د شتمن کیدو لارې

عصمت الله یاسر

1,140
که تر اوسه هم نه وی شتمن شوي او مالي خپلواکي مو نه وي تر لاسه کړې، نو په خپله تګلاره او فکر له سره غور وکړئ. له شک پرته چې زموږ فکر، ورځني کړه وړه او په ټوله کې د ژوند تګلاره له شتمن کېدو سره مستقیمه اړیکه لري. که په دې باور اوسی چې د شتمن کېدو لپاره باید په یوه شتمنه کورنۍ کې زيږېدلي وای، په یوه ځانګړې برخه کې مو زده کړې کړې وای او یا مو هم د اوس په پرتله لا ډېرې هڅې او کار کړی وای، نو کېدای شي شتمن شوي وای. له بده مرغه باید ووایو چې همدغه باورونه ډېری وخت د انسان د پرمختګ مخه نیسي او د مالي بریا په مخ کې یې خنډ ګرځي. په دې لیکنه کې مو پر هغه څه تمرکز کړی چې که یې تاسو هم عملي کړی، شتمن کېدای شی.
۱- ټول شتمن کسان نړۍ ته شتمن نه دي راغلي
که تاسو په یوه شتمنه کورنۍ کې دنیا ته سترګې وغړوی، د دوو دلیلونو له مخې تاسو هم شتمن کېدای شی. لومړی دا چې کېدای شي چې له مور او پلار څخه یوه زیاته اندازه پیسې درته په میراث پاتې شي او یا هم د لومړنۍ پانګونې پر مهال در سره مرسته وکړي، خو تر ټولو مهم دویم دلیل دی، ځکه که چېرې تاسو د یوې شتمنې کورنۍ غړي وی، نو کېدای شي د شتمنۍ پیداکولو په اړه مو د منفي افکارو په پرتله مثبت هغه زیات وي او یو ډول د کاروبار لپاره له مخکې جوړ شوی مثبت ذهن ولری. دغه مثبت لیدلوری د دې لامل کېږي چې په ډېرې اسانۍ سره مالي خپلواکي خپله کړی. خو د شتمنو کسانو داسې زامن هم شته چې نه یې د خپل پلار شتمني یې زیاته کړې، بلکې د پلار ګټلي یې هم څټلي دي. ایا هغه څوک چې په یوه بې وزله کورنۍ کې یې دنیا ته سترګې غړولې دي، پر دې محکوم دي چې باید بېوزله لوی شي او زوړ شي؟ په دې اړه ډېرې زیاتې څېړنې شوې دي او دا یې ثابته کړې ده چې خبره داسې نه ده. که تاسو هم خپلې شاوخوا ته وګوری، وبه وینی ډېر هغه کسان چې په یوه خورا بېوزله کورنۍ کې پیدا شوي دي، د پاکې او حلالې لارې د شتمنۍ د غره لوړو څوکو ته رسېدلي دي. تاسو هم له همدې خبرې په الهام اخیستو کولی شی، شتمن شی او مالي خپلواکي خپله کړی.
«خلک یوازې د لاترۍ او قسمت حساب له لارې نه میلیونر کېږي، بلکې د یوه داسې کار له کبله میلیونران شوي چې ښه عواید لري، سپما کوي او پر نورو ګټورو کارونو پانګونه کوي.» (توماس جي استنلي)
۲- شتمن کسان ځانګړی جوړښت نه لري
موږ او تاسو ډېری په دې اند یو چې شتمن کسان ځانګړي انسانان دي او فکر کوو چې کېدای شي هغوی د ځانګړو جنټیکي ځانګړنو سره نړۍ ته راغلي وي، خو حقیقت دا دی چې شتمن کسان هم زموږ په څېر عادي انسانان دي. شتمن کسان هم د نورو انسانانو په څېر د قوت او کمزورۍ ټکي لري. په شتمنو کسانو کې هم د بېلابېلو فکرونو او عادتونو خلک شته. هغه کسان چې د شتمنو تر منځ د توپیر په لټه کې دي، کېدای شي دې مسئلې ته رسېدلي وي چې هغوی هم کوم ځانګړي انسانان نه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.