ګل او بلبل

سرلوڅ مرادزی

590
د سپرلي د موسم یو ښکلی سهار وو. بڼ و چمن له ډول ډول ګلونو څخه رنګینې جامې اغوستې وې. د سهار وږمو د ګلانو معطر بویونه پر کلي او مالت ګرځول. په دې وږمین او رنګین سهار کې یو بلبل، د ګل پر ډنډر ناست او د خپلې مینې او سوز داستان په لوړ غږ اوچیغو چیغو خپل میین، ګل ته ترغوږه تېروي.
ګل هم د ګران میین، د مینې داستان ته خپل ښی غوږ نېولی او بلبل چې له نغمو څه قدرې وزګار شو، په خندا کې يي ورته وویل:
ګرانه یارانه په پرده او نزاکت کې مزه کوي، د چیغو یارانه لذت او پایښت نه لري.
نوره دې خوښه!
بلبل ګل ته په ځواب کې وویل، زه په دې فکر وم چې زما او ستا یارانه به هم د نورو خلکو د یارانې غوندې وي، د چیغو او د پولې په سر یارانه به وي؛ نو ځکه مې تا ته په چیغو چیغو او سویو نارو غږ وکړ او د زمانې د نورو عاشقانو سره مې سیالي وکړه!
ګل چې تر دې وخته، د خلکو د دې ډول یارانې ناخبره وو، د دې خبرې د اورېدو سره سم يي له غمه سر ځوړ شو، له اوښکو يي سترګې ډکې شوې، په ترمې ترمې کېدو او زړه چاودو کې يي وویل، خدایه له داسې یارانې امان راکړې او عمر مې لنډ کړي!
خوږیاڼي، کږه (نوی ښار)
د ۱۳۴۷ کال د وري لومړۍ نیټه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.