د غاښونو چیچل یا برکسیزم

870

د غاښونو چیچل یا برکسیزم Bruksizm څه شی دی، لاملونه یې څه دي او درملنه یې څه ده؟

ایا پوهیږئ چې یو لاشعوري او غېر ارادي عمل یا کړنه کولای شي چې ستاسې د غاښونو ژوند له وخته مخکې پای ته ورسوي، یعنې په دې ډول ښایي د غاښونو له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شو او خپل غاښونه له وخته مخکې له لاسه ورکړو.
دې پروسې ته په طبي ژبه برکسیزم ویل کېږي او په عام ډول دې حالت د غاښونو د چیچلو ستونزه ویل کېږي، چې ښایي زیاتره خلک ورسره مخ شي یا ډېر خلک یې ولري.
زیاتره خلک په تېره بیا ماشومان د شپې له خوا د غاښونو چیچلو عادت لري. همدغه راز په غوسه کې غاښونه چیچل خو یوه مشهوره خبره ده؛ خو مشران یا سپین ږیري په دې باور دي، کله چې ماشومان د وېرې احساس وکړي یا بد خوب وویني نو په دې حال غاښونه چیچي.
د دې تر څنګ دا خبره هم زیاته مشهوره ده چې کله د ماشومانو په خېټه کې چينجي وي یا په خېټه کې د چینجیو ستونزه لري، نو هغوی د غاښونو چیچلو ستونزه لري یا غاښونه چیچي، چې دا یوه تجربه شوې خبره ده.
برکسیزم څه شی دی؟
د برکسیزم یا غاښونو چیچلو په ستونزه کې ناروغ شخص اکثره وخت د ویښي په حالت کې د غاښونو په چیچلو پیل کوي، چې دا ستونزه په ماشومانو او لویانو کې یو شان لیدل کیږي، چې تر ټولو ډېر زیان یې غاښونو ته رسیږي ځکه چې دا د غاښونو پورتنۍ طبقه خرابوي.
د غاښونو چیچل کیدای شي زیاتره لاملونه ولري، چې د فزیکي او رواني اختلالات له امله وي او د برکسیزم ډولونه کې دوه ډوله وي چې یو ته یې د ویښې یا بیدارې او بل ته یې د خوب برکسیزم ویل کېږي.
د بیدارې یا ویښې برکسیزم:
په دې حالت کې انسان د ویښې په حالت کې خپل غاښونه چیچي. معمولاً رواني اختلالات، فشار، ذهني یا احساساتي ستونزې او غوسه او داسې نور د دې لامل کېږي.
د خوب برکسیزم:
دا ډول یې په ماشومانو کې ډېر عام وي، چې د دې ډول اضطراب قرباني کس حتی په دې نه پوهېږي چې هغه د خوب کې خپل غاښونه چیچي، چې د خوب اختلال ګڼل کیږي او زیاتره وختونه په لویانو کې هم لیدل کېږي.
لاملونه:
طبي کارپوهان د برکسیزم لاملونه اختلال، اضطراب، اوږدمهاله یا لنډمهاله صدمه، د خوب محرومیت، میرګي او ډیمنشیا ګڼي. همدغه راز د سګریټ څکول او د کافین زیات اسعمال هم د دې ناروغۍ احتمالي لاملونه کیدای شي او د ژوند نامناسب طرز هم لامل دی.
د بېلګې په توګه د خوب نشتوالي یا په پرلپسې توګه له اوه تر اتو ساعتونو پورې ویښ پاتې کېدل، ټلویزیون یا موبایل ته کتل او د غاښونو د درملنې د جانبي عوارض هم د برکسیزم لاملونه دي.
درملنه:
د طبي کارپوهانو په وینا، په برکسیزم ناروغۍ کې کومې ځانګړې درملنې ته اړتیا نشته، د ژوند د طرز په بدلون او د خوب په ښه کولو سره دغه ستونزه تر ډېره حده کنټرولېدای شي، خو کله ناکله د یوې جدي ناروغۍ نښه هم وي، نو له همدې امله له ډاکټر سره مشوره کول ډېر اړین دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.