دا واضح خبره ده، چې روژه د برکتونو، رحمتونو او د بخښنې میاشت ده. لدې میاشتې باید یو مؤمن داسې پاک او منزّه ووځي، لکه تازه زږېدلی ماشوم. پدې میاشت کې الله ج په هر څه کې خاص برکتونه ایښي دي. سره ددومره ګرانۍ او نیستۍ الله ج د هر روژه دار په کور کې له یو نه یواړخه د طعام او روژه ماتي بندوبس کړی وي. دا میاشت د عبادتونو میاشت ده، چې یو عبادت په څو چنده بدلېږي. پدې میاشت کې د الله ج د رحمتونو دروازې خلاصې وي، نو ځکه باید یو مسلمان په تمامه مانا، تر خپلې وسې لدې میاشتې پوره ګټه واخلي. خبره رانه ونه غځېږي راځم خپلې موضوع ته، چې د روژې اړوند ټولنیز مساېل دي.
د خولې بوي
الله ج ته د روژه دار د خولې بوی د مشکو او عنبرو د بوی څخه بهتره دی، خو دا پدې مانا نه ده، چې ته دې خوله مه پاکوه! د شپې لخوا باید غاښونه پاک شي، که پاک یې نه کړو نو د غاښونو په منځ کې مو خواړه پاتې کېږي، چې دا بیا د ورځې لخوا د تعفن او د غاښونو د خرابېدو سبب کېږي.
خوراک
همدا رنګه ځینې ورونه په روژه ماتي کې د پیازو، ګندنې، هوږې، ملۍ او ځینې نورو داسې خوراکونو څخه کار اخلي. او چې کله مسجد ته د تراوېحو لپاره راځي خلک ترې کوښښ کوي، چې لرې ودرېږي ځکه له خولې یې د هغه خوراک تعفن راځي، چې په روژه ماتي کې یې خوړلي دي. دغه راز ځینې ورونه دومره خوراک وکړي، چې بیا په تراوېحو کې اوږده اوږده ارګمي اچوي، چې خلک ترې بد وړي. باید دومره خوراک وشي، چې په معده مو بوج نه وي، بیا چې کله له تراېحو کورته ستنېږو خپله بشپړه ډوډۍ نوش جان کړو.
د پېشلمي لپاره پاڅېدل
د هجرت په دیار کې زه ډېر وړوکی وم، موږ د پېښور په اچر کلي کې د مهاجرت ورځې شپې تېرولې. زموږ د کور سره جوښت یو مسجد وو، یو مشهور عالم (دلبراستاد) یې امام و. دې مسجد ته یو چا په لمړي ځل لسپیکر (لاوډسپیکر) راوړ او د مسجد پر لوړ ګنبد یې نسب کړ، کله چې اذان شو نو، ما منډه کړه تر څو وګورم، چې دا سړی دې لوړ ګنبد ته څنګه ختلی او له هغه ځایه اذان کوي. ګورم چې د مسجد له هغه لوړ ګنبد څخه غږ راځي او تر اخره ترې کوم کس نه کوزېږي! دانو زما لمړی ځل دی، چې داډول صحنې سره مخ کېږم. دقیق مې په یاد نه دي خو دومره رایاد دي، چې په ګران وطن مو روسانو یرغل کړی و او پلار به مو ویل، چې د کارمل حکومت دی. ما څو ځله هڅه وکړه، چې دا سړی، چې دې ګنبد کې اذان کوي پېدا کړم، خو تر اخره به ولاړ وم سړی به له ګنبده نه کوزېدو. یوه ورځ مې ولیدل، چې دلبر استاد دننه په مسجد کې اذان کوي او غږ یې په هاغه تور لېن کې بره ګنبد ته ځي او لسپیکر کې خپرېږي.
دا اوږد مثال مې ځکه وړاندې کړ، چې ساده وختونه وو پېشلمي لپاره د خلکو راویښولو همدا لسپیکر ښه وسیله وه. خو د وخت په تیرېدو سره هر څه تغیر کوي او داچې موږ په یووشتمه پېړۍ کې یو، چې د کمپیوټر او انټرنټ دور یې بللی شي، تقریباً په هر کور کې مبایل شته. او د ساعت زنګ (الارم) یې د پېشلمي لپاره په خپله خوښه عیار کړی وي. خو دا کار ورته هېڅ ګټه نه رسوي، ځکه په هر مسجد کې مؤذن صېب په خپله خوښه، چې کله راویښ شي، نو مسجد ته راشي او د لسپیکر ګوګو چالان کړي او ښه خپل زړه پرې یخ کړي. وخت یې هم مالوم نه وي کله د شپې یونیمه بجه کله دوه او کله درې بجې.
داخو لا دا چې ورپسې د ترانو او نعتونو ثبت مبایل ونیسي او ښه ډېر نعتونه نشر کړي. الله ج دې ورته اجر ورکړي، خو کاش چې د اوقافو لخوا د پېشلمي د پاڅولو لپاره واحد وخت ټاکل شوی وی.
ما د خپل مبایل زنګ درې بجو او شل دقیقو ته عیار کړی خو تر اوسه پورې د خپل مبایل پر زنګ نه یم بېدار شوی. موږ په کور کې اوه کسه یو، چې دوه تنه پکې روجتان یو، خو د ملا صېب د ګوګو له برکته ټول پاڅېږو او په هاغه اول ګوګو پاڅېږو، هغه که دوه بجې و او که یوه بجه! په نیمه شپه یو ها جوړوي. اوږده روژه نیسو نو اړ یو چې د پیشلمي لپاره یو داسې غذا ځانته برابره کړو، چې د ورځې لخوا پرې اسوده واوسو. خو ملا صېب راته په نیمه شپه د کور ټول پرسونل راویښ کړي او هر څه را ګډوډ کړي.
په روژه کې مېلمه
بله مسئله په روژه کې د مېلمه مسئله ده. یوه ټوکه دې هم پکې وي؛ کوم چاکره په روژه کې مېلمه ورغلی و، نو د روژه ماتي او تراوېحو نه بعد مېلمه حجره کې ویده شو او کوربه کور ته لاړ، چې د کور او حجرې ترمنځ لږڅه واټن وو. کله چې کوربه پېشلمی راوړي نو د حجرې د برنډې مخ کې تیندک وخوري او د غذا پتنوس ترې چپه شي. کوربه لاړشي نوره غذا راوړي خو د ځان سره ښه په غوسه وي، مېلمه هم لږ خجالته وي کوربه ته د تسلّۍ په خاطر ووایي ( په روجه کې مېلمه لوی موصیبت وي!) نو کوربه چې د غوسې تک شین وي ووایي (په بوزه کې یې لا…….). دا خبره د ځان لپاره نه کوم. مېلمه زما په سر کې سترګې دی تل یې تود هرکلی کوم، خو دا یو ټولنیز بحث دی. او باید دلته ترې یادونه وشي.
په عبادتونو مالامال روژه ولرئ او ثوابونه مو څوچنده شه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.