ډارن تر ټولو لومړی زور کاروي

ژباړونکی: رڼاګل اریوبزی

1,066

یو وخت یوې زړې جوړې ( میرمن او میړه ) درې غواګانې درلودې. د دې غواګانو يې ځان ته د ژوند ټوښه تر لاسه کوله.  د ورځو نه یوه ورځ دا غواګانې په یوه دڅړ ځای کې څرید لې.ناڅاپه یو لیوهراغیاو له دې غواګانو يې یوه را ونیوله او ويې خوړله. بوډا نه غوښتل چې میرمن يې غمجنه شي، نوځکه يې دروغ ورته و ویل. ده ورته و ویل چې غوا يې په سرو زرو پلورلې ده. میر من يې دا ومنله او و يې ویل چې دا دوې غواګانې مو هم بس دي. په دا بله ورځ لیوه بیا یوه غوا وخوړه، بوډه د تیر په څیر خپلې میمنې ته هغه کیسه بیان کړه. میرمنې يې دا ځل ورته و ویل چې:« دا وروستۍ ِغوا ونه پلورې او که نه نو بیا به دژوند توښه له څه تر لاسه کوو؟»

 په دا بله ورځ لیوه دریمه غوا هم وخوړه.پوډا بیاهم خپلې میرمنې ته درواغ وویل چې غوا يې په سرو زرو پلورلې ده. میرمن يې داځل ډیره په غوسه شوه او ورته ويې ویل چې:« لاړ شه په دې سرو زره یو څه خوراکي ټوکي را ونیسه.  د بوډا نه نوره لار ورکه شوهاو هسې روان شو. ده غوښتل چې له دې حالت نه ځان ته دخلاصون لار پیدا کړي. په لار کې د یوې وړې کوټنۍ سره مخامخ شو. د کوټنۍ نه لوړ شور ماشور راوت. هلته په کوټنۍ کې جادو ګرانې وې. جادو ګرانې له بوډا ډاریدې، ځکه چېتر اوسه هیچا هم داجرات نه و کړی چې دې کوټنۍ ته ورنږدي شي. جادو ګرانو له پوډا وپوښتل چې:« د لته څه غواړې؟»

ده په ځواب کې ورته و ویل چې:« زه سره زر لټوم.»

جادوګرانو فکرکاوه چې هغه څوک چي د لته دراتلو جرات لري، له څه خالي نه دی، ښه به داوي چې هرڅه چې غواړي ور يې کړو او له شره يې ځان خلاص کړو. دوی بوډا ته یوه ګنډه سره زر د کوټنۍ تر دروازې لاندې ور تیر کړل. بو ډا هغه واخیسته او لاړ. څه شیبه وروسته لیوه کوټنۍ ته ورغی.جادو ګرانو لیه ته ټوله کیسه بیان کړ. لیوه دې ته حیرانو چې دا جادو ګرانې ولې  د دې زاړه سړي نه ډاریږي او دا بیان يې هم ورته وکړ چې ده د دې بوډا در غوا ګانې وخوړي. بیا يې و ویل چې:« ولې باید څوک له دېزاړه بوډا نه وډار شي. راځی چې دا سره زر بیرته ترې واخلو.»

جادوګرانې په دې عقیده وې چې نه، انسانان ډ یر ځیرک دي او زموږ دوژلو لار چارې پیدا کولی شي. لیوه دجادو ګرانو خبرو ته غږ نه نیو، پاڅید او روان شوتر څو چې سره زر بیرته تر لاسه کړي. خو جادو ګرانو دانسان سره د مقابلې خطر نه ځان ساته. دوی راولاړې شوې او لیوه يې وواژه.

داکیسه ښيي چې ډار بد په بدو وژني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.