!افغانه خورکۍ، د تاريخ د جبر په هنداره کې

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

687

افغان ښځې يقيناً زموږ د ملي افتخاراتو ساتونکې دي. د انساني نسل تر ټولو لمړنۍ روزونکې او د افغاني غرور امينې دي.
منم چې د تاريخ په اوږدو کې د افغان ښځو غوڅ اکثریت شرعي حجاب او افغاني دود نه دى مات کړى، خو بيا هم زموږ د  سياسي مشرتابه لخوا ورسره د هر سياسي بدلون په پايله کې د سمون په نوم د خپل زور څرګندولو پيل له ښځو څخه کړى  دى. د دين په پلوي او دين ستيزي دواړو برخو کې د افراطيت ښکار ګرزيدلې دي.

چا ورباندې د ازادي او حقونو ترعنوان لاندې د غربي کلتور تپلو کوښښ وکړ،  د عزت پړونئ يې د هغوى له سر څخه د کش کولو هڅه وکړ، چا خپل بيرغونه په لاس کې ورکړل او نڅا ته يې د افغان تورسرو د را ايستلو فرمانونه صادرول، چا دخپلو ګوندي ترانو  د زمزمه کولو لپاره ورباندي فشار راوړ، چا  په جګړه کې وځپلې وځورړلې او يې ووژلې، چا هم زموږ د اتلس مليونه خويندو په استازيتوب له لويديځ کلتور څخه اغيزمنې شوي څو ښځې نندارې ته وړاندې کړې، چا په شليدلي پتلون او د نڅا په موډ کې په نړيوالو ناستو کې ځان زموږ د عفيفو استازې نړۍ ته ور وپيژانده  او چا هم ورباندي د ښونځي او پوهنتون دروازې وتړلې.

موږ د تاريخ د جبر هغه سناریو ټوله وليده چې  افغانو ښځو د هر ډول تيري په وړاندې تر اخره پورې د خپل عزت او عفت ساتنه کوله، د دين او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې يې د خپلو وياړونو د خوندیتوب لپاره د مبارزې په برخه کې هيڅ  اړخ ته هم سر ښکته نشو.

نن غواړم د خپلو ليکنو همېشنى اسلوب چې د خپل نظر څرګندول دي مات کړم او د ښځو د ستونځو په اړه  څه تاريخي او کلتوري مسائل راوسپړم.

د تاريخ د پاڼو په استناد اوسنۍ چادري د ځينو په باور له ايران، ځينې يې بيا له مرکزي اسيا او يا هم له برتانوي هند څخه د وخت او شرایطو د اړتیا له مخې راوړل شوى دود ګڼي. ځينې سرچينې ليکي چې د لمړي افغان انګلیس د جګړو  ۱۸۳۹-۱۸۴۲ ترمنځ کله چې افغانستان ته زيات شمېر انګريزي ځواکونه راغلل. په سياسنګ شيرپور او بي بي مهرو عسکري سيمو کې ځاى پرځاى شول او د ښار په مختلفو برخو کې به يې ډيرې ګزمې کولې، نو افغان مشرانو پريکړه وکړه چې د انګریزانو له بدو سترګو څخه د خپل عزت او عفت د خوندیتوب په موخه ښځې داسې لباس وکاروي چې د بدن هيڅ غړى يې ښکاره نشي.

د چادري غوراوى ځکه وشو چې دا د هندوستان د نوابانو د ښځو مودرن لباس ته ورته حجاب وو. هغه څادر چې د ښکلا کيسې يې تر کابله رارسیدلى وې، نو افغان ښځو هم وغوښتل چې تقليد يې وکړي. که څه هم افغان ښځو کله هم حجاب ته نه نه دي ویلي خو په مختلفو دورونو کې مختلف حجابونه دود شوي دي.

ملکه ثريا له هغو لمړيو ښځو څخه وه چې د وخت پاچا امان الله خان خپلې عنعنوي ټولنې کلتوري لومړيتوبونو ته له پام کولو پرته د ١٩٢٨ زيږديز کال د اکتوبر په لمړۍ اونۍ کې د بهرنیو چارو د وزارت په ستوري په ماڼۍ کې څلور سترې ناستې را وبللې چې په هره ناسته کې له شپږ سوه زياتو لوړ پوړو دولتي مامورینو او د بهرنیو هیوادونو سفارت کارانو له خپلو ميرمنو سره پکې برخه واخيسته.

پاچا د ناستې په څلورمه ورځ  د خبرو په مهال وویل چې غواړي په راتلونکو دوو مياشتو کې په ښځو باندې د برقع اغوستلو دود لغوه اعلان کړي خو دا به اجباري بڼه نه، بلکې اختياري بڼه ولري.  امان الله خان وویل چې چادري شرعي حجاب نه دى او ښځې به د ترکيي په شان يو دستمال په سر کوي چې له زنې لاندې تړل کېږي.

په همدغه ناسته کې امان الله خان له خپلې مېرمنې ملکي ثريا څخه وغوښتل چې پړونئ له سر څخه لرې کړي. ملکي همدغه کار وکړ او ناستو خلکو ورته لاسونه وپړکول. له همدې ناستې وروسته په کابل کې خورا کم شمېر نورو ښځو او انجونو د ملکې ثريا تقليد وکړ، خو د پړوني لرې کولو د پاچا په وړاندې حساسیتونه راوپارول چې پايلو يې هيواد ته سخت زيان ورساوه.

د امان الله خان د حکومت له نسکورېدو وروسته او د امير حبيب الله کلکاني د حکومت په مهال په ١٩٢٩ زيږديز کال او د کلکاني د حکومت له نړيدو وروسته په ١٩٢٩ -١٩٣٣ پورې د محمد نادرشاه د حکومت په مهال د حجاب ختمولو په تړاو د امان الله خان قانون لغوه اعلان او په ښځو باندي د چادري اغوستل حتمي شو.

بايد ووايو چې له ١٩٣٣-١٩٧٣ د محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ په مهال په ښځو باندې سوکه سوکه د چادري او بيا د حجاب شرط ختم شو. حتي لږ تعداد ښځو د غرب په تقلید کې خپل ورنونه هم لوڅ کړل. دا به له دين او افغاني کلتور سره د ښځو ژور تړون وګڼو چې له دومره په اصطلاح ازادي سره سره بيا هم کم شمېر ښځو د شرعي او افغاني حجاب پريښود.

له ١٩٧٣-١٩٩٢ پورې د محمد داود خان او له هغه وروسته د خلق او پرچم ګوندونو د حاکميت په مهال د حجاب په هکله هيڅ مکلفیت شتون نه درلوده، خو خلق او پرچم له لږ شمېر ښځو څخه د ابزارو په توګه ددې لپاره نندارې ته وړاندې کولې ترڅو د شوروي مشرانو ته يې وښئي چې هغوى د ښځو له ملاتړ څخه برخمن دي. د مجاهدینو له بريا وروسته ښځو ته د پړوني اغوستل شرط او د طالبانو په اوله دوره کې د چادري کارول ورته حتمي، د پوهنې او روزنې دروازې ورباندي وتړل شوې.

د خورا وياړ خبره داده چې د کرزي او غني د حکومتونو په مهال د لويديزوالو لخوا د زياتو هڅو، تشويقي، ترغيبي او تطميعې نيرنګونو له کارولو سره سره بيا هم زموږ افغاني خويندو خپل شرعي مکلفیت او کلتوري ارزښت ته په بشپړه توګه ژمنتیا وښوده. په ټول افغانستان کې داسې ښځه نه وه (الّا ماشأالله) چې په متفقه توګه ورته د بيحجابه ښځې عنوان وکارول شي. موږ په خپلو عفيغو افغان ښځو وياړو او د هغوى شهامت شجاعت او همت ته د درنښت مراتب وړاندي کوو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.