امریکایي نظامیان:بایډن د افغانستان مسئله کې وښوده چې بې کفایته دی

575

امریکایي نظامیان:بایډن د افغانستان مسئله کې وښوده چې بې کفایته دی

امریکایي نظامیان او سیاسي فعالین په دې باور دي چې په ټوله کې په نړۍ کې په تېره بیا په اوکراین کې د اوسني وضعیت د رامنځ ته کېدو اصلي لامل په افغانستان کې د امریکا اقدامات دي. د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د امریکا ددفاع وزیر کریسټوفر مېلر او د امریکا ګڼو نورو پخوانیو نظامي چارواکو ویلي چې امریکا په افغانستان کې دا وښوده چې دوی د کړکیچن وضعیت د مدیریت وړتیا نه لري، نو له همدې امله په نړۍ کې ډېرې ډلې او هېوادونه دې ته هڅېدلي چې په ناندریو او جګړو لاس پورې کړي. دوی وایي امریکا په افغانستان کې داسې اقدامات ترسره کړل، چې امریکايي پوځ او ادارات یې له شرم سره مخامخ کړل او د نړۍ وېره یې ترې لرې کړه. دوی همدا راز د امریکا اوسنی حکومت هم د نړۍ د وضعیت په مدیریت کې ناکام بولي او په دې باور دي چې بایډن یو کمزوری ولسمشر دی او د نړۍ د رامنځ ته شوو ناندریو د آرامولو وړتیا نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.