افغان سندرغاړی احمد ولي

شکیبا حبیب

959

د افغانستان نامتو سندرغاړی احمد ولي, د محمد اکرم نوابي زوی دی چې په ۱۹۷۰ کې سندرې ویلو ته پیل وکړ. دی ډېر ژر په دوو مشهورو سندور (چشمان آبی او مه روی تو شب موی تو ګل بوی تو دارد) شهرت وموند او دا دوهمه سندره یې خيله جوړه کړې وه.

احمد ولي له حبیبیې لیسې فارغ او تمه وه چې د خپل پلار لاره به غوره او د پولیسو اکادمۍ کې به زده کړې وکړي خو هغه یې

بشپړه نه کړه او سندرو ته یې مخه کړه.

پیل کې یې تبله وهله چې ښوونکی یې استاد هاشم و او موسیقي یې بیا د موسیقۍ له سرتاجه استاد سراهنګ نه زده کړې.احمد ولي او د افغنستان نامتو سندرغاړې مېرمن  هنګامې ګډې سندرې ویلي چې د افغانستان په موسیقۍ کې د غبرګو سندرغاړو له ډېرو ښو سندرو شمېرل کېږي.

افغانستان کې د ۱۹۸۰ کال له بدلونونو وروسته, احمد ولي لومړی هند او بیا جرمني ته ولاړ. موده وروسته هنګامه هم جرمني ته لاړه او هلته دواړو واده وکړ. دوی وروسته له پنځو کلونو له یو بله بېل شول اود مسیح احمد په نوم یو زوی لري.

احمد ولي بیا له جرمني امریکا ته لاړ او هلته یې دوهم واده وکړ. هنګامې هم کاناډا کې له ښاغلي سرور سره واده وکړ چې د دواړو یوه لور ده او هغه هم سندرې وایي.

حیدر سلیم او سلما, د افغانستان دوه نور نامتو سندرغاړي, د احمد ولي د ترور اولادونه دي. احمد ولي اوس د افغانستان د موسیقۍ د ژوندۍ ساتلو په موخه د غزل د ماښامونو (شام های غزل) کنسرټونه تر سره کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.