د وینې ټیټ فشار ، عوامل او درملنه یي

1,638

د وینې ټیټ فشار ، عوامل او درملنه یي ! 

◀ د وینې فشار هغه ځواک دی چې د رګونو پر دیوالونو  د وینې د جریان په وسیله رامنځته کیږي ، او د حیات یوه نښه ګڼل کیږي . کله چې وینه د زړه په وسیله پمپ کیږي دغه فشار رامنځته کیږي . د وینې فشار دوه ډوله ښودل کیږي یوه ته سیسټولیک او بل ډیاسټولیک وي ، او داسې ښودل کیږي ۱۲۰/۸۰ . دلته یوسلو او شل سیسټولیک او اتیا ډیاستټولیک فشار دی .

◀  سیسټولیک هغه فشار دی چې د زړه د عضلې له انقباض وروسته په شریانونو کې رامنځته کیږي او ډیاسټولیک د رګونو یا شریانونو د داخلي فشار ښوونکی وي . کله چې د زړه عضله له انقباضي حالته انبساط یا د استراحت حالت ته راشي دغه فشار رامنځته کیږي . د زیاتره بالغینو لپاره د سیسټولیک فشار طبیعي او نارمله اندازه د ۹۰ او ۱۲۰ په منځ کې وي ، او ډیاسټولیک فشار د ۸۰ او ۶۰ په منځ کې ښودل شوی دی .

◀  په بیلابیلو هیوادونو کې د لوړ فشار اندازه توپير کوي . کله چې فشار ټیټ شي د بدن بیلابیلو برخو ته د وینې په رسیدا کې خنډ رامنځته کیږي . که دغه حالت ډیر دوام کوي د بدن بیلابیل غړیو لکه زړه ، مازغو ، او نورو اندامونو ته تاوان پیښولی شي . تر هغه چې ټیټ فشار کومه نښه نه وي پيدا کړي تاون نه کوي خو که تردې حده ټیټ شي چې نښې نښانې ېې څرګندې شي باید ډاکټر ته ورشو او علاج ېې وکړو . کله چې د مثال په توګه مازغو ته وینه او آکسیجن ونه رسیږي مازغه ښه کار او فعالیت نه شي کولی او په نتیجه کې ناروغ ګنګس خوبولی او سربداله وي ، حتي ممکنه ده ضعف وکړي .

◀  دغه راز کله چې ناروغ خپل وضیعت بدلوي ، مثال په توګه که ویده وي او ناڅاپه ودریږي نو ممکنه ده سر ېې وګرځي او حتي ممکنه ده ولویږي . هغه کسان چې یوازې په دې وخت کې له ټیټ فشار سره مخامخ وي دغه فشار ته ارټو ستاتیک فشار وايي . کله چې یو کس وینه ضایع کړي او یا په وینه کې میکروب ولري ممکنه ده فشار ېې ټیټ شي . که په د غه حالت کې وینه ناروغ ته ورکړل شي یا څښاک وکړي نو ممکنه ده حالت ېې بیرته شي او که میکروب وي باید هغه میکروب له منځه یوړل شي چې فشار هم ورسره بیرته عادي حالت ته ستون شي . ځینې وخت د بدن اوبه کمې شي ورسره د وینې اندازه هم کمیږي ، نو په دې ډول فشار ټیټیږي . که د کمو اوبو له امله فشار ټیټ شي د اوبو په څښولو او د مایعاتو په جبرانولو سره دغه ستونزه حال کیداي شي .

 ◀ په دغو حالتونو کې ممکنه ده فشار ټیټ شي :

◀ ناسمه تغذیه هم ممکنه ده د ټیټ فشار سبب شي . په تیره بیا په ماشومانو کې . په تیره بیا هغه ماشومان چې ښونځي ته ځي . که په تفریح کې سم خواړه ونه خوري نو ورته سر درد او نور ستونزې پيدا کیږي چې علت ېې ناسمه تغذیه او ټیټ فشار دی . په  ټکي کارډیا یا د زړه ډیر ضربان هم فشار ټیټولی شي . په خاصو درملو سره دغه ستونزه هم معالجه کیداي شي . دبراډي کارډیا په نوم د زړه ناروغي هم ممکنه ده فشار ټیټ کړي . دغه حالت د ځینو خاصو درملو د خوړولو په نتیجه کې رامنځته کیږي . که دغه درمل پريښودل شي نو فشار هم ورسره لوړیږي . د ټیټ فشار د مخنیوي یوه مهمه لاره سمه تغذیه او خوراکي رژیم دی باید خواړه منظم او غله دانه ، سبزیانې ، میوه ، غوښه او حبوبات په متعادل ډول او سم وخوړل شي .

◀ د ټیټ فشار د معالجې لپاره لومړی باید ډاکټر ته ورشئ او اصلي علت ېې پيدا کړئ . خو ځینې لارې او رودې شته چې درسره مرسته کولاي شي .

◀ د معدې او کولمو ستونزې هم ممکنه ده فشار ټیټ کړي . دغه راز ویره او اضطراب هم یو اصلي علت کیداي شي . ډیرئ داسې ناروغۍ او عوامل شته چې فشار ټیټوي ، خو اصلی علت ېې باید ډاکټر پيدا کړي او که علت پیدا نه شي نو په هر ډول چې باید فشار نارمل حدې کې وسالت شي . پام وکړئ که مالګه ډیر تر لاسه کړئ فشار مو لوړیږي او زړه ناروغۍ درته پيدا کوي خو که ېې لږ وخورئ هم ممکنه ده فشار مو نوره ټیټ کړي خو په مالګې خپل فشار مه کنټرولی . دغه راز اوبه ډیرې څښئ ، هغه شیان چې د بدن اوبه کموي لږ مصرف کړئ د مثال په توګه شراب دبدن اوبه کموي .

◀ د سبزیاجانو اوبه په تیره بیا د ګازرو ، بانجانو اوبه کبان ، او سمندرې مالګه درسره مرسته کولاي شي . پر دې سربیره کاربوهایدریټ کم مصرف کړئ . د مالګې په خوړلو کې احتیاط وکړئ . که ټیټ فشار لرئ مالګه باید نه ډیره او نه لږ وخوړل شي . میوه پریمانه خورئ .  د میوې اوبه د زړیدا مخه نیسي او د فشار د ټیټیدا په مخنیوي کې هم مرسته کوي  . د لبلبو اوبه د ټیټ فشار په معالجه کې ګټور ثابت شوي دي . په و رځ کې که دوه ځله د لبلبو اوبه وڅښل شي ګټه به ېې په څو ورځو کې وګورئ . دغه راز د ټیټ فشار د مخنیوي یوه ښه وسیله سپورټ کول دي که سالم ژوند وکړئ او ښه تغذیه ولرئ د ټیټ فشار تکليف نه به خلاص وئ .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.