د اوکراین د بېرحمه جګړې یو عکس چې نړئ ته یې ټکان ورکړ

615

د اوکراین د بېرحمه جګړې یو عکس چې نړئ ته یې ټکان ورکړ

هغه انځور چې په ټوله نړۍ کې خور شو او ډیرو پرې اوښکې توی کړې.

د اوکراین په ماریوپول ښار پر یوه روغتون د روسانو د مارچ د نهمې برید سخت غبرګونونه وپارول.

د مارچ په ۹مه اخیستل شوي عکسونه په ماریوپول کې یو لوي روغتون چې په بشپړ ډول ویجاړ شوی او لوګي ترې خیژي، ښیې. دغه امیندواره میرمنې چې ټپي شوې خو لا ژوندۍ او وژغورل شوه. دغه میرمن چې په خپله خیټه یې لاس ایښې د ژغورنې عملې په یوه تذکره کې چې په یوه سره کمپله پرته ده ژغورل کیږي او بل لور ته د انتقال په حال کې لیدل کیږي.

د AP خبري اژانس د راپور له مخې دغه امیندواره ښځه او ماشوم یو بل روغتون ته ولیږدول شول. معالح ډاکټر تیمور مارین وایي چې د دغه ښځې د ملا د تیر لاندینۍ برخه ماته شوې وه. موږ د ماشوم د ژغورلو لپاره عملیات وکړل، مګر په ماشوم کې د ژوند نښې نښانې نه وې.

ډاکټر زیاتوي موږ بیا هڅه وکړه چې ښځه وژغورو.

– د مور د ژوند ژغورونکي درملنې ۳۰ دقیقې وخت ونیو چې هغې هم د ژورو ټپونو له امله ژوند له لاسه  ورکړ، لنډه دا دواړه مړه شول، ډاکټر مارین وايي: په دې ټول وخت کې د ښځې میړه او پلار هلته شتون درلود.

دا عکس د اوکراین د بېرحمه جګړې یو دردونکی انځور دی چې کله هم د اوکراین د جګړې یادونه کیږي دا عکس به یې مخې ته راځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.