مځکه هغه سوزي چي اور پر بل وي

عبدالباري جهاني

564
مځکه هغه سوزي چي اور پر بل وي
یو ګیدړ وو ډېر چالاکه په ځغستا وو
هم د زرکو هم د سوی په ځان بلا وو
د ښکاریانو له دامونو غورځېدلی
د خوني زمري له خولې وو تښتېدلی
په ټولۍ د ګیدړانو کي غښتلی
هر یو مکر یې جلاوو آزمېیلی
یوه ورځ یې یوه زرکه وه نیولې
لا یې ښه تر زامي نه وه رسولې
چي د زرکي سوې نارې ویل قیامت دی
د دنیا وروستۍ شېبې وروستی ساعت دی
ته لا اوس هم ښکار کوې د مظلومانو
نه وېرېږې له آزاره د مرغانو
ګیدړ ژر له حیرانیه کړه خوله وازه
سمدستي سو پوه د زرکي له پروازه
له خولې ووتله زرکه ناببره
سوله پورته پر نيژدې توره ډبره
په ککړو په شکرونو سوه له خدایه
چي د مرګ دام ته لوېدلې وه بېځایه
ګیدړ ږغ کړه ویل زرکي دورغجني
نه قیامت سته نه د مرګ توري پلټني
چا ویل چي دا ګړی به قیامت کیږي؟
پر دنیا باندي اسمان به رانړیږي
زرکي وویل پر ما باندي قیامت وو
ستا په خوله کي مي د ژوند وروستی ساعت وو
ما به څه کول دنیا چي څه به کیږي
چي نړیږي که له سره آبادیږي
په هغه ګړي قیامت وو ما لیدلی
چي مي خولې ته د قاتل وم رسېدلی
چي راغلی یې پر ځان د مرګ ساعت وي
پر بنده باندي هغه ګړی قیامت وي
په هغه ورځ د قیامت په ننداره سي
چي پخپله یې پر کور د مرګ ناره سي
چي پر چا غمونه نه وي ورغلي
چي یې وږي خپل اولاد نه وي لیدلي
له یخنیه چي څوک نه وي لړزېدلي
چي د رنځ په کړاو نه وي پوهېدلي
څه خبر وي چي پر نورو څه تیریږي
څه خبر وي وږي څرنګه ویدیږي
ښکاري کله وي په غم کي د مرغانو
څوک به سوال کړي د کوترو له بازانو
دا متل مو د نیکونو له ټبر دی
« موړ د وږي له احواله څه خبر دی»
پر باقي مځکه یا کښت وي یا غوبل وي
« هغه ځای سوځي چي اور ورباندي بل وي»
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د اپریل د میاشتي لسمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.