د کرستال ګلوله- د ماشومانو کیسه

ژباړن: رڼاګل آریوبزی

1,419

یو وخت یوې جادو ګرې درې زامن در لودل. درې واړه وروڼه یو په بل ګران وو، خو بوډۍ جادو ګرې په خپلو زامنو باور نه درلود او ډاریده چې واک او د جادو ګرۍ ځواک به ترې واخلي. له دې امله يې دمشر زوی نه په خپله جادو د هسکو غرو شاهین جوړ کړه او هلته په کومه پرخه اوسیده او کله کله په لوړ اسمان کې په لویو لویو دورو ښکته او پورته د الوتلو په حال کې لیدل کیده. دوهم زوی يې په نهنګ واړوه چې دلوی دریاب په تل کې اوسیده او یوازې هغه دوخت به په سترګو لیدل کیده    چې داوبو لويې څپې به يې پورته لوړې شندلې. دواړو به هره دورځ یوازې دوه ساعته د انسان حیره در لوده. کشر زوی يې وډار شو چې دی به هم په کوم ژوې واړوي، خرس اویابه لیوه ترې جوړ کړي، نو ځکه په پټه ترې وتښتید. ده اوریدلي و چې د طلايي لمر په قصرکې یوه جادو شوې شهزاد ګۍ ناسته ده او غواړي چې ازاده شي. یوازې هغه دڅوک د دې دازادولو جأت کولی شي چې له ځان نه تیر وي. درویشت زلمبانو په دي لارکې ژوند له لاسه ورکړ او په ډیرسخت اوله رنځونو ډک زوند مړه شول، یوازې یو کس پاتې دي او تر هغه وروسته بل څوک هغې خوا ته د ورتګ اجازه نه لري. داچې دی یو زړور زلمی او په زړه کې يې هیڅ ډار نه و، نو نیت يې وکړ چې د طلايي لمر قصر ته به ورځي. ډیر موده هرې خوا ته پسې وګرځید خو پیدا يې نه کړ، ترڅو چې په یوه ځنګل ور برا برشو او په دې هم نه پوهیده چې دځنګل نه د وتو لار چیرته ده. ناڅا په يې دوې لويې بلاګانې ولیدې چې پهلاسو اشاره ورته کوي او ځانو ته يې بولي. دی ورغی او بلاګانو ورته و ویل چې:« موږ دواړو په دې خولۍ دعوه ده، خو داچې دواړه یو شان زور او ځواک لرو، نویوه هم په بله زوروره نه شوه. تاسې دا کوچنې انسانان تر موږ ډیر هوښیار یاست، نو ځکه دا پریکړه تاته در پریږدو.»هلک ورته و ویل چې:« تاس ولې په دې زړې خولۍ دومره جنګ او دعوه کوی؟» بلا ګانو ورت و ویل چې:« ته د دې خولې په کمال خبر نه يې، دا د جادو خولۍ ده، که څوک يې په سر کړي اوهرې خوا او هرځای ته چې وغواړي لاشي، په هغه شیبه کې به هلته وي.» هلک ورته و ویل چې:« دخولۍ ماته راکړی، زه تر یوه بریده له تاسې لیري خم، تاسې به زما دغږ سره سم رامنډې کړی او هر یو چې زر راورسید خولۍ به د هغه وي.» ده چې خولۍ په سرکړه، نو روان شو، فکر يې د شهزاد ګۍ سره و، دا لويې بلا ګانې يې هیرکړې او په خپله لار روان و چې دزړه له تله يې هوسیلی را و وت او ويې ویل چې:« کاشکې اوس دطلايي لمر په قصر کې وی.» په کومه شیبه کې يې چې دا خبرې له خولې نه راوتلېو چې ګوري د لوړغره په سرد قصر د دروازې په دمخکې ولاړ دی.

قصر ته ور ننوت، ټولې کوټې يې یوه په بله پسې ولیدې او په وروستې کوټې کې يې شهزاد ګۍ پیداکړه. دشهزاد ګۍ مخ دایرو په شان سپین، له ګوړینجو ډ ک، سترګې يې خړې او ویښتان يې سره وو. هلک د شهزاد ګۍ په لیدو سخت وډار شو او ويې پوښتله چې:« ایا ته هغه شهزاد ګۍ يې چې دښکلا اواز په ټوله دنیا کې خپوردی؟»شهزاد ګۍ ځواب ور کړ چې:« دا زما اصلي څیره نه ده، زه دانسان په سترګو کې داسې بې ډوله او بې شکله ښکارم، ترڅو ته پوه شې دچې زه څنګه ښکارم، دې آینې ته وګوره، هغه هیڅوک نه غولوې اوزما اصلي څیره درښيي.» بیايې هلک ته آینه ورکړه. هلک په آینه کې دیوې دومره ښکلې پیغلې انځور ولیده چې په ټوله دنیا کې يې ساری نه درلوده. دانځور په لیدو دومره  خواشینی او غمګین شو چې له سترګو يې اوښکې وڅڅیدې. بايې شهزاد ګۍ ته و ویل چې:« زه د هيڅ ډول خطر نه نه ډاریږم، دومره راته ووایه چې ستا دازادولو لار کومه ده؟» شهزاد ګۍ ورته و ویل چې:« څوک چې د کرستال ګلوله تر لاسه کړي اوجادوګر ته يې مخامخ ونیسي، د جادوګرد جادو ځواک ماتیږي، زه ازادیږم او خپله اصلي بڼه تر لاسه کوم.» بیا يې ژور اوسیلی وایست اوزیاته يې کړه چې:« ځینو خو خپل ژوند په دې لار کې له لاسه ورکړه، خو په تا مې، ای ځوانکیه! ډیر زړه سوزي چې ځان له دې لویو خطرونو سره مخامخ کوې.» زلمي و ویل چې هیڅ شی زما مخه نه شي نیولی، خو دومره راته و وایه چې څه باید وکړم.» شهزاد ګۍ ورته و ویل:« چې داسې وي نو باید په هرڅه پوه او خبر شې.کله چې دهغه غره له سر نه چې قصر په ولاړدی، ښکته لاړ شې، هلته دچینې په غاړه یو وحشي خوسند ر ولاړ دی، ته به دهغه سره مقابله وکړې. که بخت درسره مرسته وکړه او په هغه بر شوې، نو دهغه له تن څخه په یو داور الو تونکی را پورته شي، دالو تونکي په نس کې داور سکروټې په شان یوه هګۍ ده او دهګۍ په منځ کې دکرستال ګلوله ده. الوتونکی په خپله خوښه دا هګۍ نه غورځوې، ترحو چې دی کار ته مجبور نه شې. که په مځکه ولویږي، نو په شاوخوا کې يې هر څه اور اخلي او سوزي او ورسره سم هګۍ دکرستال ګلولې سره یو ځای ویلې کیږې. په دې صورت کې په ټولې هلې ځلې بې ګټې شي.» ځوانکی ښکته د چینې په لور روان شو، هلته دا وحشي خوسندر ولاړ و او دهلک په رمباړو او ټو پونو شو. دسختې او اوږ دې مقبلې نه وروسته په دي بریالی شو چې به خپل خنجر د خوسند ر نس څیرې کړي او مځکه پریوت. ورسره سم يط له ځانه داور الوتونکی راو وت او غوښتل يې چې په تیښته کومې خوا ته ولوزي، خو په دې شیبه هغه شاهین ـ د هلک ورور ـ چې پاس په وریځو کې الوته، په هغه پسې شو او د دریاب په لور يې تیښتې ته مجبور کړ، دخپلې تیرې مښوکې د برله پسې بریدونو له امله يې په داس تنګسه را ګیر اود هګۍ اچولو ته مجبور کړ. هګۍ په او بو کې ونه لویده، د دریاب په غواړه دیوه ماهي لویدونکې په کوټنۍ ولویده چ ورسره سم لوګي او لمبې ترې را پور ته شوې. په دې شیبه کې يې ډا بل نهنګ شوی ورور په اوبوکې په لامبو په خپل ټول زور را پورته شو چې داو په څپه يې اور مړ شو. هلک دهګۍ په لته کې او له نیکه مرغه يې بیامونده. هګۍ ویلې شوې نه وه، خو داچې ناڅاپه د دریاب سړې اوبه په تويې شوې، پو ټکی يې یو څه ګوړینجې شوی و، خو د کرستال ګلولې ته تاوان نه و رسیلی او هلک په اسانې د هګۍ نه دکرستال ګلوله را وایستله.

کله چې ځوانکی جادو ګر ته ورغی او په مخې يې دکرستال ګلوله ونیوله، هغه ورته وویل چې:« بس، زما دجادو ځواک اوبه شو. ته سر له نن څخه د دي طلا يې لمر قصر پاچا يې او هم کولی شې چې وروڼه دې له جادو ازاد او پیرته دانسان په بڼّ کړې.» ځوانکي تر هر څه دمخه شهزادګۍ ور ودانګل او کله چې کوټې ته ور ننوت، نو ګوري چې دشهزاد ګۍ دښکلا شغلې هرې خوا خپرې دي. دواړو په ډیره خوشالۍ د واده ګوتې یو بل ته ور کړې.

Liste von Märchen – Grimms Märchen – Grimmstories.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.