روژتۍ لنډۍ – څلورمه برخه

آصف بهاند

687

روژتۍ لنډۍ

څلورمه برخه

 

د روژې ورځ کې په مخ راغلې

سترگې مې پټې کړې گناه نه ډارېدمه

 

تا په روژه کې ځان سینگار کړ

د ظالم لورې رانه تښتي ثوابونه

 

له عمره کم، روژه پرې بار ده

شونډې یې وچې، سترگې مړې، مړې غړوینه

 

د روژتۍ لنډیو په دې برخه کې مې دا نوې لنډۍ راټولې کړې دي:

تېره روژه کې راسره وې

اوس مې نصیب دی چې بې تا یې تېرومه

 

په شوگیرو عادت سړی یم

د کلي خلک پیشمني ته پاڅومه

 

روژه په خپل وطن کې ښه وي

پردي وطن کې به دې هر څه مکروه وینه

 

روژه د خدای لپاره نيسم

په پشلمي کې دُوعا ستا لپاره کړمه

 

خدای نه به څوک پوښتنه وکړي

په مسافر ولې روژه روا کوینه

 

د روژې وس مې ځان کې نه شته

امر د خدای دی، پکې نه وهو لاسونه

 

په روژه ماتي چې ته نه وې

لکه بې موره مرغۍ گوښې ناسته ومه

 

له عمره کم، روژه پرې بار ده

شونډې یې وچې، سترگې مړې، مړې غړوینه

 

کرار ـ کرار روزه روانه

د ثواب میاشت ده موږه نه کړو گناهونه

 

په کړېدو مې رب راضي کړ

د روژې میاشت ده چې قبول مې شول سوالونه

 

په کرارۍ به عبادت کړو

د روژې میاشت کې ښه قبلېـږي طاعتونه

 

تا په روژه کې ځان سینگار کړ

د ظالم لورې رانه تښتي ثوابونه

 

پر لاره ځي او توبه وايي

د روژې میاشت ده له گناه ځان خلاصوینه

 

په پاک الله مې دې قسم وي

چې د روژې په میاشت کې نه کړم گناهونه

 

په گناهونو کې گیر مه شې

د روژې میاشت ده ځان ساته له عذابونه

 

گناه نه لرې گرځه یاره

اوس خو روژه ده بله میاشت بوزه راځینه

 

د روژې ورځ کې په مخ راغلې

سترگې مې پټې کړې گناه نه ډارېدمه

 

روژه د ځان له پاره نیسي

د عبادت منت پر نورو باروینه

 

د روژې ډېرې ورځې پاتې

ځان ټینگوه چې وارخطا نه شې میینه

 

په مازدیگر دې رنگ زېـړ ښکاري

شېبې دي لنډې روژه مات به ژر راځینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.