د لوی افغانستان یو ژبور او زړور فرهنګیالی

محمد اسماعیل یون

69
نن د داسې یو زړور ځوان او مبارز فرهنکیالي افغان د ټپېدو کېدو خبر خپور شو چې په لسګونو ځله یې مرګ په خپلو سترګو لیدلی دی. خو هغه داسې یو قلموال سرتېری دی، چې له مرګ، ګواښونو او خطرونو یې هېڅکله سترګه نه ده سوزېدلې، په یوه سر یې د یو لښکر کار کړی او په یوه قلم یې یو فرهنګي کاروان روان کړی دی. هره ورځ چې به دی له مشر منظور پښتون سره د جلسې په سر کې روان و ، نو زړه به مې درب درب کاوه ، چې خدایه خیر کړې بیا کومه دردوونکې پېښه و نه شي ، خو تلېفوني اړیکه مې ځکه ورسره نه نیوله ماو یل هسې نه چې پلمې ورته جوړې نه کړي او ستونزې یې نورې هم زیاتې نه شي . خو بیا مې هم زړه طاقت و نه کړ له بهر څخه مې د ملګرو پواسطه ورسره تماس ونیو ، ما ویل ستا او د نورو ملګرو ژوند ته ډېر په اندېښنه کې یم ، خو که خپل بر وطن ته راځې ما سره د ورور په شان اوسېږې، زه به ډېر خوشاله شم ، خو د عقل او تدبیر تقاضا دا وايي چې دلته به هم ستونزې پېښېږي ، ګیلامن له ما څخه ګیله و نه کړه ، ډېر خوشاله شو ویل یې استاده پر ټولو مشکلاتو خبر یم، ستا پر ستونزو هم خبر یم، بیا ورته زما مشوره دا وه، تر هغه چې ستاسو د ژوند لپاره کوم بل ځای کې یو بل خوندي چاپېریال برابرېږي، ښه به وي چې تر هغه پورې له خپل شخصي تدبیره کار واخلې، د راتلونکې مبارزې لپاره ځانته تر ممکنه حده خوندي چاپېریال برابر کړې، هغه وویل هېڅ خوندي چاپېریال نه شته، هره شېبه د مرګ خطر شته او هره شېبه د انفجار او انتحار امکان شته، مرګ خو به راځي، خو پر خپل زړه ارمان نه پرېږدم. ما چې د ده ګرمې وینې او ولولې ته وکتل او بیا په بر وطن کې خپل حالت ته، نو د بېوسۍ وروستي حد مې اندېښنې نورې هم زیاتې کړې.
په پای کې هغه څه پېښ شول چې موږ ترې اندېښنه لرله . اوس دې خدای ج ګیلامن وزیر افغان راته ژر تر ژره روغ کړي او د نورو ملګرو سر ته دې هم خدای خیر پېښ کړي . له ټولو ملتپالو افغانانو څخه مې هیله ده چې راځئ پر داسې یو عملي میکانیزم کار وکړو چې په لر او بر وطن کې هم د سرلارو ملي مبارزینو ژوند تر ممکن حده خوندي شي او هم ملي مبارزه په پوره تدبیر سره جاري وساتل شي.
سل دې ومره خو د سلو سر دې مه مره.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.