له ښاغلي بينن سيوان سره ځانګړې مرکه

سيد حسين پاچا

858

له ښاغلي بينن سيوان سره پوره ځانګړې مرکه

هغه ((نجيب الله)) يو له هغو ګوتو په شمار افغان مشرانو څخه وو چې افغانستان يې ډېر ښه پېژنده. د خلکو احساس يې درکاوه او پوهېده چې د سولې لپاره د ټولو په ګډون يو متحد دولت ته اړتيا ده. هغه قربانۍ ته چمتو وو او ګوښه کېدو ته اماده وو

زموږ د وروستيو څو لسيزو پېښو په تړاو ښاغلی سيوان ډېر سپين او ډانګ پېيلی غږېدلی دی. همدا اوس چې موږ د خپلواکتوب دعوه کوو، ايا موږ په رښتيا خپلواک يو؟ او که د يوې بلې نوې جګړې د لا ښه اداره کولو او پرمخوړلو لپاره يې کوربه ګاونډي هېواد ته د اداره کولو لپاره ورسپارلي يو؟

ولسمشر نجيب الله د پخواني شوروي له خوا يوازې پرېښودل شو. کله چې هغوی د ژنيو پيمان لاسليک کړ. په اصل کې تر هغه وروسته هغوی ان د نجيب الله له حکومت سره همکارۍ بندې کړي او په حقيقت کې هغوی ان د هغو قراردادونو درناوی هم ونه کړ چې له حکومت سره يې کړی وو. هغه دېته چمتو وو چې په دې خاطر ومري. له بده مرغه د هغه خپلو کسانو له هغه سره خيانت وکړ.

هغه ((ولسمشر اشرف غني)) به هم له خپلو ډېرو ملاتړو او همکارانو له خوا (لورې) يوازې پرېښودل شي. هغوی د نويو ائتلافونو د جوړولو په حال کې دي. ځکه چې خپلې ګټې تعقيبوي او دافغانستان د خلکو له منافعو سره لېوالتيا نه لري. اټکل کوم چې د داسې وضعيت شاهدان به يو.

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه ”شهادت“]

حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).

نوټ : ډېرو هېوادوالو ته پته ده چې د روسانو د وتو په وخت کې چې روسانو وړانديز وکړ چې له مجاهدينو سره مخامخ خبرې وکړي او دوی بايد د قضيه مخامخ اړخ شي. اګر چې زموږ ځينې جهادي مشران هم په دې اند ول چې دا ښه ده چې موږ له روسانو سره مخامخ خبرو ته داخل شو، خو ضياءالحق ښاغلی حکمتيار رامخته کړ او هغه د ټولو جهادي تنظيمونو په مشرۍ له روسانو سره له خبرو انکار وکړ او دا کار يې د ضياءالحق په لمسون او هڅونه وکړ. هماغه وخت ضياءالحق ((پاکستان)) له موږ څخه زموږ د سياسي ډيالوګ واک واختيار واخېست او زموږ هر اړخيزه خپلواکي ((استقلال)) يې تر پوښتنې لاندې راوست. له هماغه ورځې تر ننه له موږ څخه زموږ سياسي واک واختيار اخېستل شوی او نه راکول کيږي.

له موږ څخه خو کشميريان هم ښه دي. لږ تر لږه خو د کنفېډرېشن حيثيت خو لري.

استاد شهسوار سنګروال :

د پاکستاني چارواکو د معاملې پر بنسټ ، امريکا په افغانستان مرګوني بمونه غورځول، ولې د کشمير يوه مشر چې قيوم خان ((سردار عبد القيوم خان)) نومېده جنرال مشرف ته وويل، چې ((امريکايان بايد داسې بريدونه وکړي، چې د کابل دوړې موږ  په اسلام اباد کې ووينو.)) افسوس، چې موږ  د قيوم خان په څېر مشرانو ته کشمير ګټو !؟

بينن سيوان :

زه وېره لرم، خو هيله لرم چې داسې ونه شي. هغه به له خپلو ډېرو ملاتړيو او همکارانو له لورې په يوازې پرېښودل شي

لومړی وار وو چې سليمان لايق مې وليد. ما د نجيب الله استعفاء ليک هغه ته ورکړ. ښاغلي لايق راته وويل چې ((ښاغلی سيوان دا مکار موږ ته راوسپارئ!)). موږ تصميم نيسو چې هغه پاتې شي او که ولاړ شي.

***      ***      ***

ناصر احمدي :

ايا په افغانستان کې تاريخ بيا د تکرارېدو په حال کې دی؟

ايا د افغانستان اوسنی وضعيت د پخواني جمهور رئيس ډاکټر نجيب الله د حکومت له ختمېدو سره ورته (مشابه) دی؟

زه ناصر احمدي يم او له بينن سيوان سره مرکه لرم چې له ۱۹۹۱ ز کال څخه تر ۱۹۹۲ ز کال پورې د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه کار کاوه او د نجيب الله د حکومت او د مجاهدينو ترمينځ يې د سولې د مذاکراتو د مينځګړيتوب مسؤوليت پر غاړه لاره.

ښاغلی سيوان مننه چې د مرکې فرصت مو راکړ. تاسې شايد په افغانستان کې تازه تحولات تعقيبوئ او په ۱۹۹۰ يمو کلونو کې مو د ډاکټر نجيب الله د حکومت او مجاهدينو ترمينځ مينځګړيتوب کاوه.

ايا د افغانستان تاريخ د تکرارېدو په حال کې دی؟

بينن سيوان :

تر نورو خبرو مخکې د افغانستان لپاره د خپلو احساساتو په اړه يو څه ووايم. دا په رښتيا زما لپاره ضروري او د بېساري وياړ خبره وه چې د افغانستان د باعزته او له وياړه ډکو خلکو خدمت وکړم. زه پر هغوی مين شوم او له همدې کبله ځان هم يو ((افغان)) ګڼم.

  • ما هره ورځ له هغوی سره ژوند کړی دی. هره ورځ له هغوی سره کړېدلی يم او هره ورځ مې له هغوی سره يوځای د سولې خوب ليدلی دی.
  • ما هره ورځ له افغانانو سره د هغوی د ورځنيو قربانيو په خاطر ژړلي. هغوی هره ورځ خپل ژوند له لاسه ورکوي. خپل د بدن غړي له لاسه ورکوي او هره ورځ تر ډېرو سختو شرايطو لاندې ژوند کوي.
  • ما هره ورځې ډېرې وژنې او وېجاړۍ ليدلي دي.
  • ما ښايسته ماشومان ليدلي دي چې خپل ژوند او د بدن غړي يې د شاه پرکي ماينونو له کبله يې له لاسه ورکړل.

خدای دې په افغانستان کې سوله راولي او خدای دې په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې بندې کړي او خدای دې له افغانانو سره د سولې په راوړلو کې مرسته وکړي. هغوی د دې لايق نه دي چې په لسونو کلونو ووژل شي او وځورول شي. افغانستان او د هېواد فوق العاده خلک د بهرنيو هېوادونو د لوبو په ميدان بدل شوی چې پکې خپلې اقتصادي، سياسي او ستراتيژيک اهداف تعقيبوي.

د افغانستان او د افغانستان د خلکو په هکله ستاسې د احساساتو مننه کوم.

ناصر احمدي :

بيرته خپلې پوښتنې ته راګرځم.

ايا په افغانستان کې تاريخ د تکرارېدو په حال کې دی؟

بينن سيوان :

په خواشينۍ سره هو، راځئ چې واضحه خبرې وکړو. ولسمشر نجيب الله د پخواني شوروي له خوا يوازې پرېښودل شو. کله چې هغوی د ژنيو پيمان لاسليک کړ. په اصل کې تر هغه وروسته هغوی ان د نجيب الله له حکومت سره همکارۍ بندې کړي او په حقيقت کې هغوی ان د هغو قراردادونو درناوی هم ونه کړ چې له حکومت سره يې کړی وو او بايد له مخې يې اړين بشري توکي او خدمتونه ورکړل شوی وای.

په حقيقت کې نجيب الله د خپلې واکمنۍ په وروستيو وختونو کې د امريکايانو او پاکستانيانو په پرتله د روسانو په برخه کې ډېر اندېښمن وو او اوسنی حکومت هم د هغو کسانو له خوا چې رامينځته يې کړ او ترې يې ملاتړ وکړ يوازې پرېښوول کيږي.

راځئ چې روښانه خبرې وکړو افغان حکومت د طالبانو او امريکايانو ترمينځ له خبرو بهر پاتې شو. افغان حکومت يوازې په تمه وو چې څه رامينځته کيږي؟

افغان حکومت به يوازې پرېښوول شي او له همدې کبله به له هماغه ستونزو سره مخامخ شي چې د ولسمشر نجيب الله حکومت تر يوازې پرېښودل کېدو وروسته ورسره مخامخ شو. دا ځکه چې اوسنی حکومت له پوځي او مالي لحاظه په ډېرو مرستو پورې تړلی دی او کله چې دغه مرستې بندې شي، نو نوي ائتلافونه به رامينځته شي او جنګسالاران يوازې د خپل ځان پسې ګرځي.

ناصر احمدي :

اوسنی وضعيت له هغه وخت سره څنګه پرتله کوئ چې تاسې پکې مينځګړيتوب کاوه؟

بينن سيوان :

زه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پخواني استازي نقش ته په پام سره وايم چې د افغانستان سوله بايد پخپله د افغانانو له لورې برقراره شي. هېڅوک نه شي کولی سوله له باندې تحميل کړي. دا کار کېدونکی نه دی. په ملګرو ملتونو کې زما نقش د صحنې تر شا وو تر څو د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړم چې خپله سوله تأمين کړي.

زه وايم چې د ډوډۍ پخوونکي پخپله بايد افغانان وي. هېڅوک نه شي کولی له باندې څخه افغانانو ته ډوډۍ تياره کړي. د دې پرته اړينه ده، په واقعيت کې ما د دې وياړ لره چې پېښور، کابل او سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته د تګ راتګ په مهال د نورو په استازولۍ خبرې وکړم. ځکه چې هغوی يو له بل سره مستقيمې خبرې اترې ردولې.

موږ خو لا تر ننه خپل سياسي واک واختيار تر لاسه نه کړ.

King Zahir Shah with President Ayub Khan. PHOTO: FILE

Afghanistan and Pakistan’s oft-ignored history – 1947-1978

Pakistan’s founding alleviated the Afghans’ greater concern with regards to security threats from India

د امريکا او افغانستان اړيکو لنډه تاريچه

Afghanistan didn’t discourage tribal Pashtuns from wanting to join Pakistani forces to fight against India. Afghanistan’s stance pleased, and to an extent surprised, Pakistani officials. At a meeting, during the war, between President Ayub Khan and the Afghan ambassador to Pakistan Nur Ahmad Etemadi, Ayub appreciated Afghanistan’s position.[2] On January 1, 1966, at the invitation of Zahir Shah, Ayub Khan flew to Kabul to personally extend his gratitude to the Afghan King, who in turn acknowledged Pakistan’s position on the Kashmir issue.

Dawn’s December 30, 1965 issue read as follows. “The visit of President Ayub would be a part of his tour of the Muslim countries to thank the various Governments and Heads of State for their understanding and support to Pakistan during the 17-day conflict with India. President Ayub is expected to apprise the Afghan King and the Government of the situation arising out of the events which had culminated in the Indian aggressive attack on Pakistan. Afghanistan has always supported Pakistan on Kashmir and has repeatedly reiterated her support for the right of self-determination for the people of Jammu and Kashmir.”

Similarly, during the 1971 Indo-Pak War, Afghanistan once again assured security on Pakistan’s western border. Although Afghanistan allowed Bengalis, who feared persecution in West Pakistan, to enter Afghanistan and return to Bangladesh via Iran and India, Pakistan’s border with Afghanistan was tranquil and secured.[3] Shortly after the war was over, Pakistan’s new martial law administrator, Zulfiqar Ali Bhutto, flew to Kabul to personally thank Zahir Shah. According to one account, Bhutto told Zahir Shah that he was so humbled that he couldn’t look the king in the eye.[4]

د کوربه هېواد يو شانته غوښتنې :

د افغانستان د حل يوازېنۍ لار د ډاکټر نجيب الله له واکه لېرې کېدل دي.

عمران خان : تر هغه چې ولسمشر غني په واک کې وي، طالبان سوله نه کوي.

عمران خان د طالبانو له قوله : څو چې غني واک کې وي مذاکره نه کيږي

بينن سيوان : ټولو لوريو ويل چې نجيب په واک کې وي، سوله نه راځي، نجيب به ويل، زه دې نه يم، خو دوی دې سوله وکړي، هغه حتی د سولې لپاره خپل مرګ ته تيار وو.

پوښتنه :

که مولانا فضل الرحمان ته د خلکو له ګوند سره ملګرتيا  او مولانا سميع الحق ته بيا ((د پاکستان د دفاع کونسل)) په توګه هغه هم د انګرېزي قانون په رڼا کې ګډ کار جايز وي، نو ولې موږ جهاديانو او طالبانو ته له ارواښاد ډاکټر نجيب الله او له ولسمشر غني سره سوله او ګډ جايز نه وو؟ چا دې کار ته نه پرېښوولو؟ او ولې؟

مفتي محمود چې له آره د افغانستان د غزني ولايت څخه وو، خو لا ډېر وړاندې په پاکستان مېشت شويدی – د پاکستان مرکزي حکومت ته په دې الفاظو وويل: افغانان مسلمانان او زمونږ وروڼه دي. دا چې نن پر دوی سخته راغلي بايد مونږ پخپله غېږه کې ځای ورکړو- د انګرېزانو په لاس راکښل شوې کرښې مونږ هېڅکله هم نشي سره بيلولی، د اسلام او پښتونولۍ په اساس دا د افغانانو پر مونږ حق دی.

مفتي محمود :

شکر دی چې د پاکستان د جوړولو په ګناه کې ما ګډون نه دی کړی او په دغه ګناه کې زه ورسره شريک نه يمه.

باچا خان :

د پاکستان جوړول دا د انګرېزانو يوه دسيسه وه.

زه خوشاله يم چې هڅه مې وکړه افغانان يو توافق ته ورسيږي. که منصفانه ووايم ډاکټر نجيب الله هغه کس وو چې زه يې ستايم په افغانستان کې د سولې لپاره قربانۍ ته چمتو وو. ځکه ټولو ويل تر هغه چې نجيب وي سوله نه راځي. هغه ويل چې زه دا فرصت ورکوم چې زما له حضور پرته سوله وکړي – څو له ما څخه د پلمې په ډول استفاده ونه کړي.

هغه دېته چمتو وو چې په دې خاطر ومري. له بده مرغه د هغه خپلو کسانو له هغه سره خيانت وکړ. هېڅکله مې له ياده نه وځي په هغه شپه چې کابل ته ولاړم څو هغه له افغانستانه راوباسم، خو هوايي ډګر ته د ورتلو اجازه يې ورنه کړه او خپل دفتر ته مې د هغه له تګ سره موافقه وکړه.

يوه ورځ وروسته ولاړم چې په اصطلاح د هغه د دوستانو له ډلې سره ووينم. لومړی کس چې خيانت يې کړی وو د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير ښاغلی وکيل او سليمان لايق چې د جلسې مشري په غاړه درلوده حضور لاره. لومړی وار وو چې سليمان لايق مې وليد. ما د نجيب الله استعفاء ليک هغه ته ورکړ. ښاغلي لايق راته وويل چې :

((ښاغلی سيوان : دا مکار موږ ته راوسپارئ! موږ تصميم نيسو چې هغه پاتې شي او که ولاړ شي؟))

د مکار کليمه يې وکاروله. ما يې سترګو ته مخامخ وکتل او ومې ويل چې وروستی ځل دې خپل ځانته کله په آېينه کې کتلي دي؟

ويې ويل څه شی؟

ورته مې وويل چې :

دوه اوونۍ د مخه د افغانستان په تلويزيون کې راڅرګند شوې او په رسنيو کې دې هم وويل چې نجيب الله د خپل معنوي اولاد په توګه ګڼي او نن شپه هغه مکار يادوې.

ورته ومې ويل چې پوهېږې چې هغه چېرې دی؟

که غواړې چې هغه ونيسې، نو لومړی ته بايد پر ما پير/پيل وکړې.

ورته ومې ويل چې تاسې ټول بايد خجالت وکړئ/وباسئ. په داسې حال کې چې هغه حاضر وو چې سوله وکړي تاسې ټولو له هغه سره خيانت وکړ.

افغان توند لارو او منځلارو ډلو ټولو له دې سره موافقه کړې وه چې مؤقت ډولت جوړ شي. زه به د دولت غړي کابل ته راولم او نجيب الله له واکه څنډې ته کيږي. جهادي ډلو په سلګونو نومونه راکړي وو چې د مؤقت حکومت غړي شي.

هغه ورځ مې په ياد ده چې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف ټول خپل کور ته دعوت کړل څو د مؤقت حکومت له وړانديز سره موافقه وکړي. الوتکه چمتو ده. د حکومت غړي کابل ته بيايم او نجيب الله له واکه ليرې کيږي. هغوی مې يوازې پرېښودل. ما نواز شريف ته وويل چې دا خلک هېڅکله توافق نه کوي.

دوه – درې ساعته منتظر شو. بيا د هغوی څنګ ته ورغلم. تصميم يې لا نه وو نيولی. هېڅکله ښاغلی کرزی نه هېروم چې هلته وو او پوښتنه يې وکړه چې ښاغلی سيوان له مجاهدينو څخه جوړ د مؤقت حکومت په هکله مو نظر څه دی؟ ورته مې وويل چې ډاډه يم چې ښاغلی نجيب الله به يې ومني. ځکه چې د مختلفو انتخابونو په هکله مو بحثونه سره کړي وو.

ناصر احمدي :

نو کرزي هغه وخت څه کول او څه نقش يې لاره؟

بينن سيوان :

کرزي هغه مهال د مجددي لمن نيولې وه درښکاري. ورته مې وويل که چېرې تاسې له مجاهدينو څخه د جوړ مؤقت حکومت پر سر توافق ته ورسېږئ نجيب الله يې مني.

زه بيا د نواز شريف دفتر ته ولاړم. څو ساعته مې انتظار وويست. د شپې نهه بجې مې نواز شريف ته وويل چې دا خلک توافق نه کوي. ومې ويل چې ژمنه کوم چې نجيب الله راوباسم او کابل ته پرواز کوم. وېره لرم چې مړ به يې کړي.

د شپې يوولس بجې وې ولاړم کور ته چې حمام وکړم. مېرمنې ته مې وويل که څوک زنګ ووهي ورته ووايه چې نه پوهيږي هغه چېرې دی؟

ولاړم هوايي ډګر ته په داسې حال کې چې هېچا پرواز نه کاوه. ما د افغانستان په خاطر دا خطر پر ځان ومانه او کابل ته ولاړم. کله چې الوتکه کېناسته هوايي ډګر خالي وو او تور تم وو. يو کس پر بايسکل راغی او له الوتکې دوه وارې راوڅرخېده. زه اندېښمن شوم او دوستانو ته مې وويل چې راښکته شئ او ووينئ چې دغه کس څه نه وي ايښي؟

ناڅاپی دوه – درې سوه کسان راغلل او موږ يې محاصره کړو. هغوی ته مې وويل چې الوتکه بيرته پاکستان ته ګرځي. هغوی وويل ((نه)).

بيا مې په دفتر کې همکارانو ته زنګ وواهه او ورته ومې ويل چې چېرې ياستئ؟

موږ تاسې ته منتظر يو چې له نجيب سره هوايي ډګر ته راشئ. راته ويې ويل چې موږ په لاره يو. درولي يې يو او نه مو پريږدي چې هوايي ډګر ته ولاړ شو.

ناصر احمدي :

کولای شئ چې وواياست چې ډاکټر نجيب چا راوګرځاوه؟ کولای شئ چې نوم يې واخلئ؟

بينن سيوان :

د دوستم کسان جنبشيان ځکه چې دوستم هم له هغه سره خيانت کړی وو. همکارانو مې راته وويل چې نجيب غواړي چې د ملګرو ملتونو دفتر ته ولاړ شي. ما ورته وويل چې هغه تر اوسه هم جمهور رئيس دی. دفتر پرانېځئ او هغه ته اجازه ورکړئ.

بيا وروسته راته نجيب زنګ وواهه او راته يې وويل چې د امنيت د څانګې مسؤول راليږي چې خبرې وکړي او زه راووځم. د هغه کس نوم مې له ياده وتلی دی. يوه ورځ وروسته مړ وموندل شو. هغه وژل شوی وو، خو ادعا يې وکړه چې ځان وژنه يې کړې ده. بيا يې وروسته وويل چې جنرال عظيمي راځي. بيا وروسته توافق وشو چې الوتکه بيرته ستنېدای شي.

بيا مې کيپتان ته وويل – صبر وکړه چې هوايي ډګر ته خبر ورکړو چې چا بمونه نه وي ايښي. جيپ ته مې ورودانګل او د پرواز تيکه/پټۍ مې وتړله او تر ارزونې وروسته الوتکی پرواز وکړ. زه دفتر ته ولاړم او نجيب الله مې وليد چې په دفتر کې ناست وو.

يوه ورځ وروسته مې ټولو شازدافيرانو او سفيرانو ته زنګ وواهه چې دفتر ته مې راشي د پاکستان د شازدافير په شمول. هېڅکله مې له ياده نه وځي چې هغه راته وويل چې پاکستان چمتو دی چې نجيب الله ته پناه ورکړي او همدا شان يې راته وويل چې دوی چمتو دي چې په وتلو کې يې مرسته وکړي. هېڅ مې له ياده نه وځي چې نجيب الله راته وويل چې زه داسې يو حکومت ته پناه وروړل ردوم چې تل يې زما د وژلو هڅه کوله. زه د سولې د پلان لپاره استعفاء کوم او که اړتيا وه چمتو يم چې همدلته مړ شم.

ما يې استعفاء ليک واخېست او سليمان لايق ته مې وروړ. مخکې مې وويل چې هغې جلسه درلوده. ما ورته وويل چې هغه د تګ اجازه لري که نه؟ راته يې وويل چې احوال درکوم.

ناصر احمدي :

تاسې د پاکستاني ديپلومات او د نواز شريف يادونه وکړه. هغه وخت د پاکستان رول (نقش) څه ډول وو؟ ايا په رښتيا يې غوښتل چې په افغانستان کې سوله تأمين شي؟

بينن سيوان :

نه، هغوی د نورو استازولي کوله او د امريکا، سعودي عربستان او نورو له لورې (خوا) استعمالېدل. د مجاهدينو لپاره چې کومې پيسې او وسلې ورکول کېدې د هغوی د رسولو لپاره يو چينل وو. د دې ټولو تر شا د آی ايس آی لاس وو. هغوی يې تر شا ټاکونکي ول. په حقيقت کې هغوی غوښتل چې سختدريځي واک تر لاسه کړي. نازدان يې حکمتيار وو.

ما امريکا متحده ايالاتو او نورو ته خبرداری ورکړ چې دغو افراطي ډلو ته د مرستو ورکول ودروئ! چې يوه ورځ ستاسې پر وړاندې دريږي. د امريکا سفير راته وويل چې هغوی د روسانو د وژلو لپاره ډېر ښه دي. ورته مې وويل چې سبا ته به ستاسې وار وي او تاسې به وژني. بايد واقعبينه اوسو. ټول هغه خلک چې اوس ترهګر انګېرل کيږي د امريکايانو لپاره يې کار کولو.

بن لادن څوک وو؟

کله چې د سيپتېمبر يوولسمه پېښه وشوه او د بن لادن عکس مې وليد، نو ومې ويل چې ((خدايه! دا ښاغلی د جلال الدين حقاني په کور کې د غرمې ډوډۍ پر مهال زما تر څنګ ناست وو.)) هغه – هغه مهال د سعودي يو بل څوک وو.))

ناصر احمدي :

هغوی هلته څه کول؟

بينن سيوان :

هغوی د مجاهدينو لپاره جنګېدل او له هغوی سره يې مالي او نوره مرسته کوله. او ټولې مدرسې يې چې جوړې کړې وې د جنګياليو د جلبولو ځايونه ول. له مجاهدينو سره د يوځای کولو په موخه د ماشومانو مغزونه يې مينځل. هغوی د دې ټولو تند لارو ډلو ملاتړ کولو.

راځئ چې په زغرده يې ووايو حکمتيار څوک وو؟

هغه بنسټپال نه، بلکې افراطي وو. ما يوه ورځ حکمتيار ته مخامخ وويل چې زه د بنسټپالو ضد (مخالف) نه يم. مسيحي، مسلمان، هندو او يهود بنسټپال شته، خو تاسې افراطيان ياست. هغه څوک چې خپلو کسانو ته لارښوونه کوي چې پر ښځو باندې تېزاب وپاشي. ومې ويل چې متأسف يم چې تاسې دا کار د الله په نامه کوئ.

ناصر احمدي :

که د ملګرو ملتونو د هغه وخت د سولې پلان ته راوګرځو. ولې هغه وخت دغه پروسه يا دغه پلان بريالی (کاميابه) نه شو؟

بينن سيوان :

زه کرکه لرم چې د ملګرو ملتونو د سولې پروسه ورته وايم. دا پروسه د افغانانو د غوښتنې پر اساس وه. ما ډېر کوښښ وکړم چې سوله رامينځته شي.

ناصر احمدي :

ولې دغه پروسه بريالۍ نه شوه؟

بينن سيوان :

ځواب درکوم په نهايت کې ان هغه کسانو چې  ويل يې ((بلې/هو)) ورسره موافق دي – دا پروسه يې سبوتاژ کړه. مجاهدينو ونه شو کړلی چې توافق ته ورسيږي. سربېره پر دې چې له مجاهدينو جوړ د يو مؤقتي حکومت تشکيل منل شوی وو.

کرزي وويل چې د مجاهدينو د ډلو له ګډون سره څنګه ياست؟

ما وويل مشکل نشته. البته د ډاکټر نجيب تر استعفاء دوه مياشتې وروسته هغوی بيا يو خپل پلان سره لره. هغه برنامه چې پر اساس به يې دوه مياشتې مجددي جمهور رئيس وي او بيا وروسته رباني او نور.

وروسته بيا داخلي جګړې پيل شوې او د يو بل په مقابل کې وجنګېدل. بيا مې د قوماندان مسعود پر لور پرواز وکړ. هغه وويل چې د سوله ييز حل لارې غوښتونکی دی. بيا وروسته د دوستم ليدو ته ورغلم. او ورته مې وويل چې زما د وژنې په موخه د سلاح په رانيولو پيسې مه مصرفوه. دی هغه څوک وو چې طياره يې درولې وه. ورته مې وويل چې ((زه نه وېرېږم. زه خپله افغان يم.))

په هغه لوی سالون کې چې موږ ناست وو، هلته دوه مرغې ګرځېدلې. ورته مې وويل چې دغه مرغان تاجکان، ازبکان او پښتانه نه دي، بلکې افغان مرغان دي. ورته مې وويل چې ولې ګډ عمل (کار) نه کوئ؟ پرته له دې سوله نه راځي. په اخر کې ټول زيان وينئ.

ناصر احمدي :

ښاغلی سيوان، مخکې له دې چې د اوسني وضعيت په اړه وغږيږو په وروستي ځل مو له ډاکټر نجيب سره څه مهال ملاقات درلود؟

بينن سيوان :

له افغانستانه تر وتلو د مخه په اګست مياشت کې، هغه يو له هغو ګوتو په شمار افغان مشرانو څخه وو چې افغانستان يې ډېر ښه پېژنده. د خلکو احساس يې درکاوه او پوهېده چې د سولې لپاره د ټولو په ګډون يو متحد دولت ته اړتيا ده. هغه قربانۍ ته چمتو وو او ګوښه کېدو ته اماده وو.

ناصر احمدي :

ايا باور لرئ چې ملګري ملتونه دې په اوسني وضعيت کې يعنې د سولې په اوسنيو خبرو کې د مينځګړيتوب رول ولوبولی شو؟

بينن سيوان :

مرسته ورسره کولی شي، خو ترڅو چې د افغانستان خلک يو توافق ته د رسېدلو لپاره چمتو نه شي سوله نه رامينځته کيږي. راځئ چې واقعبينه اوسو، لويديځ هېوادونه امريکا او ناټو له افغانستان د وتلو په حال کې دي. د غني حکومت يوازې پرېښوول کيږي. جنګسالاران په دې هڅه کې دي چې خپل مذاکرات او خپلې توافقنامې ولري. بل لوري ته طالبان د بري ترلاسه کولو ادعا لري. هغوی هېڅ ډول جوړ جاړي ته اماده نه دي. په حاضر وخت کې زه هېڅ داسې څه نه وينم، ځکه هغوی په دې باور دي چې جګړه يې ګټلې ده او امريکا د وتلو په حال کې ده. د سولې کومه برنامه او نقشه نشته او هغوی وخت نه لري چې انتظار وباسي.

ناصر احمدي :

خو د سولې په برخه کې هڅې شوي دي. متحده ايالاتو له طالبانو سره هوکړه کړې ده. د سولې بين الافغاني خبرې پيل شوي دي او هڅې روانې دي چې طالبان د استانبول په کنفرانس کې ګډون وکړي.

بينن سيوان :

هغوی نه غواړي چې استانبول ته ولاړ شي. هغوی احساس کوي چې جګړه يې ګټلې ده او ځان قوي احساسوي. زه هيله لرم چې دا کنفرانس جوړ شي، خو شک لرم. همداسې د پاکستان مسأله هم ده. غواړم د پاکستان په هکله د يو بل شي يادونه وکړم. د پاکستان د هغه وخت ولسمشر غلام اسحاق خان راته وويل چې موږ خپل هېواد ته څېرمه د يو سوله ييز اسلامي جمهوريت غوښتونکي يو. ما ورته وويل : ښاغليّه رئيس جمهوره په کومه لاره چې روان ياست هغه د يوې اسلامي هديرې لاره ده او هديره سرحدونه په رسميت نه پېژني.

ناصر احمدي :

ايا فکر کوئ چې اشرف غني هم په دغسې يو موقعيت کې دی لکه ډاکټر نجيب چې وو؟

بينن سيوان :

زه وېره لرم، خو هيله لرم چې داسې ونه شي. هغه به له خپلو ډېرو ملاتړو او همکارانو له خوا (لورې) يوازې پرېښودل شي. هغوی د نويو ائتلافونو د جوړولو په حال کې دي. ځکه چې خپلې ګټې تعقيبوي او دافغانستان د خلکو له منافعو سره لېوالتيا نه لري. اټکل کوم چې د داسې وضعيت شاهدان به يو. له بده مرغه په نزدې راتلونکې کې به جګړې ډېرې شي. ډېری خلک به ووژل شي او د افغانستان خلک به يې قرباني شي. که چېرې طالبان قدرت ونيسي، نو پاکستاني طالبان به لا پسې قوي شي او پاکستان ته به په يو سرخوږي واوړي. هغوی کېدای شي پاکستان هم ضعيف کړي.

ناصر احمدي :

د امريکا متحده ايالاتو، ناټو او المان ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره به خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي. په دې صورت کې فکر نه کوئ چې شرايط د ډاکټر نجيب الله له وخت سره توپير لري؟

بينن سيوان :

خلکو ته د يوې اعلاميې جاري کول يو څه دي، خو څه چې په عمل کې پېښيږي بل څه وي. هغوی د ځواکونو د وتلو په اړه خبرې کوي، خو د خپلو قراردادي نظامي ځواکونو په اړه څه نه وايي. د هغوی شمېر تر نظاميانو ډېر دی. همدا شان دا پوښتنه هم مطرح ده چې د هغو سرتېرو چې يوازې پرېښوول کيږي روحيه به څنګه وي؟

ناصر احمدي :

ايا د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا د متحده ايالاتو د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هڅې به مثبتې پايلې ولري؟

بينن سيوان :

زه نه پوهېږم شايد خليلزاد له هغه وخت راهيسې پېژنم چې په افغانستان کې وو. هغه خپلې هڅې کوي، خو البته دا هڅه هم کوي چې د امريکا منافع تأمين شي. داسې تمه ترې کيږي.

پوښتنه دا ده چې ايا د افغانانو ګټې د امريکا له ګټو سره مطابقت لري؟ زه نه پوهېږم هغوی د بريا اعلان کړی او له افغانستانه وځي هماغه شان چې په ويتنام کې يې د بريا اعلان وکړ او ترې ووتل.

څرنګه چې پوهېږئ هغه وخت چې پخواني شوروي اتحاد چې په افغانستان کې وو د امريکا يو هدف دا وو چې تر فشار لاندې يې راولي. يعنې هغه څه چې شوروي په ويتنام کې د هغوی په مقابل کې کړي وو.

ناصر احمدي :

افغانان بايد له تېر څخه د اوسني وضعيت لپاره څه درس واخلي؟

بينن سيوان :

لومړی بايد خارجيان (بهرنيان) د افغانستان له تراژېدۍ څخه دا زده کړي چې په افغانستان کې د هغوی د قدرت د سيستم د عملي کولو هېڅ لاره نشته. هېڅوک پر افغانستان د تېري او هلته د پاتې کېدو نه دي توانېدلي او هلته په پاتې کېدو نه دي توانېدلي. افغانستان ډېر اوږد تاريخ لري. د افغانستان خلک ازاد دي او پر خپل هېواد وياړي.

هغوی بايد خپلې نيابتي جګړې ودروي او زده کړي چې سوله ييز افغانستان د ټولو په ګټه دی. د حل لاره يې بايد افغاني وي او په بل صورت کې موفقيت په لاس نه راوړل کيږي.

ناصر احمدي :

مننه ښاغلی سيوان، مننه چې موږ ته مو د خبرو وخت راکړ.

په درنښت

سيد حسين پاچا

[له يوټيوب څخه]

ډاکټر نجيب الله چا له هوايي ډګره راګرځولی وو؟

https://www.youtube.com/watch?v=bKJ6uurD9sg&t=1048s

څلويښت کاله مخکې خان عبدالولي خان بابا څه وايي پښتنو ته

https://www.facebook.com/watch/?v=623001981788388

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.