کاناډایي ځوان د افغانستان له ولایتونو لیدنه کړې

1,226

یو کاناډايي ځوان د افغانستان له ۱۸ ولایتونو لیدنه کړې ده.

یوه کاناډایي ځوان، د افغانستان ۱۸ولایتونو ته له ستونزې او وېرې پرته سفرونه کړي، نوموړی وایي اوس افغانستان د بهرنيو سيلانيانو لپاره خوندي هېواد دی. فرانکو هېواد کې تر تحول وروسته افغانستان ته د راتګ لپاره زړه ښه کړی او د دغه جګړه ځپلي هېواد ۱۸ ولایتونو ته یې سفرونه کړي دي. فرانک له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې هیله لري ټوله نړۍ او مختلف هېوادونه وګوري او له بېلابېلو کلتورونو او تمدنونو څخه يې لیدنه وکړي. نوموړی تر دې دمه چین، مصر، روانډا او ایتوپیا ته تللی دی. ده ویلي د روان کال په سپټمبر او اکتوبر کې په پاکستان کې و، خو کله چې وپوهېد افغانستان کې جګړه ختمه شوې او سوله راغلې، نو ځکه دلته راغلی دی. دی وايي، په پېښور کې یې د افغانستان له قونسلګرۍ د سیاحت ویزه اخیستې، د تورخم له لارې کابل ته راغلی او په دوو میاشتو کې یې د هېواد ۱۸ ولایتونو ته سفرونه کړي دي. خو هغه له یادو ولایتونو د کابل، پنجشیر، بامیان، بلخ، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، پکتیا او کندهار نومونه یاد کړي دي. هغه زیاته کړه چې په خپل دې سفر کې یې د افغانستان له مختلفو قومونو لکه بلوڅو، پښتنو، تاجکو، ایماقو، هزاره او اوزبکو سره کتلي دي. د فرانک په وینا، د افغانانو له خوا د بهرنیانو ډېره میلمه پالنه ورته حیرانونکې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.