اغلې لایبه یوسفزۍ د دعوت سره په مرکه کې

1,342

اغلې لایبه یوسفزۍ د دعوت سره په مرکه کې:

اصل کې امریکا – برېتانیا او نور هېوادونه په دې افغان سیمه کې خپلې موخې لري

مرکه کوونکی: محمدطارق بزګر

یادونه: دا مرکه د دعوت مجلې په ۲۴۶ ګڼه کې خپره شوې چې اوس د دعوت مېډیا ۲۴ لوستونکو او  مینه والو ته وړاندې کیږي.

پوښتنه: که دا راته ووایاست چې لایبه یوسفزۍ څوک ده؟

لایبه یوسفزۍ: زه د پښتونخوا رسالپور کیڼت کی پیدا شوی یم په بنسټیزه توګه د صوابۍ سره تعلق لرم او هم هلته له لوړو تعلیمی ادارو نه می تر BA  زده کړې کړي دي. ورپسې مې د پېښور پوهنتون ژونالیزم کې ماستري کړې ده.

لومړی ځل ې د اولنی خیبر نیوز د بنسټګرې په توګه ورسره یو ځای شوم او د لومړنۍ ډایریکټرې، پروډیسر سکرپټ لیکواله او د بیلابیلو پروګرامونو ویانده (نطاقه) په توګه مې کار کړی او په څنګ کې مې ایم ای انګلیسی، بی ایډ، او د بشری حقونو په برخه کی هم ډګریانې تر لاسه کړی دي.

 ورپسې می راډیو فری یورپ مشال سره له اسلام اباد څخه د سینر ژورنالیستې په توګه کار کړی کار کړی . بیا مې بی بی سی اردو سیلاب پروژې د مشری په توګه له اسلام اباد څخه کار وکړ. بیا په نادره اسلام اباد او پختونخوا کې د ډپټی ډاریکټرې په توګه کار وکړ او ورسره بی بی سی پښتو چینل کی  هم د خبریالې په توګه تر ۲۰۱۷ پورې ګار وکړ. بیا مې له امریکا غږ اشنا رادیو سره کار وکړ. د پښتو، اردو  او انګلیسی رسنیو سره په افغانستان او پاکستان  انلاین ویبپاڼو سره په بی شمیره او بیلابیلو موضوعاتو لیکنی کړی دي. دی سره د پاکستان نیشنل میډیا لکه راډیو پاکستان، پی ټی وی، پی ټی ورلډ کې د ویاندې په توګه  اردو پښتو نیوز او ښځینه پروګرامونه مخته وړي دي. 

2009 نه په سوشل میډیا د مظلوم پاکستانیانو ، زنانه ، ماشومانو او په ځانګړی توګه لروبر افغانانو ته می مبارزه تر نن وخت کوم د پی ټی ایم مرکزی کمیټی غړی او واک تحریک بنسټګره یم. او سوشل سیکټر کی می ورسره په ریسرچ،  هم کارونه کړی دی

پوښتنه: تاسو په څو برخو کې کار کوئ لکه د ښځو حقونه، د ماشومانو حقونه، د پښتنو د حقونو، پی ټي ایم، او رسنیزو کارونو کې بوخت یاست، اوس څه کوئ او ډیر مصروفیت مو په څه وی.؟

لایبه یوسفزۍ: نن وخت  خبري اداره کې لیکنی، مرکز (انټرویوز) او مستند (ډاکومنټریز)، راپورونه کوم. د پښتون غورځنک د کمیټی غړی په توګه او ښځینه تحریک واک له هلی ځلی کوم.

پوښتنه: ولې مو خپل وروستۍ دنده (وظیفه) له لاسه ورکړه علت یې څه وو؟

 لایبه یوسفزۍ: اکثر کارونه می کال دوه  دری څلور نه زیات ونه کړای شو . علت یی د پاکستان اسټیبلشمنټ دی چی مونږ رقم خلکو باندې چې د خپل قام غږ اوچتوي او ورته کار کوي ورباندې جوخت نظر ساتی،  خنډونه جوړوی او وظیفو نه مو په جلا جلا طریقی لری کړی یم . آخری وظیفه اشنا غږ نه د خړ کمر پیښه باندی زما سخت تقریر چی احتجاج کی می کړی وی . راپسی لوی فایل د تورونو تیار کړو د وظیفی نه په وباسلم.

پوښتنه: تاسو په غونډو، جلسو او هم د ټولنیزو رسنیو د لارې د پښتنو د حقونو له پاره مبارزه کوئ او داسې ښکاري چې د هېچا پروا نه کوئ او نه مو له چا ویره وي ستاسو د دې زړورتیا علت څه دی؟

 لایبه یوسفزۍ: زړورتیا علت د فطرت نه مجبوره یم حساسه یم مظلوم انسانانو او بیا د خپلو محکومو افغانانو په هکله بی حده حساسه یم. زما پلار زما تربیت ډیر زړه وړ کړی دی هغه به ویل هلک او جینۍ کې هیڅ فرق نشته باید یوه تعلیم یافته جینۍ زیاته بهادره او مضبوطه وی او مثال به یې راوړ چی پخوا جنګونو کی ایسپزو (یوسفزو) ښځو خپل د شهیدانو پلرونو او ورونو ته قبرونه پخپله جوړ کړی دي. ډارن خلک نه نر او نه ښځې خوښوي. مونږ ته یې زمونږ د نارینه اولاد نه زیات توجه او مینه راکړی ده. ما کله خپل کورنی کی دا محسوس کړی نه ده چی ایا جینۍ هلک سره فرق وی دا زموږ د پلار، مور هاغه لوړ تربیت وجه ده. زه پیدایشي هم زړه وړه ووم .

پوښتنه: په پښتونخوا او بلوچستان کې چې اکثریت اوسېدونکی یې پښتانه دی خو ستونزه دا ده چې په خپلو منابعو او حتې له خپلې ژبې بې برخې او بېواکه دی علت یې څه دی؟

لایبه یوسفزۍ: دا وطن پېرنګیانو د خپلو هدفونو له پاره په اسیا کی په  چل ول او زور جوړ کړی دی دلته یی څو قامونه غلامان او محکوم ساتلی دی چې په هغې کې پښتانه هم شامل دي دلته د افغانستان د وهلو او پښتانه د خپل تاريخ،  کلتور، ژبی، اتلانو او جغرافيې نه بی خبره ساتلو، تر څو پښتانه په خپلو کی یو نشي. د د دې له پاره له میډیا، د ښوونځیو د نصاب د لارې، او پنجابی فوج د خپل مسلسل پروپګنډو د افغان ولس د دین اسلام په نوم ټکولی دی تر څو یې له خپل شناخت افغانیت نه لری کړی. او د خپلو وسایلو، جغرافيې، تاريخ، کلتور،  اتلانو او ژبې د ارزښت نه یې بی خبره او لرې ساتي.

پوښتنه: څه باید وشي چې پښتانه له خپلو برحقه حقونو څخه برخمن شي؟

لایبه یوسفزۍ:  لر او بر پښتنو د یووالی پرته بله لار نشته که موږ بهرینو قوتونو ته ګورو که موږ ته به څه وکړي هغوئ ته زموږ ژوند هیڅ ارزښت نه لري او د نورو پرته اسلامي نړۍ هم زموږ په کیسه کې نه ده. د پښتنو تحریکونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ سره به ودریږو. د هرې ناجایز او ناجایزو په وړاندې به احتجاجونه به کوو، پاڅونونه به کوو. نړیوالو ته به د خبرو بلنه ورکوو د خپل افغانیت او ژوند قام احساس به ورکوو چې موږ امن او د خپل وطن واک غواړو او پاکو افغانانو فکري مرکز به جوړوو. خپلو ځوانانو ته به د تعلیم لارې چارې برابروو، اروپا او نورې نړۍ ته یې په دې شرط لیږو چې بیرته به خپل وطن ته د خدمت له پاره راځي. 

پوښتنه: د پښتنو د جرګو او د وروستۍ جرګې په اړه ستاسو نظر څه دی او څه د دې سبب شول چې دغه جرګه چې ډیر پښتانه پکې راغونډ شوي وو جوړه شوه تاسو دغه جرګه بریالۍ ګڼئ او که باید نور کار هم په دې هکله وشي؟

لایبه یوسفزۍ:  ما کلونه کلونه د لروبر پښتنو سیاسي مشرانو، ټولنیز مشرانو د جرګو غږ کاوه خو کله چې سردار عارف شهید شو په هغه ورځ ما یوه لیکنه د ټولنیزو رسنیو د لارې وکړه  د جرګو غږ زه له کلونو کلونو کوم دغه مې ولیکل چې لویه جرګه شئ، کلی په کلی جرګه شئ او بیا لراوبر جرګه شئ چې کله یو شئ بیا ملګرو ملتونو ته جرګه ولیږئ.

د دغو جرګو تسلسل د لروبر پښتنو / افغانانو له پاره ډیر ښه دی چې د خپل وطن او قام جغرافیه، تاریخ،کلتور، ژبه او جنګونه چې دلته خلکو راوړي دی د ټولو په وړاند باید مو یو موټی شو نو د ټولو ستونزې به حل شي چې دا کار په یو تن او یوه جرګه نه کیږي ځکه د افغان په وطن دا جنګونه له ۴۵  کلونو روان دي نو ځکه د ستونزو حل به وخت نیسي.

پوښتنه: ولې په پښتنو کې مذهبی افراطیت او ترهګری ډیره ده او د دې مذهبي افراطیت ډیری قربانیان هم همدا پښتانه دی، ستاسو په نظر د دې علت څه دی؟

لایبه یوسفزۍ:  پښتانه له اوله مذهبي خلک دي، دې سیمې ته د تاریخ په اوږدو کې چې کوم مذهب راغلی افغان قام په پراخه سینه قبول کړی دی، خو مذهبي افراطیت په کې کله هم نه وو، خو له کومه وخته چې پېرنګیاندې سیمې ته راغلی نو په ډیره هوښیارتیا او چالاکۍ یې د یوې منصوبې له مخې د افغانانو په منځ کې په مذهبي افراطیت کار کړی دی او د انګریز له وتلو وروسته یې خپل کار دلته په سیمه کې د تور پنجابي په لاس جاری ساتلی دی او په منظم ډول د پښتنو په مذهبي افراطیت منظم او پرله پسې کار شوی دی. د اصل اسلام په ځای، خپلو اهدافو ته د رسېدو له پاره بدلون راوستلی دی او دغه دین چې دوی جوړ کړی او د دغې لارې پنجابیانو او پیرنګیانو نن په افغانانو کې مذهبي دهشتګردي او افراطیت زیات کړی دی.

دوهم علت یې دا دی چې افغانان د دنیا او دین دواړو علم او پوهه نه لري له همدې امله نور قامونه د دوئ  ماغزه د خپلو هدفونو له پاره د مذهب د لارې کاروي.

پوښتنه: تیر کال په افغانستان کې جمهوری نظام ړنګ او طالبان بیا واک ته ورسېدل او که واک ته ورسول شول؟ ستاسو په نظر څه وشو چې په افغانستان کې جمهوریت سقوط او طالبان واکمن شول؟

لایبه یوسفزۍ: لومړنی علت یې خپله دننه جمهوریت کې وو چې خپله اردو او دفاعي نظام یط هغه ډول غښتلی او مضبوط نه کرای شو کوم ډول چې په کار وو او همدا شان په اقتصادي لحاظ مضبوط نه وو. طالیبانو سره امریکایی، پنجابي او نور لکه عربي قطر مرسته کوله. نو د افغانستان دننی چارو جوړول داسې اسان هم نه وو. بل دا چې جمهوري دولت کې دننه د خایننانو کمی نه وو. ځکه دغه قوتونو افغانان جمهوري ډله او طالیبان کله هم خپلو کې کینولو ته جوګه نشول یا پرېنښودل شول. اوس یې وخت دی چې دا دریمګړی دا له مینځه ټول وویستل شي او خپلو کې جرګه شي، مرکه شي د یو بل واوري څه ومني او څه پر بل ومني.

پوښتنه: ستاسو نظر د طالبانو په باره کې څه دی؟

لایبه یوسفزۍ: طالبان نه له اسمانه راغلی او نه فضایی مخلوق دی  همدغه د افغانستان بچي دي. کله کله په یو کور کې څه کسان د بهر دښمن په لاس ورشي او اصل لار یې بېلارې کړي. دا ۴۵ کلنو جنګونو نه وروسته افغانستان او افغان ولس د بدامنۍ او نورو جنګونو حوصله او توان نه نه لري. طالیبانو کې داسې خلک هم شته چې غواړي خپل جمهوري او نورو افغانانو سره کښیني، خپلو کې خبرې اترې وکړي او د امن او تلپاتې سولې لار پیدا کړي. او ځینې کارونه بیا د بربادۍ پرته بل څه نه لکه  د جینکو پر وړاندې د ښوونځيو درواوزې تړل.

بعضې قوانین چې نن د ۲۱مې پېړۍ کې د منلو وړ نه دي باید داسې شرعی قوانینو باندې د پوهان او علما اجتهاد وکړي ځکه اسلام کې پیغمبر علیه السلام داسې وخت د اجتهاد اجازه ورکړې ده.

پوښتنه: طالبانو په افغانستان کې د انجونو ښوونځي تړلی او تر ډیره یې ورله د کار مخه نیولې ده تاسو د یوې پښتنې او د ښځو د حقوقونو د یوې مبارزې په ټوګه په دې اړه څه وایاست؟

لایبه یوسفزۍ:  د ښځو د علم او کار دروازې تړل افغان ولس او افغان وطن سره لویه ناځواني ده. ځکه د کوم هېواد چې ښځینه قشر له سواده پاتې شي  هغه هېواد د ډبرو زمانې ته رسي او د پرمختګ لارې یې د تل له پاره بندې شي. ښځې او نارینه دواړه د یوه هېواد د پرمختګ د ګاډی دوه ټیرونه دي، دا داسې شوه دا داسې شوه لکه یو ټیر چې پنچر شي نو د موټر تګ ګران شو او منزل ته رسېدی نه شي.

پوښتنه: که وضع همداسې دوام وکړی او په افغانستان کې د تعلیم او د جنکیو او د ښځو د پرمختګ، تعلیم او کار مخه ونیول شي د دې کار تاثیر به د افغانستان او د پښتنو په راتلونکې څه وي؟

لایبه یوسفزۍ: ۲۱مه پیړۍ ښځو ته خپل ځانګړی اقتصاد خورا مهم دی بیا داسې هېواد چې چې ۴۵ کاله پکې جګړه شوې وي  هلته به څومره کونډې رنډې او بېوسه ښځې شتون ولري که دا ښځې کار ونه کړي نو د دغو ښځو ژوند به څنګه وي؟

کارکوونکې ښځې د هېواد او کورني پرمختګ دواړو کې مهم رول لوبوي، د افغان میرمنو په وړاندې د علم او کار دروازې تړل دا ډیر لوی ظلم دی. که چیرې طالبانو خپلې دې فیصلې ته دوام ورکړ نو انساني تاریخ او په ځانګړي توګه افغان تاریخ ته به همېش له پاره مختورن پاتې شي.

پوښتنه: یو هېواد کې چې د علم او پرمختګ دروازې تړلې وي د دغه هېواد راتلونکې به ستاسو په نظر څنګه وي؟

لایبه یوسفزۍ:  دا بې شمېره ستونزې په هېواد دننه نظام کورنی او هېواد کورني نظام کې پیدا کوي. افغانستان د پرله پسې جنګونو د لاسه داسې برباد شو او دې کار سره د ډبرو وخت ته هېواد او افغان ولس ورسوي، پرمختګ خو لویه خبره ده. د نړۍ سره به هیڅکله سیال نه شي خدای مه کړه.

پوښتنه: یو زیات شمېر افغانان په دې نظر دی چې نظام او د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنې په دوحه کې د امریکا او طالبانو خبرو او موافقې له منځه یوړې، افغان حکومت امریکا څنډې ته کړ او په پایله کې یې نظام طالبانو ته د یوې موافقې له لارې وسپاره تاسو تر کومه د دې نظر سره موافق یاست؟

لایبه یوسفزۍ: اصل کې امریکا – برطانیه او نور هېوادونه دلته په دې افغان سیمه کې خپلې موخې لري. دې سیمه کې بېشمېره قیمتي وسایل شته. دې وسایلو ته لوی قوتونه او د سیمې ګرچاپیر هېوادونه هم غله دي. دوهمه مهمه خبره د افغان جغرافیا اسیا کې د تجارت له پاره دا نور هېوادونه په خانګړي توګه د اسیا هېوادونه لا مهم دي. دلته دا نړۍ دوه غټ قوتونه چین او روس هم پراته دي چین د اقتصاد له امله ډیر مخکې دی. او افغان سیمه کې تجارت هڅې هم کوي افغانستان او پښتونخوا د اسیا د تجارت  له پاره یوه تجارتي لاره ده. دا ځکه امریکا او اروپا دا دواړه قوتونه د نړۍ اول لمبر قوت جوړولو لار نیولو، د افغانستان او پښتونخوا خاوره باندې بل پراکسي جنګ ته تیار دی او افغان  اولس دا دی جنګ یو ځل بیا خاشاک جوړول غواړي، ځکه افغانستان او دې محکومه خاوره پښتونخوا کې دا رژیم بدلون او جنګي لوبې ټولې د امریکا او اروپا دی او دې کې هیڅ شک نشته.

پوښتنه: د طالبانو د بیا راتلو سره په لکونو تعلیمیافته ځوانان له افغانستان څه ووتل او لا هم وځي او په تېښته دی ستاسو په نظر د یو هېواد څخه د تعلیم کړو خلکو وتلو تاثیر به د افغانستان په راتلونکې څه وي؟

لایبه یوسفزۍ:  لوستي ځوانان د یو هېواد د پرمختګ ستر قوت وي . له افغانستان څخه د لوستي ځوانانو تیښته به د افغانستان په لوی زیان تمامه شي؛ ځکه چې د وطن د پرمختګ او ساتنې ذمه واري هم دغو ځوانان پورې اړوندیږي؛ نو که چېرې دوی لاړ شي وطن خو بیرته ورانېږي.

هر هېواد لوستي کسانو ته اړتیا لري، چې د ژوند په هر برخه کې لکه: انجینیران، ډاکټران، د ښوونځي او پوهنتون استادان، تخنیکي ماهرین، ای تي ماهرین، د برېښنا او نور بیلابیلو برخو کې د ځانګړي روزنو سره کار وکړي. هر هېواد بیلابیلې شعبې لري او هره برخه ځانته مسلکي کسانو ته اړتیا لري. افغانستان جګړه ځپلی هېواد دی چې جغرافیي ساحې ته په کتو ګاونډ هېوادونه یې د اټومي وسایلو لرونکی هېوادونه دي. افغانستان کې نه یوازې خپل مسلکي وګړو ته اړتیا ده؛ بلکې باید  له نورو هېوادنو هم ورته مسلکي کسان وغوښتل شي.  طالبانو کې هم لوستي او مسلکي کسان شته؛ خو ژوند سمبالونکي او د هر نظام ماهرین به نه وي. دا نشته والی به افغانستان له بربادۍ سره مخ کي. طالبان باید مسلکي او وړ کسان د هېواد د نظام پرمختګ لپاره وګوماري؛ که داسې ونه شي لږه موده کې به حکومت له سترو ستونزو سره مخ شي.

پوښتنه: ایا د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې جګړه د حل لار ده او که سوله ایزه مبارزه؟

لایبه یوسفزۍ: جګړه  هېڅکله د یوې ستونزې حل لار نشي کېدای تاریخ د دې خبری ګواه پاتی دی، چې که هر څومره اوږدې جګړې هم شوي دي پای کې دغه مخالف قوتونه خبرو ته ناست دي یا دواړه لوری سختو تاوانونو سره مخ شوي دي. طالبانو ته هم سوله ییزه مبارزه ستره او اخري حللاره ده. د افغانستان لوستي، کادرونه او پوهان به دغه مبارزه تر پایه کوي او طالبان باید دې ته اړ کړي چې خبرو اترو ته ورسره کیني.

پوښتنه: ایا  د افغانستان په شان یو هېواد ټولو ضرورتونو او غوښتنو ته به د مدرسې طالبان، ملایان، او نیمچه ملایان چې په اصل کې یوه جنګي ډله ده ځواب وویلی شي؟ په داسې حال کې چې دوئ په خپل یو کلن حاکمیت کې ونه شو کړای یوازې یو بانکي سیستم بیرته فعال کړي د هېواد نورې چارې به څنګه تر سره کړي؟ په داسې حال کې چې افغانستان د اتومي ځواک درلودونکی،  حریصو او بېرحمو او قوي ګاونډیانو په منځ کې پروت هېواد دی.

لایبه یوسفزۍ: طالبان حکومت په دیوالونو نه بلکې د افغانستان پر ولس یې کوي. که ژر تر ژره په خدمت او مینه د ولس زړه لاسته را نه وړي او که د نړیوالو حکومتونو تر منځ مشروعیت تر لاسه نه کړي، دا به د طالبانو ستره ناکامي او دا حکومت به ډېر دوام ونه کړي. پایله به یې یوازې پښېماني وي.

پوښتنه: یو هېواد کې چې د علم او پرمختګ دروازې تړلې وي د دغه هېواد راتلونکې به ستاسو په نظر څنګه وي؟

لایبه یوسفزۍ: یو هېواد کې چې علم او پرمختګ دروازې وتړلې شي، داسې هیواد به هیڅ پرمختګ ونه لري، یوازې تباهۍ سره به مخ شي. او که خدای مه کړه که د له منځه تلو خطر سره مخ شي بیا به هر څوک خپلې ګټې لټوي؛ ځکه د یو بېسواد هېواد پایله به تباهي وي.

 اود افغانستان ګاونډي هیوادونو سره سره امریکا، یورپ او عربی ملکونو هم لوی دښمنان دي؛ خو طالبان یوازې پر دین او مذهب ټینګار کوي، مسلماني وایي او اسلامي هېوادونه لا دوی ته ارزښت هم نه ورکوي. هېوادونه پرمختګ، سیالۍ، اردو، منظم اقتصاد او نظام ته اړتیا لري، چې راتلونکي کې څوک د جګړې او نا امنۍ راوړلو ځواک ونه لري. وسایل یې څوک لوټ نه کړي، تجاراتي لویې لارې ته یې تګ راتګ او ګټه اخیستو جرات ونه کړي.

پوښتنه: تاسو د افغانستان له داخله له خپلو اړیکو له لارې څه اورئ خلک څه وایي او څه غواړي؟ ایا تاسو کله له طالبانو سره خبرې کړي دی؟

 لایبه یوسفزۍ:  د افغانستان ولس د نجونو پر مخ لومړۍ د ښوونځي او پوهنتونو دروازې د تل لپاره خلاصول غواړي. دویم د افغانو میرمنو د کار او پرمختګ اجازه ورکول غواړي. د طالبي چارواکي سخت چلند د افغان ولس د کرکې لامل شوی، دا وګړي خپل ځان محفوظ نه ګڼي او ترې یریږي. بل افغان ولس غواړي طالبان او جمهوري غوښتونکي ډلې دې په خپلو کې پرته له کومې جګړې جرګه شي. نجونې دې زده کړو ته پرېښودل شي او دا ستونزې دې حلې شي. طالبان چې له ما سره خبرې کړي  او مشورې یې غوښتي همدا ویلي چې څه ستونزې حلې شوي او ځینې باندې لا هم کار روان دی. جرګې ته هم تیار دي او د افغانانو یو کېدل غواړي. خپګانونه دې له منځه لاړ شي، د میډیا له لارې دې د خینې طالبانو په هکله تبلیغات بند شي او په دې لړۍ کې دې د طالبانو او ولس تر منځ لری والی او کرکه ختمه شي.

پوښتنه: په ځانګړي ډول مو بهر میشتو افغانانو ته مو پیغام څه دی؟

لایبه یوسفزۍ:  بھر میشت افغانان دې اول خپلو کې متحد شي، مرکې وکړي او خپلې ډلې دې جوړې کړي. طالبانو سره دې د  ناستې خبرو اترو مسلسل هڅې وکړي، چې دغه هڅې کامیابې شي؛ نو طالبانو سره دې ناستې وکړي، په ارامي دې یو بل واوري. ځکه مشران وایي: درېیم ګړی تل کور ورانوي. نور هېوادونه خپل منځ کې مه راولئ هغوی ستاسو تباهي او بې اتفاقي ته اړتیا لري. یووالی، صلح، امن پرمختګ نه.  نو طالبانو سره ناستې وکړئ څه یې ومنئ او څه پرې  خپلې ومنئ.  هر څومره تیروتنې چې د دواړو اړخونو نه شوی وي خو ټول افغانان یئ. کېدای شي تاسو ډېره پوهه ولرئ؛ نو خپل زیاتې پوهې له مخې زیات قناعت ورکئ خو خپلو کې  نور متحد شي. د هیواد د آبادۍ هیلې به هله جوړېږي، چې تاسې خپل منځ کې یو او درېیم ګړی ستاسو تر منځ نه وي.

پوښتنه: په پېښور، بلوچستان، سنده او پنجاب کې افغانان په دې وروستیو کې ډیر ځورولو کیږي، سپکیږي او ډیر بد برخورد ورسره کیږي چې حتې ښځې او ماشومانو زندانونه ته اچول کیږي او ټولې پیسې سره او سپین ترې پاکستاني پولیس او نور امنیتی کسان اخلي د دې علت څه دی؟

لایبه یوسفزۍ:  یو علت چې اوس بیا د طالبانو حکومت بدناموي دا دی، چې خپل ولس ته هېڅ نشي کولی. ولس یې نورو هېوادونو کې بېعزته او ځورول کیږي؛ خو دوی پوښتنه نه  کوي. په دې وطن کې ولس او چارواکي یو بل سره په جنګ دي او دا د طالبانو حکومت کمزوری کوي. دویم جمهوري ډلې خپل شل کلن واک کې یو دوه لوی روغتونونه جوړ نه کړل. بل د لروبر تر منځ داسې مضبوط ولسي نظام جوړ نه شو، چی د بر اولس یا وګړي دلته راتګ سره د لر افغانان سره اړیکه وساتي او دوی یې بیا علاج ته ورسره ذمه وار کسان وټاکی نه طالب چارواکي.  داسې لروبراولسي تړون جوړ نه کړ. نه یې هم پاکستان، ایران او ترکی حکومتونو سره په دی لړ کې څه نظام یا خبرې ونه کړې.

پوښتنه: تاسو د یوې زړورې پښتنې ژورنالستې په توګه دا راته ویلی شئ چې د میديا په ډګر پښتانه د کومو ستونزو سره مخامخ دی او د خپلې غښتلې مېډیا له پاره باید څه وکړي؟

لایبه یوسفزۍ:  پښتنو افغانانو لروبر کی ډیر بی شمیره مالدار وګړی شته چی هر رقم غټ کاروبارونه لری خو بد مرغه د خپل افغان قام دی تاریخی بدامنی یرغل او ستونزو ته هس فکر نه لری میدیا نن 21پیړی بهترینه کاروبار هم دی او دا خپل قام هیواد لوی خدمت هم دی داسی خلق به تاریخ د خپل اولس هیواد اتلان ګرځوی . 21پیړی د میډیا دور دی او هر هیواد خپل قامونو د جنګونو لاری د میډیا دا پروپګنډی د لاری تړی خپل بشری حقونه نړیوال اداروں نه غواړی خپل واکی او پرمختک میډیا لاری غواړی . خپل اولس ذهنونو کی خه تغیر هم د میډیا د لاری راولی . او دغه رقم پرمختګ کوی خپل اولس ته علمی او جوړ فکر دا میډیا دا لاری ورکوی . خو دا بده مرغه د افغان او ځانګری توګه د پښتنو داسی هس نامتو الیکترونک او پرنټ میډیا سه نیشته . چی افغانان تل په یرغلونه د هر هیواد نه شوی هر قام نه شوی تباهی سره مخ شوی تر نن وخته پوری او د لا وجی علم نه لری پاتی دی چی تل جنګونو کی ښکیل پاتی او لکه چرګانو زیات وژلی شوی بشری حقونه هر چا خپلو خپو لاندی کړی دی تر نن وخت . خو داسی خپله تکړه رسینی یا میډیا نه لری چی نړیوالو ته خپل د ستونزی او د ظلمونه په ګوته کی . نه یی داسی هسی کړی دی . نه ورسره چا مرسته کړی دا . د نړی هر هیواد چی جنګ پری راغلی او تباهی سره مخ شوی دی هر هیواد میډیا ورله کوریج خه ورکړی دی حالانکی هاغی هاغه رقم نسل کشی او تباهی سره مخ شوی نه دی کم سره چی لروبر افغان مخ دی . عن تر دی چی نړیوال وال بله هیوادونه او قامونه د افغانستان او افغان اولس ددتباهی یا شناخت نه هم خبر نه دی . دا وخت ضرورت دی چی دا لروبر افغان شتمن کاروباری خلق خپل مضبوطه میډیا اولری هم پرنټ او هم الیکټرونک چی هیواد والو فکر بدل کړي، د پرمختګ لارې ورته په ګوته کړي، نړیوال د خپل فکري او نسل وژنې نه خبر کړي ، خپل ستر تاریخ ، د ګلونو په څېر هېواد او ورسره نښتو ستونزو نه خبر کړي، او نورو هیوادونو سره په دی لړ کی اړیکې ونیسی . خپل هیواد ته د میډیا د لاری د امن، پرمختګ، فکری او علمی تبلیغ وکړي. خپل تاریخ، جغرافیه، کلتور، اتلان، او ژبه نړۍ ته به ښه ډول وړاندی کړي او د نړۍ مینه او پام خپل هیواد او ټول افغان ولس ته راواړوی. دې لړ کې ډیر څه کیدای شي. که ستاسو د رسنیۍ د لاری هر څوک دی کاروبار او خدمت ته ملا تړی د کامیابی سره . مونږ یی ملاتړ کوو او چوپړ کې یې یو.

پوښتنه: پي ټی ایم چې په ډیره میړانه یې د پښتنو د حقونو غږ پورته او په لر او بر وطن کې پښتانه له درانه خوبه راویښ کړل، د پښتنو دښمن یې په ګوته کړ. او تاسو هم د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښه څېره یاست د پي ټي ایم راتلونکې څنګه وینئ؟

لایبه یوسفزۍ: د پښتون ژغورنې غورځنګ لروبر افغان ولس کې ډېره بیداري راوستې، چې څنګه به دښمن په ګوته کوي؛ څنګه به خپل جغرافیه، تاریخ، کلتور، اتلان، ژبه رامخکې کوي او نوی نسل ته به ښیي. خپل بشري حقونه وایلیشن  نړیوال ته په ګوته اوغږ به څنګه پورته کوي. دا احتجاجونه، پاڅونونه، مرکې به کېږي. نو د تحریک راتلونکی ډیر روښانه ده. دې سره به لروبر پښتانه افغانان ژر به یو کېږي او پورته کېږي؛ ځکه د ولس زور د خدای زور وي.  کله چې خدای پاک یو ولس ځواکمن کوي او غلامۍ نه وباسي دغه رقم تحریکونه به پیدا کوي او انساني تحریک دا دی د دې خبرې ګواه دی، چې ډېری هیوادونو کې ولسي تحریکونو سره ولس ویښ شوي، یو شوي، پورته شوي او غلامۍ  نه تر خپلواکۍ سفر یې په بریالتوب تمام شوی دی. ځکه تاریخ وګورئ ډیر هیوادونو کې یو شمېر  قامونه غلامان پاتې شوي دي او دغسی تحریکونو له برکته له غلامۍ خلاص شوي دي.

پوښتنه: د پي ټی ایم تر ټولو لویه ستونزه څه ده؟

 لایبه یوسفزۍ: پښتنو کې لویه ستونزه تر هر تاریخي تحریکونو د ولس خپلمنځي بې اتفاقي او د دښمن د نفاق پروپاګنډ ښکار کېدل دي. یو بل باندې اعتبار کول او یو بل ته شک په نظر نه کتل دي. پي ټي ایم تحریک لا ماشوم دی او دې ستونزو نه تیریږي؛ خو لا جګېږي او پراخېږي،  نعره د پښتنو نه علاوه نور مظلوم قامونه کې هم مښورېږي. وخت سره یې اعتماد په مظلومانو کې په زیاتیدو دی. یوازې د سیاسي مشرانو ودرېدل په مضبوطه توګه پاتې دی. لا نور مخلص افغانانو اړتیا ده ځکه دا د قام د ازادۍ او خپلواکۍ لاره ده.

پوښتنه: د ښاغلی منظور پښتین د مبارزې په اړه که راته ووایاست ستاسو په نظر څنګه شخصیت دی او توپیر یې د نورو پښتنو مشرانو سره څه دی؟

لایبه یوسفزۍ: منظور پښتین په عمر کم؛ خو پوهه ډېره لري. هره خبره دلیلونو سره کوي، چې هر ځای ته تګ کوي او هر قام تا مخامخ کېږي د پښتنو افغانانو مقدمه داسې دلیلونو او مثالونو سره وړاندې کوي چې د سندهي، پنجابي او کشمیري قام وګړي یې هم اوري هم یې مریدان جوړېږي.  منظور زړه ور دی وېره نه لري. استقامت یې زیات، صبر او دلیل سره روان دی . هاغه مشران څه ښه وایي: ورځه خو جوخت ځه.  ډېر جوخت روان دی د عدم تشدد بنسټ او سیاست یې ازاد دی؛ خو لا وخت ورته پکار دی چې نور اعتماد او باور واخلي. د مطالعې او مشاهدې عادت یې ډېر ښه دی .له نورو مشرانو سرہ توپیر دا دی، چې هر څوک اوری او هر چاته بې کچه احترام لري هر تن ځانته نږدې کوي او دا خبره خپل تحریک غړو ته هم کوي چی د چا خلاف مه ځئ او د پښتنو د یووالي هڅې وکړئ.

پوښتنه: د ټولو پښتنو د لر او بر افغانانو د یووالی له پاره ستاسې نسخه څه ده؟

  لایبه یوسفزۍ: د لروبر پښتون د ازادۍ، خپلواکۍ، پرمختګ او امن واحدہ لاره یوالی دی. خپلو کې نفاق ختمول،  پراخه سینه ساتل، ستونزې په خبرو اترو، په جرګو مرکو ختمول دي. لروبر پوهان به یوځای کیني هڅې به کوي. همداسې  ځوانان او پیغلې به هم یوکېږي و حل لاری به ټاکي. یوه طبقه به هم جلا نه پاتې کېږي. هر مزدور، هر هنرمند، هر شعبه خلک به یو بل ته لروبر لاس ورکوي پښتون چې هر کار هر زحمت وباسي پښتون دی افغان دی.  د کار محنت باندی هېڅوک چانه کم نه دی، که هاغه جولا، نایی، نداف او که کلال دی دا ټول کارونه د فخر وړ دی. په کار هېڅوک وړکی یا غټ نه کېږي. محنت کې لویوالی دی خو اتفاق او یو بل ته احترام کول د انسان او افغان په صفت مهم دی

پوښتنه: په عمومي ډول مو ټولو افغانانو ته پیغام څه دی چې هر افغان د خپل لر او بر وطن او خلکو په وړاندې څه مسئولیت لري او په دې حساس او ستونزمن وخت کې باید څه وکړي؟

 لایبه یوسفزۍ:  هر لروبر افغان دا نن وخت کې ستونزو سره مخ دی؛ خو لروبر یو افغان دی. د دوی تاریخ، جغرافیه، کلتور، اتلان، ژبه او نسل یو دی.  باید یو بل ته چې هر کار کوي کوچنی که غټ، کم تعلیمه وي  که پوهان؛ خو ستروالی یې دې کی دی، چې یوبل ته احترام مینه ولري. اتفاق وساتي، خپلو نسلونو ته هم اتفاق، مینه او احترام وښیي. ستونزو کې باید یو بل ته لاسونه ورکړي. دې کار لپاره دې کوچنۍ ټولنې جوړې او پر مخ دې یوسي.

پوښتنه: که لږه شخصي پوښتنه وکړم په څه بوخت یاست او خپلې ورځې په څه لنډوئ؟

لایبه یوسفزۍ: دا وخت خو خپل ښځینه تحریک ” واک ” چی کوفاونډر یمه هلې ځلې کوم چې پښتنې میرمنې سیاسي،  ټولنیز، معاشی، او بشري اسلامی حقونو ته لار  پیدا کړي. خپل تاريخ،  کلتور،  جغرافيه،  اتلان ورته ښیو،  نمانځو، او د موجوده حالاتو په نړیواله کچه د ښځو او په ځانګړي توګه د پښتنو افغانانو لروبر ښځینه ستونزې په ګوته کوو. پرته له دې د پي ټي ایم احتجاجونه او سوشل میډیا لارې مبارزه کوو. کله کله بهرنۍ میډیا ته پښتنو افغانانو ستونزو باندې لیکنې هم کوم.

پوښتنه: د دعوت رسنیز مرکز چې له ۳۴ کلونو راپدیخوا د ناروې له هېواده فرهنګی فعالیت کوي ستاسو په نظر زموږ د کارونو په اړه څه دی؟ او موږ (دعوت رسنیز مرکز) په څه ډول خپل رسنیز خدمتونه په ښه او موثر ډول د هېواد دننه او بهر خپلو هېوادوالو ته کولای شي؟

لایبه یوسفزۍ: دعوت خپل کار ښه په مخلصه او پروفېشنل طریقه کوي. دې سره پښتنو ته خپلې ستونزې خپل مبارزین پوهان هم ښیي. د ولس فکري رغښت او ودې ته کار کوي او دې کار کې هېڅ شک نشته . کولای شي نور پرمختګ هم وکړي، افغانان چې هر هېواد کې  مېشت دي ورسره اړیکه کوي. باید د  هیواد دننه او بهر خلک ورته خدمت او نړېوال سیاست باندې څېړنې وکړي. مننه

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.