د روژه نیولو ګټې

1,288

روژه نيول په مسلمان فرض ده. الله تعالى فرمائي:

ژباړه: (اى مومنانو! فرض شوې ده په تاسو روژه لکه چې په مخکنيو مسلمانانو فرض شوې وه. ددې لپاره چې په تاسې کې تقوا او پرهيز ګاري پيدا شي)

د روژې نيولو پنځوس ګټې ‘

١: د روژې په هره شپه کې الله تعالى ځېنې بنده ګان د اور څخه خلاصوي. (مشکوة ١٧٣).

٢: د روژې په راتللو سره د دوزخ دروازې بندېږي. (مشکوة ١٧٣)

٣: د روژې په مياشت کې د ليلة القدر شپه شتون لري چې د زرو شپو څخه غوره ده.

٤: رسول الله (ص) فرمائي: چې د انسان د هر نيک عمل په مقابل کې نيکي زياتېږي. د يوې نيکۍ په مقابل کې لسو څخه تر ٧٠٠ ځلو پورې نيکۍ زياتېږي. الله تعالى فرمائي: مګر روژه نيول ځکه چې دا زما لپاره ده او زه په دې سره بدله ورکووم. او خپل شهوت او خواړه زما لا کبله پرېږدي. روژه نيوونکي لپاره دوه خوشحالۍ دي. يو د په روژه ماتي کې او بله خوشحالي چې کله د رب تعالى سره لېدنه کېږي. د روژه نيوونکي د خولې خوشبوئي د د مشکو د خوشبوئي څخه هم الله تعالى ډېره خوښوي. روژه ډال دى د شيطان او ګناهونو لپاره .

کله چې انسان روژه وي نو د بې ځايه او ناروا خبرې او شور دې نه کوي. او که څوک ورسره جنګ کوي نو ورته دې ووائي چې زه روژه يم.( مشکوة ١٧٣)

په پورتني حديث کې د روژې ګټې دا دي.

٥: روژه په ورځ د الله تعالى سره خبرې کوي. (مشکوة ١٧٣) الترغيب والترهيب بتحقيق الشيخ الباني مخ ١٤٠١ و سنده حسين لغيره.

٦: د روژې اجر د نورو عملونو څخه زيات دى چې د ١٠ څخه تر ٧٠٠ پورې اجرونه ورکوي.

٧: روژه نيوونکي شهوت او خواړه پرېښودل د الله تعالى لپاره وي.

٨: روژه نيوونکي لپاره خوشحالي ده د روژه ماتي په وخت کې.

٩: روژه نيوونکي لپاره خوشحالي د قيامت په ورځ کې د الله تعالى سره لېدنه ده.

١٠: د روژ ه نيونکي خوله ښايسته بوي کوي.

١١: د روژ ه نيونکي د خولې خوشبوئي د الله تعالى په وړاندې د مشکو د خوشبوئي څخه ډېره خوښه ده.

١٢: روژه د کناهونو لپاره ډال دى چې انسان پرې بچ کېږي.

١٣: روژه د شيطان لپاره ډال دى.

١٤: روژه باطلو ته ډال دى.

١٥: روژه د دوزخ د اور لپاره ډال دى .

١٦: روژې سره انسان د بدو خبرو او شور څخه بچ کېږي.

١٧: روژې سره انسان بدو ردو او جنګ څخه بچ کېږي.

١٨: روژه نيونکى به جنت ته د باب الريان دروازې څخه ننوځي. (متفقه عليه) مکشوة المصابيح ١٧٣ مخ.

١٩: د روژې په راتللو سره شيطانانو او پيريان تړل کېږي. (مشکوة ١٧٣)

٢٠: د روژې په راتللو سره د جنت دروازې خلاصېږي. (مشکوة ١٧٣)

٢١: په روژه کې د الله تعالى له لورې اعلان کوونکي اعلان کوي. چې اى د خير غوښتونکيه! د خير غوښتنه کوه. او د شر غوښتونکيه! د شر څخه ځان وساته. (مشکوة ١٧٣)

٢٢: په دې سره تقوا لاسته راځي. چې دا يو ډېر ستر نعمت دى. لکه په پورتنې ايت کې يې يادونه شوې ده. بيا پنځه پنځوس ګټې په الفوائد في تزکية القلوب ج ١ مخ ١٦٤ څخه تر ٢٥٥ پورې (الحديث).

٢٣: د روژې مياشت د برکت او د خير مياشت ده. ( چې انسان ته په روژه نيولو حاصلېږي) (مشکوة ١٧٣).

٢٤: روژه د مسلمانانو لپاره شفارس کوي چې الله تعالى دا بنده وبښه. (مشکوة ١٧٣).

٢٥: رسوالله (ص) فرمائي: چې هر هغه انسان چې روژه ونيسي. د ايمان د له کبله او د ثواب د غوښتلو له کبله يې مخکني ګناهونه بښل کېږي. (بخاري، مشکوة ١٧٣).

٢٦: روژه د انسان لپاره مِبوطه قلعه ده. الترغيب والترهيب بتحقيق الشيخ الباني مخ ١٤٠١ و سنده حسين لغيره.

٢٧: د روژې نـسبت الله تعالى ځانته کړى چې دا زما لپاره ده.

٢٨: روژه کې نفل عبادت الله تعالى په فرضو عبادتو سره قبلوي. (مشکوة ١٧٣)

٢٩: روژه کې فرض عبادات الله تعالى له ٧٠ عباداتو قبلوي. (مشکوة ١٧٣)

٣٠: روژه د صبر مياشت ده. او د صبر ثواب او بدله جنت دى. (مشکوة ١٧٣)

٣١: روژه د همدردۍ او احساناتو مياشت ده. ( د فقيرانو مسکينانو ، کونډو ضعيفانو سره) (مشکوة ١٧٣).

٣٢: د روژې په مياشت الله تعالى دمومن رزق زياتوي. ( کله په مقدار سره کله په کيفيت او برکاتو سره ) (مشکوة ١٧٣).

٣٣: روژه ماتى ورکول روژه دار انسان ته په دې سره کناهونه بښل کېږي او نفس د اور څخه اوادېږي. او په دې سره د روژه نيونکې په اندازه ثواب دى. (مشکوة ١٧٣).

٣٤: هر انسان چې روژه دار موړ کړي. الله تعالى دا داسې حوض څخه اوبه ورکړي. چې بيا به نه تږى کېږي. تر دې چې جنت ته ننوځي. (مشکوة ١٧٤).

٣٥: دروژې مياشت اول يې رحمت منځ يې بښل او اخر يې د اور څخه خلاصون دى. (مشکوة ١٧٤)..

٣٦: روژه دار ته په اخري روژې نيولو سره ګناهونه بښل کېږي لکه مزدور ته چې مزدوري په اخر کې ورکول کېږي. او دا يوازې د ليلة القدر شپې پورې ځانګړې نه ده.

٣٧: جنت ښايسته کېږي روژې ته د کال د اول څخه د کال تر اخره پورې..نو کله چې د روژې اوله ورځ شي. نو يو ښايسته هوا راولوځي د عرش څخه لاندې د جنت په پاڼو د جنت په ښايسته حورو باندې او د ا حورې وائي : چې اى ربه! وګرځوه موږ ته د جنت والاو څخه داسې خاندان چې زموږ سترګې ورباندې يخې شي او د هغوى سترګې په موږ يخې شي. د پهقي څخه دا روايت نقل شوى دى. (مشکوة ١٧٤)..

٣٨: په روژه کې سحور ( پيشمنى) راځي او په دې کې برکت وي. (مشکوة ١٧٥).

٣٩: روژه منع کوي نفس د غوښتنو څخه چې نور عباداتو کې دومره قوت نشته دى. قرطبي – ٢٠٩ – ٢

٤٠ : روژه د الله تعالى او بنده تر منځ يو راز دى . چې دا راز بل چا ته نه ښکاري. د الله تعالى څخه پرته نورو ته او نور عبادت خو ښکاره وي. قرطبي – ٢٠٩ – ٢

٤١: رسول الله (ص) فرمائلي دي: هر انسان چې روژه ونيسي يوه ورځ د الله تعالى د رضا لپاره او په دې سره يې خاتمه وشي. نو دا به جنت ته داخل شي. رواه احمد الترغيب والترهيب ١٤١٠ مخ وصححه الباني.

٤٢: رسول الله (ص) ابو امامة (رض) ته چې لازمه ده په تا باندې روژه نيول. ځکه ددې برابر نشته دى په اجر عباداتو او عمل کې. نو ابو امامة ته رسول الله ص) بيا دا عمل وفرمائيلو. رواه النسائي و صححه الباني. ١٤١١مخ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.