د ماشوم فزیکي معاینه

ارمان خان امیري

915

د تاريخچې اخیستل

د ماشومانو د تاریخچې اخیستل له غټانو سره توپیر لري. اړینه ده، چې لاندې ټکي وپوښتل شي:
1. د اوسنۍ ناروغۍ تاریخچه: د ماشومانو د اوسنیو ناروغیو تاریخچه باید د غټانو په څېر واخیستل شي (تفصیل یې په لومړي څپرکي کې وګورئ). د اعراضو د پوښتلو څرنګوالی باید داسې وي لکه په لومړي څپرکي کې چې ذکر شو.
2. د زېږېدلو تاریخچه: د زېږېدلو تاریخچه باید واخیستل شي. لاندې ټکي باید وپوښتل شي:
• آیا مور د حمل پر مهال په کومې ناروغۍ اخته وه؟
• د حمل پر مهال د درملو او الکولو د اخیستلو تاریخچه باید واخیستل شي.
• آیا د ماشوم زېږېدل پر وخت وو؟
• د زېږېدلو پر مهال د ماشوم وزن او حالت څرنګه وو؟
• آیا ماشوم د زېږېدنې پر مهال ژېړی یا کومه تنفسي ستونزه درلوده؟
3. د تغذي تاریخچه: د ماشوم د تغذي په هکله دې وپوښتل شي. آیا د مور له شیدو څخه تغذي کوي، که له پوډري شیدو څخه؟ د مور له شیدو یا پوډري شیدو څخه د تغذي موده باید وپوښتل شي.
4. وده او انکشاف (مهمې مرحلې): په دې برخه کې اړینه ده، چې له لاندې تغییراتو څخه (د ماشوم سن ته په کتو سره) وپوښتل شي:

مهمې مرحلې:
سن تغییرات
په ۶ مه اونۍ کې – شا خوا ته د سر وروسته پاتې‌کېدل
په ۳ مه اونۍ کې – د بدن په مستوی کې د سر ساتل
په ۶ مه اونۍ کې – د دیوال په څنګ کې کېناستل
په ۹ مه اونۍ کې – په ځمکه باندې کېناستل، د نورو په مرسته درېدل
په ۱ کلنۍ کې – د درېدلو وړتیا او د نورو په مرسته خوځښت
په ۱ نیم کلنۍ کې – د نورو په مرسته په زینو کې ختل
په ۲ کلنۍ کې – ګرځېدل، توپ په پښه باندې وهل
په ۳ کلنۍ کې – په زینو کې ختل
په ۴ کلنۍ کې – ټوپ وهل، په زینو کې کته کېدل

5. د واکسین تطبیق او معاف‌کول: آیا ماشوم واکسین شوی دی. که ځواب مثبت وي، کوم واکسینونه یې په کوم سن کې اخیستي دي.
6. د مور د پخوانیو ناروغیو تاریخچه: د حمل پر مهال د مور د روغتیا په هکله وپوښتئ.
لاندې پوښتنې باید وپوښتل شي:
• آیا مور د وینې په لوړ فشار، ډیابټ، کلیوي، قلبي یا کبدي ناروغیو اخته وه؟
• آیا په ملاریا، روبېلا، ټوبرکلوز یا د بولي لارو په انتاناتو باندې اخته وه؟
• آیا د مهبلي ناروغیو کومه تاریخچه لری؟
• آيا د ټایراید په ناروغیو (hypo/hyperthyroidism)، SLE یا rheumatoid arthritis باندې اخته وه؟
• آیا په pre-eclampsia یا مخکې له ولادت څخه خونریزۍ باندې اخته وه.
7. د کورنۍ تاریخچه: د مور او پلار سن باید وپوښتل شي. که مور او پلار له کومې کورنۍ ناروغۍ څخه رنځ وړي باید ملاحظه شي. د کورنۍ د نورو غړو د عمومي روغتیا په هکله باید وپوښتل شي.
8. ټولنیزه او محیطي تاریخچه: د مور او پلار ټولنیز او اقتصادي حالت باید وپوښتل شي. په کور او محیط کې د ژوند شرایط باید وپوښتل شي.د مور او پلار د اعتیاد تاریخچه باید واخیستل شي. د کورنیو ژوو په هکله هم باید وپوښتل شي. د ماشوم د خوړلو، ویده‌کېدلو او نورو عادتونو په کله دې وپوښتل شي.

د ماشوم معاينه
موضعي معاینه، عمومي فزيكي معاينه او سیسټمیکه معاینه په کې شامل دي.
‌أ) موضعي معاینه
1. سر: د سر اندازه، محیط او تناظر باید وارزول شي. د قدامي fontanel کلکوالی باید معاینه شي. اندازه یې د زېږېدنې پر مهال ۲.۵ × ۲.۵ سانټي‌مټره ده او په ۱۸ میاشتنۍ کې تړل کېږي. په vicetts او hydrocephalus کې یې تړېدنه شا ته لبېږي. په ډي‌هایډرېشن کې ننوځي او په meningitis کې راووځي.
2. غوږ، سترګه او پوزه: دا غړي باید د التهاب، افرازاتو یا کومې بلې ولادي نقیصې د موندلو لپاره معاینه شي.
3. خوله او غاښونه: د شونډو رنګ دې ملاحظه شي. نارملې شونډې ګلابي وي.
• خاسفې شونډې انیمیا ښيي، په دې حال کې چې شنې شونډې سیانوز ښيي.
• که د شونډو او د خولې د زاویې کوم التهاب، پړسوب یا رژېدنه شتون ولري، ملاحظه یې کړئ.
• د شونډو یا د خولې د مخاطي غشا خونریزي هم باید ولیدل شي.
• د Koplik’s spot شتون باید د غومبورو په ننۍ سطح کې ولیدل شي (دا وړې، سپینې او د سنجاق د سر په اندازه لکې دي چې سرې قاعدې لري). په شري (measles) کې منځته راځي.
• د ژبې رنګ، اندازه او تناظر باید معاینه شي. د ژبې وچوالی (ډي‌هایډرېشن) او مرطوب‌والی باید ولیدل شي. ټول هغه حالتونه چې پر طبیعي‌والي باندې یې دلالت کوي، باید ملاحظه شي.
• په ژبه یا تالو کې د قرحې شتون باید ولیدل شي.
• د غاښونو شمېر او وده باید د ماشوم سن ته په کتو سره وارزول شي.
4. غاړه: د غاړې پړسوب او لنډوالی باید ولیدل شي. JVP، نبضان، او د لمفاوي عقدو ضخامه باید وکتل شي. آیا غاړه، سر حمایه کوي؟ د غاړې شخوالی باید صدر خوا ته د منفعل قبض په واسطه ولیدل شي.
5. اطراف او د فقرو ستون:
• شا باید په ځیر سره ولیدل شي. د فقرو د ستون سؤشکلونه لکه scoliosis (د فقرو د ستون Sډوله کېدل)، kyphosis یا lordosis باید وکتل شي. باید ولیدل شي چې آیا spina bifida شتون لري، که نه؟
• لاسونه باید د ولادی سؤشکلونو یا نقیصو (لکه polydactyly) لپاره معاینه شي.
• د پښو لیندۍ‌کېدل په دوه‌کلنۍ کې معمول دي.
• د پښو اوارېدل دې ولیدل شي.
• لاس باید د clubbing او ولادی سؤشکلونو لپاره معاینه شي.
• د لاسونو او پښو مفصلونه باید د پړسوب، درد، سوروالي، د خوځښتونو محدودیت او د نوډولونو د شتون لپاره معاینه شي.
• زنګون، ښنګری، څنګله او ورغوی باید معاینه شي.
• د ورون مفصل باید د ولادي خلعې لپاره معاینه شي.
• له ناروغ څخه وغواړئ، چې وګرځي. که کوم اختلال شتون ولري، ملاحظه یې کړئ.
• عضلې باید د اټروفي، هایپرټروفي، فلج، پړسوب او حساسیت لپاره معاینه شي.

‌ب) عمومي فزیکي معاینه
لکه غټانو غوندې، په ماشومانو کې هم دا لاندې ټکي په پام کې نیول کېږي:
1. نبض (pulse): radial، brachial، femoral او carotid نبضونه باید وارزول شي. د دواړو خواوو نبضونه باید یو بل سره پرتله شي. نارمل نبض سن ته په پام سره توپیر کوي.
• نوی زېږېدلی ماشوم -۱۴۰ په دقیقه کې
• ۱ کلن ماشوم -۱۱۰ په دقیقه کې
• ۳ کلن ماشوم – ۱۰۰ په دقیقه کې
• ۸ کلن ماشوم – ۹۰ په دقیقه کې
• ۱۱ کلن ماشوم – ۸۰ په دقیقه کې
2. د تودوخې درجه: د تودوخې درجه په ابط، رکټم او خوله کې تعیینېږي. د ابط د تودوخې درجه د رکټم په پرتله ۰.۵ درجه سانټي‌ګرېډ‌ه ټيټه ده، اما د خولې په پرتله ۱ درجه سانټي‌ګرېډ‌ه لوړه ده. د ژړلو، ډار او فعالیت پر مهال ډېرېږي.
3. د وینې فشار:
• د ماشوم د وینې د فشار د ارزونې لپاره، د فشار له هغې آلې څخه چې کف یې وړوکی وي ګټه اخیستل کېږي (د مټ 2/3 برخه باید وپوښي).
• په هغو ماشومانو کې چې عمرونه یې له ۳ کلونو څخه لوړ وي د اصغأ له میتود څخه ګټه اخېستل کېږي، اما په وړوکو ماشومانو کې، د جس میتود څخه ګټه اخیستل کېږي.
• د Flush method په نوو زېږېدلو ماشومانو کې په کار وړل کېږي. په دې میتود کې کف د مټ په پاسنۍ برخه کې تړل کېږي او پرانیستل کېږي. وروسته له هوا څخه ډکېږي. په دې صورت کې لېرې ساحې سپینېږي. اوس له کف څخه هوا په تدریج بهر کړئ. کله چې لېرې ساحې ګلابي شي عدد په یاد وساتئ. دا عدد سسټولیک فشار سره مساوي دی.
‌أ. نوو زېږېدلو کې- 65/45 mmHg
‌ب. ۱ کلنو کې – 75/50 mmHg
‌ج. ۴ کلنو کې -85/60mmHg
‌د. ۷ کلنو کې – 95/65 mmHg
‌ه. ۱۰ کلنو کې – 100/70 mmHg

‌ج) سيسټميکه معاينه
1. د تنفسي سیسټم معاینه
• د ماشومانو ټټر سور رنګ لري.
• په نوو زېږېدلو ماشومانو کې تنفسي رېټ ۴۰ په دقیقه کې وي.
• په ۲ کلنۍ کې ۳۵ په دقیقه کې کېږي او وروسته له ۵ کلنۍ څخه ۲۰ په دقیقه کې کېږي.
• تفتیش، جس، قرع او اصغأ په معمولې طریقې سره ترسره کېږي. جس او قرع باید په نرمۍ سره ترسره شي.
• په ماشومانو کې د غټانو په پرتله نارمل تنفس لوړه فرېکوېنسي لري.
• وصف یې لکه د غټانو bronchial تنفس غوندې وي او د ماشومانو د تنفس (puerile breathing) په نوم یادېږي.
2. د قلبي‌وعایي سیسټم معاینه
تفتیش: تفتیش یې د غټاتو تفتیش ته ورته دی.
جس: Apex beat په ۴ بین‌الضلعي مسافه کې په منځنۍ ترقوي کرښه کې ده. tapping او heaving لکه غټانو غوندې جس کېږي.
اصغأ:
‌أ. د زړه ټول څلور محراقونه او د قص کیڼه څنډه باید اصغأ شي.
‌ب. په ماشومانو کې P2 اکثراً split وي.
‌ج. کله‌ناکله Venous ham او فزیولوژیک مرمرونه په وړو ماشومانو کې په نارمل ډول شتون لري.
‌د. که د اورېدو وړ مرمر شتون ولري، ځانګړنې لکه ځای، خپرېدنه، شدت او وخت یې ملاحظه شي.
1) د معدي‌معایي سیسټم معاینه
تفتیش: تر ۳ کلنۍ پورې نس د وړې حوصلې له سببه راوتلی وي. د اتساع اسباب یې د غټانو په څېر دي.
جس:
‌أ. جس باید په تودو لاسونو ترسره شي.
‌ب. کبد په نارمل ډول تر ۴ کلنۍ پورې د ښي ضلعي څنډې څخه تر ۲ سانټي‌مټره لاندې پورې د جس وړ وي.
‌ج. طحال د انتان په شتون کې د جس وړ وي.
‌د. طحال په ماشومانو کې کیڼې حرقفي حفرې خوا ته غټېږي، اما په غټو ماشومانو کې ښي حرقفي حفرې خوا ته غټېږي.
‌ه. غایطي کتلې په ښي حرقفي حفرې کې د قبضیت په صورت کې د جس وړ وي.
قرع:
‌أ. قرع باید په نرمۍ سره ترسره شي.
‌ب. fluid thrill او shifting dullness په معمول ډول جس کېږي.
‌ج. که مثانه له ادرار څخه ډکه وي، یو dullness د نس په لاندنۍ برخه کې شتون لري.
اصغأ: د غټانو په څېر ده.
2) د تناسلي غړو او عجان معاینه
• مقعد باید د فیشر، درد یا پرولپس د موندلو لپاره معاینه شي.
• د مقعد شاوخوا سوروالی په نس‌ناستي، فنګسي انتاناتو او چنجیو کې (د خارښت له سببه) لیدل کېږي.
• د مقعدي معصرې ټون، تنګوالی او اتساع باید ولیدل شي.
• د هر ډول افرازاتو شتون باید ملاحظه شي.
• د قضیب اندازه، بڼه او فوهه باید معاینه شي. ممکن phimosis (تنګه فوهه) یا hypospadiasis شتون ولري.
• خصیه باید معاینه شي، تر څو cryptorchidism رد شي.
• د وړو نجونو تناسلي غړي دې د سوروالي، افرازاتو، د clitoris غټوالي او د هغې غشا لپاره چې د مهبل خوله یې تړلې ده معاینه شي.
3) د مرکزي عصبي سیسټم معاینه
د ماشومانو د مرکزي عصبي سیسټم معاینه لکه د غټانو په شان ده:
• د Babinski نښه مثبت وي، یعنې د پښې غټه ګوته تر ۱۸ میاشتنۍ پورې په نارمل ډول لوړېږي.
• عکسې باید په ترتیب سره معاینه شي.
• په وړو ماشومانو کې، غوره ده چې عکسې د ګوتو په واسطه تحریک شي.
• وتري عكسې په شېدې څښونکو ماشومانو کې نسبتاً شديدې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.