملونو په بنسټ  د یو اغیزمن کمونیکیشن لاسوند ته اړتیا لري:

ــ  د خپلمنځي اړیکو د تآمینولو په مقصد.

ــ د وطن د حالاتو نه خبرتیا

ــ د کډوالۍ د ژوند د عقدې د تسکین یومنفذ ته اړتیا.

د افغانستان نه بهر، باندينیو اړتیاو ته افغاني مېډیا او مطبوعات وطنوالو ته وړاندې کوې.

د کډوالۍ په لمړیو کلونو د نړۍ په ګوت ګوټ کې بې شمیرہ خپرونو په کار پیل وکړ چي زیاتره یې د بهرنیانو له خوآ تمویل کیدلې. د وخت د تیریدو سره جوخت افغاني مطبوعات د عامه ارزونې د فلتر نه تیرې شوې. یوازې هغه خپرونې پاتې شوې چې له یوې خواه یې د تمویل ډاډمنې سرچینې درلودې، او له بلې خوا یې د لوستونکو د هرکلي سره مخ شوې وې.

دعوت د دغه سترې آزموینې څخه بریالې ووت.

زه د دعوت مجلې د تاسیس د پیل نه ورسره د څو دلیلونو له مخې قلمي همکار پاته شوی یم. د دعوت مجلي :  

ډیزاین د معاصر ژورنالیزم او د مالوماتي ټکنولوژۍ پر اصولو  ولاړ دی.

– د پښتو او دري خپرونو تر منځ  انډول ته پام اړول شوی.

ـ تل یې د ملي او اسلامي ارزښتونو بیرغ اوچت ساتلی.

– د سکتاریستانو، فدرالیستانو او افغان ضد کړیو په وړاندې تبلیغاتي مورچل ته د وخت غوښتنې سره سم تازه نفس مطبوعاتي ملګري ورګډ کړي.

 په لنډہ توګه! د دعوت رسنیز مرکز د لیکنو آرشیف او کالمونه د محققینو د پاره ستر غنیمت ګڼل کیږي.

برہ ټکو ته په کتو سره په وروستیو کلونو کې د دعوت قلمي همکاران زښت زیات شوي دي. د همکارانو په ډله کې علمي کدرونه اوعلې سویه  پښتو او درې لیکوالان شاملیږي. داسې څرګندیږي چې دعوت د ملي وحدت د تینګښت رسالت ته ژمنه مېډیا پاته شوی.

زہ د وفادار قلمي همکار په توګه دعوت مجلې ۳۴  مه کلیزه ځوان او تکړه ژورنالیست دروند بزګر ته مبارک وایم. د وطن په خدمت کې د محترم بزګر د لازیاتو لاسته راوړنو په هیله. «  پاې »

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.