د اوکراین په جګړې کې تردې دمه ۷،۷ میلیونه کسان بې ځایه شوي دي

480

دعوت ميډیا ۲۴ ( جمعه/۳ ثور/۱۴۰۱): د یوې نادولتي موسسې د راپور له مخې چې د بشري مهاجرت په اړه معلومات راټولوي، په اوکراین باندې د روسیې له یرغل راهیسې څه باندې ۷،۷ میلیونه خلک بې ځایه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د دغه هېواد تر ۱۷ سلنې زیات وګړي له خپلو کورونو، کاروبارونو او ملکیتونو تښتېدلي دي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، د اپریل میاشتې په لومړیو ۱۷ ورځو کې له ۶۰۰ زرو څخه زیات کسان په اوکراین کې بې ځایه شوي، چې دا وخت د بې ځایه شویو کسانو شمېر له ۷.۷ میلیونو څخه اوښتی دی.

د نړیوال روغتیا سازمان لخوا د اپریل له ۱۱ څخه تر اپریل ۱۷ پورې راټول شوي وروستي ارقام ښیې چې د بې ځایه شویو خلکو ۶۰ سلنه یې ښځې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.