ښاغلی سمیع الله صافي د دعوت سره په مرکه کې

مرکه کوونکی: محمد طارق بزګر

984

ښاغلی سمیع الله صافي د دعوت سره په مرکه کې:

افغان ملت دا نه غواړي چې طالب دې لکه وږئ حافظ په ټوله کونډۍ خېټه واچوي!

د سردار له سپین کودتایي جمهوریت نېولې تر روس پرستو، جهاد فروشه ټوپکمارو، غرب زده اقتصادی تالي څټو، ټولو د افغانستان پارلمان هم لکه خپل جنګي غنیمت خپل ترمنځ په فاسد سیاست ویشلی ؤ

د دعوت ارزښت په خپلواکۍ، روښانفکرۍ او ملي دریځ ته په درناوۍ کې دئ.هیله ده نور هم وغوړیږي

 

یادونه: دا مرکه د دعوت مجلې په ۲۴۵ ګڼه کې خپره شوې چې اوس د دعوت مېډیا ۲۴ لوستونکو او  مینه والو ته وړاندې کیږي.

  

پوښتنه – بزګر: د جمهوري نظام د سقوط، د سقوط مسئولیت، د مقاومت/ ټلوالې په نوم له دننه د نظام تخریبوونکی، د دوحې تړون، له افغانستانه د امریکایانو وتل، او د هېواد د راتلونکې په اړه یا د ځپلي افغانستان پېښو ته ستاسو له نظره لنډه کتنه کې که راته دا یوه پوښتنه یا پوښتنې ځواب کړئ مهرباني به مو وي.

سمیع الله صافی: د دعوت له مسئول (بزګر) نه چې په خپله درنه رسنۍ کې یې زما نظر ته هم ځای راکړئ مننه!

بشري ټولنه، که څه هم د انساني ټولنې په اډانه کې ګډ او مشترک ارزښتونه لري؛ خو بیا هم بشري ټولنه د خپلو ځانګړو  دود – دستور او ارزښتونو بېله مجموعه ده. دغه ارزښتیزه مجموعه د یوې ځانګړې بشري ټولنې د ملي کلتور (هُویّت) جوړوي، چې د یوه ټاکلي (ملت) په بڼه څرګندیږي. داسې چې د هرې ټولنې (هویتي) ارزښتونه د یو – دوه کُوله  یا څو محدودو کالو زیږنده نه وي، وده، الون- بدلون، تغیر یا ورکه یې هم د پـېـړیو کار دئ.

د ټولنو کلتوري ودښت (تکامل) او اوبدښت (بافت او ترکیب) هم خپل ترمنځ په اغیزمنو راکړو – ورکړو کې پیاوړئ او د مشترکو ارزښتونو په بڼه جوړښت مومي. پدغه کلتوري تعاملاتو او رسم او رواجو کې، هغه ټولنې (ملت) ګټلی او وړې ده او نور یې ځان پسې راښکلی دي، چې کلتوري ارزښتونه یې غني (شتمن) او د وخت د غوښتنو سره په ماړه چلن کې، ورځنیو او راتلونکو تقاضاو ته غوره او روښانه ځواب ورکولی وشي.

برعکس هغه ټولنې چې د نورو سره په مراوده کې خپل داسې د انساني ژوندانه له پاره (مشکل کُشا) څه ونه لري چې د نورو له پاره ګټور او د اخیستو وي؛ له انساني ټولنې بېل په انزوا کې ځي. دا انزوا بېله خدایه، بل چا سره نه ښایي!

 د نړۍ هغه روسته پاتې (شاته کړلشوې) ټولنې چې د نورو سره په راکړو – ورکړو او اړیکو کې پاتې راغلی اوسي؛ لکه لاسکوڅي له نورو یې اخلي. په دغه خیراتي اخیستنه کې ښه، خو ډیر هم بد وي:

ښه یې اقتصادي، تجارتي، پوهنیز، روغتیایي او ټکنالوژیکي هغه اړمنه اخیستنه ده چې له مجبوریته ښه ده. د بېوسه هېوادو سره اوږد مهاله (بنسټیزه مرسته) د پرمختللو لویو ځواکونو د ځانخوښو اهدافو سره په ټکر کې ده.

بد هغه چې ټولنه د تړونتابه په ايدیالوژیکي، ژبني، توکمي، تېریستونکي اقتصاد او د راز – راز دسیسو په دام کې داسې ښکیل شي، چې د خپلو لوړو تاریخي او بنسټیز اقتصادي ارزښتونو سره تربګنۍ کې له ځانه ورک، خپلواک، انتقادي تفکر ماغزه یې شنډ، خپلې ملي ګټې ورته بېګانه او په پایله کې د پردیو په خیراتي آخورو کې په شخوند وي.

زموږ (افغان ټولنه) هم له دغه فورموله بهر نده  پخپلو اوږدو تاریخي پېړیو کې یې د یرغلګرو؛ مقدوني سکندر له ۳۳۰ ق.م نیولې تر عربي، چنګیزي، صفوي، بابري، انګریزي، شوروي او همدا اوس په ۲۱مه پېړۍ کې د امریکې په کومانده د (ناتو) یرغل ګر یې شړلي؛ خو خپله (ملي خپلواکي)، سیاسي، اقتصادي او فردي ازادۍ او ارادې ته رسېدل لا څه چې په نس وږي، له عصري جهانبینه زده کړو او انساني سواد محرومه، هم هغسې یو – بل ته محتاج او خوارځواکې پاتې شوېده …. ولې؟

ځکه چې د دښمن په وړاندې (ملي خودیشنده پاڅون) تل د دې په ځای چې په ملي شعور او سیاسي پوهه سمبال د (ملي مشرتابه) په اګاهانه لارښود اداره او داسې کنترول شي چې له جګړو روسته بشپړه بریاء او د سرتېریو پایله یې په سین لاهو نشي؛ شړلشوئ یرغلګر دښمن پدې توانېدلئ چې د خپل تیري په پړاو کې د یله جار بې سربنده افغان له منځه د ځواکمنۍ په سولند خره سواره فرصت طلبه ځانخوښي په نښه او له ګڼو لارو ورسره پوځي، اقتصادي، سیاسي، عقیدتي، کلتوري استخباراتي او تبلیغاتي مرستې وکړي. افغانان خپل ترمنځ  سره په پټه او ښکاره ښکر په ښکر، په نفاق او بې باورۍ کې په مختلفو لارو تس و نس روان کړي او ویاړمنې سرښندنې یې د ځان په ګټه د افغان وُلس له ښیګڼې وباسي.

No photo description available.

له مداریګریو دغه ورانکارې پېښې، په روان معاصر تاریخ کې وینو:

د شاه امان الله خان په مشرتابه کې د هېواد خپلواکي، ملي آزادي او ښېرازي د انګریز د دسیسو (ګوډ ملا)، (سقاو زوی) او روسته د (نادرخان) د ځانخوښو ږیرورو  د جهالت له ناولو کوپړیو ځار شوې.

په دې توګه پوره یوه پېړۍ افغان پرګنې له ملي شعور، سیاسي پوهې او د ځان او جهان له اګاهانه پېژاند څخه ګوښه، په بدوي – زاړه، وراسته او تحمیلي باورونو کې، ماغزه تړلی وساتل شوې او په قوم  او خېلبازۍ کې د پیر، شیخ او مُلا په لاړو لامده، له مدني ژوند او عصري زده کړو بې برخې، له ځانه او جهانه په ناخبرۍ کې معجزو ته په تمه  پاتې کړل شي.

نو ځکه ونه توانیدې چې د بهرني ځبېښاکیزو تېریو او لاسوهنو  او هم د داخلي جهالت او وطن پلوریو په وړاندې، یَو موټي افغان (ملت) سره راغونډ او یو (ځواکمن ملي دولت) رامنځته کړي. تر څو هېواد یې د نړیوالو لویو ځواکو (ناتو او وارسا) د سړې جګړې په سیالیو کې د هغوی د ګوډاګیو هېوادو د نیابتي جګړو د غوبل ډګر نشي.

خو له بده مرغه د افغان ټولنې برخلیک، له نیمې پېړۍ راهیسې د لاسوهنو او نیابتي جګړو  داسې ډګر ګرځېدلئ، چې پای یې مالوم نه دئ او ناځوانو نړیوالو بیا دا جګړې د افغان ورونو قومونو ترمنځ خپله جګړه تبلیغ کړې ده.

 د بُن په ۲۰۰۱ کنفرانس کې مې د څارګر (Supervisor) په توګه ګډون درلود. د روژې (قمتره) میاشت وه، د ماڼۍ په منځني هال کې به ناست او کاته به مې چې په پاکستان او ایران کې جوړ شوي (سُني او شیعه) نازولي استخباراتي – جنګي تنظیمونه به کله چې د دې زړې شاهي ماڼۍ له ښي څنګ خونو له غرمې مخکې غونډې نه راووتل؛ راساً د ماڼۍ ګڅ څنګ ته به هره ډله ځوړند غوږونه خپلو ځانګړو روزي رسانانو ته ور روان وو؛ تر څو د خپلو غونډو ګذارشونه خپلو ورتړلو (6+2) چارواکو ته ورکړي او نوې لارښوونې ترلاسه کړي.

دې جګړه مارو ډلو د (کرزی) په نانځک مشرتابه کې چې د نظار شورا، وحدت ګوند او دوستمي جنبش پکې غاوره وو، د کنفرانس هغه د ملګرو ملتو د (امنیت شورا) فیصله لیک:

(Resulution (1378-2001)

Adupted by the security council at its 4415th meeting on 14 November 2001)

چې په پنځمه ماده کې یې راغلی وو:

((موقته واکمني به هغه اشخاصو ته چې د نړیوالو بشري قوانینو څخه یې سرغړونه کړي وي او یا یې د انسانیت په ضد جنایت کړئ وي؛ د عدلي تعقیب څخه نه شي معاف کولئ))

خو له بده مرغه په کابل کې چې د کرزي په نامشروع ټلواله کې د ستار سیرت ۱۳ رایو په وړاندې په غیاب کې ایله یوازې په ۲ رایو (چې یوه یې مشر ورور قیوم کرزي ورکړې وه) د طالبانو، القاعدې او نورو ترورستانو سره د امریکې د مخالفت په ټس کې د B52 په زور بېړنۍ اداره رامنځته شوه؛ د دغه فیصله لیک محتوی یې ډېرانه ته وغورځوله. ځانونه یې خپل تر منځ په معامله کې له هغه جنایتي غوبل چې پر مظلوم کابل ښاریانو یې تر سره کړئ وو؛ د عدلي پوښتنې په هېر کې وژغورل. دې غاورې ژغورنې ورته په خپل نوي حاکمیت کې د چور – چپاول او جنایاتو نوې د انارشیزم شل کلنه ساء ورپه برخه کړه.

آس چې پردئ وي، ک و ن ه یې خپله، که نن یې نه ځغلوې، نو کله!

دې خبیثې د انحصار، فاسد سیاست او د ځانخوښۍ په سولند خره سورې ساء، هېواد په شمال او جنوب او (افغان) او (افغانیت) په قومبازیو او د قدرت په مزدور سازو ټاپوګانو وه ویشه. رسمي ادارې یې د فساد په کندوانو بدلې کړې. ملي اردو او ملي امنیتي موءسسې یې  پخپلو تنظیمي، قومي او سیمه ایزو ډلو ټپلو کې له افغانشموله ملي روحیې څخه بیلې کړې. دې حالت  د مرکزي دولت (جمهوریت) او پراخو وولسو او پرګنو ترمنځ داسې ژور واټن رامنځته کړ چې ښایي ۷۰-۸۰ سلنه سیمې او خلک یې د طالبانو ورتلګ ته په لار او یا بې تفاوته کړل.

که په ټولیزه توګه د جمهوري اسلامي دولت د راپرځېدو عواملو ته په لنډو وګورو:

۱/ د افغانستان خلک له پېړیو  د بې مسئولیته  اولیګارو حاکمیتو له خوا  په ټوله کې په دوه متضاده برخو ویشل شوي دي.

ښاري نسبتاً مدني اقلیت او په بدوي – قبایلي چاپیریال کې له عصري او تجربي زده کړو او مدني ژونده محروم اطرافي اکثریت. دې بشپړه کلیوالي اکثریت چې ماغزه یې د پیر، شیخ او مُلا په پردیپال ذهنیت پورې نور هم ورغوټه شول؛ پر ښارونو د طالب حاکمیت ته لار پرانیسته.

۲/ د دوه سري عبدالله په محوریت کې د یو پاڅکي، تورشوټي (طفیلی) مافیایي فاسد پوړ په رامنځته کولو اساسي قانون ته شا او د درېواړو ولسمشریزو ټاکنو له پایلو انکار، اردو او دولت کمزورئ او بې اعتماده کړ.

۳/ د شر او فساد (نظار شورا)  او ورپورې ډلو ټپلو یې د نفاق افګنۍ فاسد سیاست چې د پښتون، افغان او د افغانستان په تاریخي هُویت پسې یې د مسخ کولو او سپکولو  بډې راوهلې وې؛ یو شمېر تش په نامه روښان اندي او پخپل هُویت ناباوره عناصر هم په ځان پسې راښکل چې د دولت په تضعیف کې وکارول شول.

۴/ د امریکې او سیمې د استخباراتو پر اوږو بار پاڅکئ (طفیلي) قشر او جهاد پلوره مافیایي مشرانو په دولت کې دننه او له دولته بهر په دولت کې د ځواکمنۍ ټوپکسالار ټاپوګان رامنځته کړل. چې دا په ښکاره د طالبانو بېرته راګرځېدو ته جوته لار وه.

۵/ امریکې او ناتو د خپلو  جیو پولیټیکو موخو، په تېره د اوکراین په خاطر او د پاکستان د نظامي استخباراتو په همغږۍ په دوحه د طالبانو سره خپل ترمنځ (د افغانستان د اسلامي جمهوریت) پر ضد او د افغان ؤلس له سترګو په څنګ داسې د زرګرې سولې، له سپکاویو ډک تړون لاسلیک کړ چې د ډاکټر غني په مشرتابه کې مشروع  دولت یې لکه نېزوړئ د اوبو ځګ سره په سین کې لاهو پرېښود.

دې لکه لمر وښوده چې له بُن ۲۰۰۱ رازېږېدلئ د پوشالي حکومتونو شل کلن پړاو، د افغان ملت له ارادې پرته د امریکایي امپریالیزم ملکیت ؤ. نو خود به یې په یوه ترینګۍد طالبانو (امارت) ته خالي کاوه.

۶/ موږ د افغانستان تر نامه لاندې په یوه ټاکلي جغرافیه کې د هېواد خاوندان یو؛ خو داسې یو ملت چې په یوه روښانه منطق او ملي ټرمینالوژي متعرّف وي؛ نلرو.

پدې ۲۱مه پېړۍ کې اوس هم په خورو ورو دښتو، غرو رغو، کلیو – بانډو او آن په ښارونو کې د میشتو پرګنو ترمنځ د ملي ګټو او ملي ارزښتو په مشترک قاسم هغسې یو موټی دریځ نه لرو؛ کوم چې د مذهب، ایمان، عقېدې، جنت -دوزخ، ثواب- عذاب، اسلام او کفر په محوریت کې شته.

همدغه علت دئ چې: (پر آزادۍ مینو افغانانو) د دښمن له شړلو  روسته هر ځلې د بې هویته مذهبي ټېکه دارانو په لوبه کې خپلې اقتصادي، سیاسي، کلتوري او ټولنیزې ازادیګانې ندي ترلاسه کړې او د چا په خبره، د خپلې آزادۍ غلامان شویدي.

۷/ په پای کې، پداسې شرایطو کې د امریکایي ځواکونو وتل، چې افغان اردو لا لکه منل شوې اردو پخپلو مټو نه وه تکیه او د قومي ملېشو په نفوذ کې رنځېده. له بلې خوا د (ناټو) هغه شل زره لوژیستیکي قراردادونه لغوه شول؛ کوم چې د اردو او په تېره د هوایي ځواکونو ملاتړ یې په غاړه ‌ؤ.

ماته د تروریزم ټکولو تر نامه لاندې د امرېکا او (ناټو) ځواکونو راتلل (چې د تروریستانو ځاله په پاکستان کې خوندي وه؛ او زره اقدام یې پر وړاندې ونشو) او له شلو کالو روسته پداسې حال کې وتښتېدل چې په افغانستان کې یې پټ او ښکاره هڅه وه؛ د ملت په اراده د ټاکلشوو قوي ملي دولتو مخې ته ډب شي، تر اوسه معما ده؟

  دا معماء ده چې د دومره بلواوو او ستونځو په منلو یې د لومړي ځل شړلشوئ طالب ولې بیا راوست؟

که بل ځواب نه وي، نو پدې به یې وګڼم چې؛ خوار، په ناپوهۍ او جهالت کې ساتل شوي بېوسه هېوادونه، د نړیوالې فاسدې سرمایګذارۍ د وسلو د شرکتونو قرباني دي.

پوښتنه – بزګر: د افغانستان راتلونکې تاسو ته څنګه ښکاري؟ او هم افغانستان ته جدي خطر په اوسنی وخت کې څه دی؟ او هم تر هغه چې طالبانو له افغان ولس مشروعیت تر لاسه نه کړي آیا حکومت به یې دوام وکړی او هم به یې نړیوال په رسمیت وپیژني؟.

سمیع الله صافی: په ټوله کې د افغانستان راتلونکئ برخلیک د دوه اړخو په سمون پورې تړلئ دئ:

داخلی اجماع: څرنګه چې د یوې کورنۍ، کلي، ښار او یوه هېواد جوړونه، رغونه، ښېرازي او ساتنه د انساني ټولنې د یوازې یوه تن، یو قشر (پوړ) کار او د زیار نتیجه نده؛ همداسې په سیاست، اقتصاد، کلتور، ټولینزو اړیکو او اداره کې د ټولنې د ټولو اقشارو (مسلکي، جنسیتي، ځوانو، زړو، وړو او…) ارادي رول اړین دئ. او ټولنه د خپل استعداد او اهلیت له مخې د هېواد په چارو کې د فعالیت، لارښوونې او صلاحیت حق لري.

نور لاڅه چې د ملت مهم نیمایي بدن (ښځینه پوړ) له ښوونې، روزنې، کار او اقتصادي مالکیت څخه محرومول او نارینه و ته لاس ترزنې سوالي او جوټه خور کېنول، چې سارئ یې په ګرده نړۍ کې نشته؛ د ملي اجماع سره په ټکر او داخلي مشروعیت ته سپکاوئ دی.

بله یې لا دا چې د عدلیې وزارت یې وایي: (اساسي قانون) ته اړتیا نشته! پر حنفي مذهب متکی (قرآن او سنت) کافی دئ. نور نو تاسې پوه شۍ؛ هېواد ته چې د مدرسې او جومات له کړکۍ ګوری؛ داسې حاکمیت د دولت دارۍ جوګه کېدای شي؟

 داخلي اجماع ده چې داخلي مشروعیت رامنځته کوي او بیا نړیوال مشروعیت ته لار پرانیزي. په دې کې خو د ملت بشپړه اکثریت توافق او غواړي چې د تېرو شلو کالو د سیاسي فساد او بیت المال داړه مارانو ته په رسمي دندو او ضد ملي کړو  وړو کې اجازه ورنکړي او خوړلی پرې کانکې شي. مګر ملت دا هم نه غواړي چې طالب دې لکه وږئ حافظ په ټوله کونډۍ خېټه واچوي!

 متل دئ: (هوښیار یې په بل تجربه کوي او احمق یې په ځان.)

خو چې پرځان له دویم ځل تجربې، بیا هم په شړو روان وي؛ نو د هغوی تعریف په تاسو!)

او که په مایې تعریفوۍ نو؛ یاد جومات او چارچوبۍ له انګړه بهر د هېڅ کار ندئ او یا به د خارجي استخباراتو سره په برمته ګرۍ کې، بېواکه وي!

پوښتنه- بزګر: تاسو د شاهي نظام پر مهال د ولسي جرګې وکیل وئ د تیرو شلو کلونو یا د خلکو په خبره د امریکایي دیموکراسۍ د وکیلانو او پارلمان سره د هغه وخت فرق ستاسو له نظره څه دی منظور مې هم وکیلان او هم ولسي جرګه دواړه دی، او هم که د ولسي جرګې د تاریخ او هغه معلومات چې تاسې سره دی د دعوت مجلې د لوستونکو په ځانګړي ډول د ځوان قشر سره شریک کړئ حتماً به ټولو لوستونکو ته ډیر په زړه پورې وي.

سمیع الله صافی: پارلمان: د ۱۳۰۹ لمریز کال اساسي قانون له مخې چې د تصویب په لویه جرګه کې مې پلار (سلطان محمد خان ساپئ) هم په کې ګډون درلود، د وږي په ۱۸مه ۱۳۱۰ کې د لومړي ځل لپاره د (دولت شورا) په (ملي شورا) ونومول شوه.

دا ړومبنۍ (ملي شورا) له دوه برخو (ملي شورا او اعیانو) څخه جوړې وې، چې ۳۳ کاله یې تر ۱۳۴۳ لمریز (لویې جرګې له ۱۸م وږي تر ۲۸ وږي) پورې دوام درلود او د نوي اساسي قانون په حکم په (ولسي جرګه) او (مشرانو جرګه) ونومول شوې.

د پارلمان د غړو ټاکنې که څه هم د هغه ټاکنیزې لایحې له مخې کېدې، کوم چې په ۱۳۰۹ کې رامنځته شوې وه؛ خو ټاکنیز نوم تر ډېره سمبولیک ؤ. ډېرئ د صدراعظم او وزیرانو لخوا د دوی په لاړو لامده کسان، تقاعدي مامورین، د حکومت مخروڼی مخور، شاه پرستان او د روحانیت په سپېڅلتیا کې اخېړې څېرې وې چې د پارلمان ځاندره یې جوړوله. کوښښ کېده چې د محمدزایي په مرکزیت کې د شاهي ځواکمنۍ له باورونو پرته بل فکر رخنه ونکړي.

خو د ښوونې – روزنې له برکته په ټولنه کې ورو تر ورو د نوو افکارو خوځند راولاړ شو. په ۱۳۲۸ لمریز کې د وُلسي جرګې د (اُووم پړاو) ټاکنو د خلکو حقونو ته په پاملرنه نوئ روښانه ور (باب) پرانیست.

دا لومړنۍ دوره وه چې د پاچا تره (شاه محمود خان) د خپلې کابینې سره ورته حاضر او د باور رأی یې اخیستې وه. څرنګه چې شَاه محمود خان په شاهي کورنۍ کې، اعلیحضرت محمد ظاهر شاه ته ورته نرم خویه سړئ ؤ او د ملت د استازو د نیوکیزو خبرو خوله یې نشوای کنتروړولئ؛ سلطنتي چارواکي او پلویان یې په وېره کې شول.

دا ؤ چې په ۱۳۳۲ کې سردار محمد داود خان (د صدراعظم محمد هاشم خان د سیاست په پله روان) د پاچا له خوا د کابینې په جوړونه توظیف او د اتمې دورې ؤلسي جرګې څخه یې باور تر لاسه کړ.

د ؤلسي جرګې هغه د (آووم پړاو) هېښ بهیر نور نو تر هغې په ټپه ولاړ ؤ، تر څو چې اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د ۱۳۴۳ لمریز په لویه جرګه کې نوئ اساسي قانون د هوښیار ملي شخصیت محمد موسی شفیق په منشیګرۍ رامنځته کړ. چې پر بناء یې د افغانستان په تاریخ کې دیموکراسۍ په لور نهه کلنه دوره، په دولسمه ؤلسي جرګه پیل او د دیارلسمې ؤلسي جرګې د ختم سره سم، سردار داؤد خان د خپل جمهوریت په اعلان پای ته ورسوله.

د شاهي رژیم په آخرو نهم کال کې چې د ولسواکۍ په لور هڅه وه؛ پارلماني ټاکنې په ټول هېواد کې، آزادې، عمومي، سرّي او نېغ په نېغه تر سره شوې. د مشرانو جرګې غړي به له درېؤ یوه برخه د پاچا په انتصاب (۵ کالو له پاره)، بله یې د ولایتي شوراګانو لخوا یو  یو تن (درې کالو له پاره) او پاتې برخه یې د هر ولایت خلکو یو تن (۴ کالو له پاره) لکه د ؤلسي جرګې په آزادو، عمومي، سرّي او مستقیمو رأیو ټاکله.

که څه هم د حکومت برحاله چارواکو به کوښښ کاوه  چې د ؤلس له منځه د خپلو غوړه مالو پلویانو په ملاتړ خپل چوبکیان او بلې ګویان رامنځته کړي؛ خو بربنډه یې د کوم خپلواک کاندید مخه نشوه نیولئ. یانې د خلکو اراده، تر ډېره غاوره وه. یو مثال یې زه خپله یم:

د ۱۳۴۷ لمریز (احتیاط ظابطانو) د ملکفیت اتلسمې دورې ترخیص ته مې لا دوه میاشتې پاتې وې چې د پیچ درې او مرکزی نورستان درنو خلکو او مشرانو په غوښتنه به د وُلسي جرګې دیارلسمې دورې ته (که څه هم په ځینو دلایلو تیار نه وم) کاندیدېدم.

-یو خو مې لا سن ورته جوړ نه ؤ. خلکو مجبور کړم چې تذکره بدله کړم، تر څو د کاندید ۲۵ کلن سن مې پوره وي.

-کال مخکې چې دادا مې لا ژوندئ او د ژوند پای کال یې ؤ؛ د خلکو په غوښتنه مې ولسی جرګې ته د کاندید خبره وریاده کړه.

هغه بې له ځنډه رد کړه. ویل خلک خواران د ډېرو ستونځو سره لاس او ګرېوان دي. په دې تمه دي چې که ؤلسي جرګې ته دې ولیږي، نور هر څه به سم شي. خو سلطنتي حاکمیت د خلکو یو وکیل ته دا اجازه نه ورکوي چې قام او ؤلس ته دې د ټولیزو ګټو کار تر سره کړای شي. په قام او  ؤلس کې د یوه وکیل (د ټولیزو خدماتو په نتیجه کې) غوره دریځ، د دوی په ګټه نه دئ. نو ته به شخصي یا انفرادي ګټو په سمبال کې یوازې یو وارې زما دا د خواریو تش نوم په سین لاهو کړې.

-ما په ژورنالیزم کې زده کړې کړي وې او لا تر دوکتورا مې اراده وه ادامه ورکړم.

-له بله پلوه په دې پوهېدم چې د یوه دیموکرات (ولسواک) نظام بنسټ په داسې پارلمان ولاړ وي؛ کوم چې له ملي ګوندونو جوړ او کابینه یې په وړاندې عملاً مسئولیت ولري. خو دلته به 220 وکیلان، هر یو ځانته ګوند وي. زه به هم چې د شاګردۍ خوی مې په کوپړۍ کې لا روڼ دئ، د ؤلسي جرګې په سنتي خانخانیو، ملک بازیو او مُلابازیو کې به یوازې لاس تر زنې او خبره به مې د پیاز پاڼه وي. دې اټکلنې مې د پلار سپارښتنه نوره هم په سر کې پیاوړې کوله. خو چې هر څه وو، د ؤلس اراده راته درنه وه.

 وکالت ته کاندید کسان ټول د کونړ والي محمد شریف خان (صافي) حضور ته وروپېژندل شول. هفته لا تېره نه وه چې تره مې عبدالظاهر خان (مشهور په کشر خان) د قومي مشرانو په غونډه کې چې څلور له ما مشران وروڼه مې حاضر وو؛ راته وویل چې والی صیب غوښتئ او ورته یې ویلي دي چې سمیع الله خان ډېر ځوان او کافي تجربه نه لري؛ نو  که په ځای یې ستاسو په کورنۍکې بل یو کاندید شي، بده به نه وي.

  مشرانو ما او زه مشرانو ته په کتو کې غلئ شان ومسکېدم. له لږ ځنډ روسته مې خپل تره (خاندادا) ته مخ ورواړاوه او په ډېر ادب مې مخاطب کړ:

  خاندادا! ؤلسي جرګې ته په ټاکنو کې د هېواد اساسي قانون لارښوونه کړېده. د هر چا صلاحیت او مسئولیت مالوم دئ. که تاسې کوم یو له کورنۍ او په قام کې هر څوک د کاندید شوق لري؛ ما یې مخه نه ده نېولې. حق د خلکو دئ چې د پارلمان له پاره څوک د خپلې استازولۍ وړ بولي.

ناست سپین ږیري او مشران په دې خوښ شول اوله منځه یې د بارکنډۍ د کورباغ عبدالودود اخونزاده غږ کړې: ((ته زموږ وکیل یې، بل نه غواړو!)) او بیا نو د والي صیب مشوره د ټولو هېره وه.

تبصره: والي صیب چې صادق ؤلسي سړئ او زما پلار ته یې خاص درناوی درلوده او په دې هم پوهېده چې خبره به زموږ ترمنځ وي؛ ویل یې سردار عبدالولي خان د مرکزي قواو قوماندان (د مارشال شاه ولیخان زوی او د پاچا زوم) ورته دغه وړاندیز کړئ ؤ.

  د سردار عبدالولي خان سره مې پخوا کله ناکله ناسته ولاړه درلوده. نو درک مې کړه چې د روښانفکره ملي پارلمان نه یې وېره درلوده. چارواکو د ؤلس په منځ کې په دغه شان پسته لار لاسوهنه کوله. خو د راوروسته پارلمانو سره یې پرتله کول ناانصافي ده.

د سردار له سپین کودتایي جمهوریت نېولې تر روس پرستو، جهاد فروشه ټوپکمارو، غرب زده اقتصادی تالي څټو، ټولو د افغانستان پارلمان هم لکه خپل جنګي غنیمت خپل ترمنځ په فاسد سیاست ویشلی ؤ. البته چې دې مافیایي ډلو ټپلو د ګوتو په شمار د څو تنو وطن دوستو، ملي پوه کسانو مخه نشوای نیولئ کوم چې د اګاه مؤکلینو په اراده یې پارلمان ته لار موندلې وه؛ لکه ډاکټر رمضان (بشر دوست)، ملالۍ (جویا)، میرمن (کړوخیل) او دوی ته ورته چې په فیصدي کچه کې هم نه راتلل. دا خواران به په پارلمان کې تل د بېسواده ټوپکسالارانو د فشار لاندې خوله تړلي او یا به له غونډې شړل کېدل.

د هغه فاسد سیاست پایله دا شوه چې پاکستان د امریکې سره په توافق د دوحې په دسیسه وتوانېد د اګست په ۱۵مه ۲۰۲۱ طالبان دویم ځل په هېواد حاکم کړي. نه یوازې پارلمان؛ بلکه اساسي قانون، ښوونه- روزنه، مسلکي کادرونه، فردي – ټولنیز حقوق او نړیوالې اړیکې، ټول له یوه لبه په ترینګۍ وهل شوي او پر ځای یې د الهي شریعیت په مطلقیت کې فردي حاکمیت او مذهبي دیکتاتوري ورته په تش دسترخوان غوړول شوېده.

پوښتنه – بزګر: له دې وضعیت څخه د ژغورنې یا وتلو لار څه ده؟

سمیع الله صافی: د ژغورنې لار: د یوه ملت د ګټو په ساتنه کې؛ څوک وسله او نظامي ځواک، څوک پیاوړئ اقتصاد او ځینې د کوم نړیوال زبرځواک خیراتي سیورئ مهم ګڼي. خو د پښتنو په مشهور متل چې وایي: (د خلکو زور، د خدای زور) باندې باور او عمده یې ګڼم.

له تېر تاریخه په زده کړه؛ د هېواد پرګنې د وخت د بهیر او انساني غوښتنو سره په همغږۍ کې باید پداسې اګاهانه ملي او تجربی زده کړو سمبال شي چې د ښار او اطراف توپیر په کې نه وي. تر څو خپل ترمنځ د ذهني او کلتوري توپیر په نتیجه کې، لکه دا اوس په تربګنۍ اخته نه وي.

 نوئ کؤل باید داسې وروزل شي، چې خپل که پردئ غږ د خپلو مغزو په کچکولۍ کې وه ارزولئ شي. د انتقادي او نیوکیز تفکر وده، انسان له ډېرو اشتباهاتو ژغوري.

پردی؛ که فرد دئ که ټولنه، که اقتصاد دئ که سیاست، که عقیده ده، که فکر؛ ټول د پردو په ګټه دي. یوازې خودشناسه خردمن او اګاهانه افغان فکر دئ چې د خپلې ویاړمنې ژغورنې تضمین کولئ شي.

پوښتنه – بزګر: د دعوت رسنیز مرکز چې له ۳۴ کلونو راپدیخوا د ناروې له هېواده فرهنګی فعالیت کوي ستاسو نظر زموږ د کارونو په اړه څه دی؟ او موږ (دعوت رسنیز مرکز) په څه ډول خپل رسنیز خدمتونه په ښه او موثر ډول د هېواد دننه او بهر خپلو هېوادوالو ته وړاندې کولای شو؟

سمیع الله صافی: د (دعوت) رسنۍ: له ۱۹۸۹ راپدېخوا چې له پېښوره ناروې کې د سیاسي پناهنده په توګه اوسیږم، د (دعوت) لیکنو سره اشنایی لرم. قدردان چلوونکئ (بزګر) صیب له پیله تر دا ننه لکه ونه مستقیم د ملي خپرونې (دعوت) خدمتګار دئ. د دعوت ارزښت په خپلواکۍ، روښانفکرۍ او ملي دریځ ته په درناوۍ کې دئ. هیله ده نور هم وغوړیږي.

پوښتنه – بزګر: د نارویژي پښتو قاموس چې په دې وروستیو کې چاپ او خپور شوی دی ستاسو نظر یې په اړه څه دی؟

سمیع الله صافی: (نارویجي پښتو قاموس) څوک چې د مطالعې، لیک او کتاب سره سروکار لري، په دې پوهیږي چې په کومه موضوع باندې لیکنه لا اسانه نده؛ بیا چې لا تر (۵۰۰۰۰) لغاتو (نارویجي پښتو قاموس) یې په ۹۴۵ مخونو کې ماته راورسېد. په ځیر مې وکوت، ګوته مې ورته په غاښ شوه!

  به ناروې کې مېشتې  پښتنې کورنۍ، کومې چې له دې ډکشنرۍ نه خبر وي او د کور په صالون کې یې ونلري؛ باید پوه شي چې په مغزو کې یې د درک ستونځه موجوده ده!    

  ***

No photo description available.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.