دعوت میډیا۲۴( پنجشنبه/۳ کب/۱۴۰۰): د کابل امنیه قوندانۍ ویاند خالد ځدران رسنیو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې ویلي چې نن ورځ د کابل د اوومې امنیتي حوزې منسوبينو د غلو يو لويه او خطرناکه ډله د دوه موټرو سره ونيوله.
ځدران یادونه کړې چې دغې ډلې د ريشخور سيمې له يو کور څخه د ٥٧٧٥٠٠ نغدو افغانيو سربيره زياته اندازه سره زر هم لوټ کړي وو چې د پېښې څخه وروسته په عاجله توګه اقدام وشو او د ٧ مې حوزې اړوند يو چيک پواينټ کې غلو د مقاومت هڅه وکړه؛ په پايله کې يې يو غل ووژل شو او اته تنه نور ژوندي ونيول شول.
د غلو شهرت په لاندې ډول دى:
۱- بریالی ولد ببرک خان ولدیت میرخان اصلی استوګنځی قرباغ او اوسنی استوګنځی لسمه ناحیه
۲- قمرالدین ولد عبدالعزیز ولدیت شیرجان د اتمی ناحیه اوسیدونکی
۳- عبدالصمد ولد جوره ولدیت عبدالله اصلی استوګنځی سرپل اوسنی استوګنځی کابل
۴- امان الله ولد محمدالله ولدیت نصرالله اصلی استوګنځی هلمند اوسنی استوګنځی ۱۵ ناحیه
۵- محمد یوسف ولد حمیدالله ولدیت میراجان اکا
۶- راز محمد ولد حاجی ظریف ولدیت محمد عمر
۷ – محمد ولد داد محمد ولدیت خالق داد
۸- عبدالقادر ولد محمدالله ولدیت حاجي نصرالله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.