که افغان حکومت ټولشموله شو، په رسمیت یې پېژنو

547

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: که افغان حکومت ټولشموله شو، په رسمیت یې پېژنو.

ایران وایي که په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ شي په رسمیت یې پېژني. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې په وروستیو کې یوه افغان پلاوي تهران ته سفر درلود او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې کړې دي. دده په وینا په دې لیدنه کې ایراني لوري دا واضح کړې ده چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدل اړین دي او په هغه کې باید ټول افغانان له بېلو ډلو او ګوندونو خپل ځانونه وویني. د نوموړي په وینا که همداسې یو حکومت په افغانستان کې رامنځ ته کېږي نو دوی افغان لوري سره ژمنه کړې چې په رسمیت به یې پېژني. دغه ایراني ديپلومات په افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت هم ناکام بللی او په خبره یې امریکا له افغانستان د تېښتې پر مهال له ایران هم د مرستې غوښتنه وکړه، خو دوی یې غوښتنه نه ده منلې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.