په پټه مينه او ښکاره کرکه مبتلا نسل

نقیب احمد عزیزي

836

نیکولا ټیسلا وايي چې که ستاسې کرکه په برېښنا بدلېدای، ټوله نړۍ به یې روښانه کړې وه.

دلته څوک د کرکې بښنه نه غواړي، خو د ګرانښت یا مینې الفاظ به په پام کاروي چې څوک خپګان حس نه کړي. دا ممکنه ده چې یو څوک د مینې پر الفاظو شک وکړي، مګر پر دې اسانه باوري کېږي چې کرکه ورسره ښکاره کړو. مینه یې اسانه زړه ته نه لوېږي چې ورسره و دې یې لرلای شو. دا ولې؟ څه موده مخکې له یو چا سره پر همدې موضوع بحث کاوه، کیسه یې راته وکړه چې وراره مې ویل «یو ټولګیوال مې دی، ډېر مې بد اېسي. هره ورځ ورته مخامخ وایم چې بد مې راځې.»

دغه دوست مې جالبه پوښتنه ځنې کړې، وایي ما ورته ویل چې هغه کوم ټولګيوال دې ښه اېسي هره ورځ ورته وایې چې ښه مې اېسې؟

ویل: نااا

زموږ چې څوک بد اېسي تر هرې خبرې اول په عمل یا قول کې همدا ور فهموو چې کرکه ورسره لرو او په دې ډول کرکه نوره هم پیاوړې کوو، خو که څوک ان د مینې تر حده راباندې ګران وي نه ورته وایو. دې نه ویلو ته دلایل هم تراشو او دا مو شاید ذهن و هم نه مني چې تېروتنه کوو.

خلک هم د کرکې الفاظ هومره نادر نه ګڼي لکه د مینې د عامولو کومه خبره چې یې اندېښنه یا حتی کرکه را پارولای شي. ماحول مو کرکې دومره نیولی چې مینه او ګرانښت استثنایي حالتونه راته ښکارېږي. موږ مینه او عواطف دومره منفور کړي چې کرکه ترې اخلاقي اېسي. که څوک خبر شي چې د A له B نفرت کېږي، هیڅ غیر عادي نه ده او هر څوک یې په ارامه مني، خو که واورو چې د  A له B سره مینه ده یا پرې ګرانه ده، ډېره توجه مو جلبوي. د توجه دغه جلب د ټولنې د عاطفي وضعیت په لحاظ د افسوس وړ دی.

موږ اوس کرکجنتیا او له مینې او ګرانښته انکار لکه برخلیک او نارمل حالت داسې منلی دی.

زموږ پر مینه او کرکه که بحث کېږي، مهمه دا ده چې پر مروجو اخلاقو مو لومړی خبرې اترې وشي. زموږ په اخلاقي حوزه کې مینه په یوه نه یوه بڼه غیر اخلاقي تصور را تداعي کوي. مینه له ایروتیکي، جنسي او جنسیتي پوړو سره غوټه کړل شوې ده او بیا جنسي او جنسیتي مسایل د تحلیل او تشریح پر ځای غلي کول اخلاقيتوب ګڼو. کله چې جنسي تمایل بیان نه شي، ځای یې ظاهري او نمايشي اخلاقیتوب او ریا نیسي او کله چې جنسیتي تبعیض پر ځان ومنو، بیا د دوو مخالفو جنسونو تر منځ د مینې رابطه مستقیما له بداخلاقۍ سره تړو.

دغه نظریه پر نارینه او ښځینه دواړو اغېز لري. که نجلۍ نارینه ته د ګرانښت کوم لفظ څه چې یو نظر ور واړوي، ممکن په يوه شېبه کې د هلک په ذهن کې زر ډوله افکار تجزیه او تحلیل شي او له مینې فقط جنسي یا ایروتیکه معنا واخلي. دغه راز که کوم هلک نجلۍ ته د مینې کلمه ولیکي، نجلۍ شاید د اجتماعي او عام ذهنیت د معیار تر اغېز لاندې سپکې سپورې ووايي.

ځينې هلکان چې نجونې ازاروي یا د ښاریانو په ژبه، پرزه تلل له همدې هم سرچینه اخلي چې د جنسیت له تبعیضه را ټوکېدلی ټکر دومره زیات دی چې پر عواطفو د تفاهم لپاره د بحث هیڅ زمینه نه شته.

یو قدم نوره ور مخکې بوږنوونکې خبره دا ده چې زموږ په اجتماعي چلندونو کې کرکه غیراخلاقي چاره نه ښکاري. موږ د انساني خیر، نرمۍ او عواطفو پر ضد لکه هیک شوي داسې یو. له غریزو، فطرت او عواطفو سره جګړه د بزرګۍ او اخلاقي لوړتیا معیارونه ګڼو، حال دا چې نوې ارواپوهنې ثابته کړې چې دا ناروغي ده. نن سبا علمي ارواپوهنیزې څېړنې انسانان پر ښه او بد نه وېشي، بلکې په روغ او ناروغ یې تقسیموي. هر څوک د خپل اروایي حالت په اندازه ښه یا بد دی.

د مینې او ګرانښت له موضوع سره د تابو او خورا حساس بد شي چلند بله هغه مساله ده چې زموږ عواطف او نرم احساسات یې ځپلي دي. که چا ته وایو چې راته ګران/ګرانه یې ممکن هغه ته حقیر ښکاره شو يا يې خيال مستقيماً جنسي تقاضا ته لاړ شي. دغسې کله کله مقابل جانب بیا فکر کوي چې که چا ته ګران شو دی حتما تر عادي انسانانو ښه او لوړ دی.

په شعر کې د معشوقې له کبر و نازه شکايت له دې سره بې اړیکې نه دی چې زموږ معشوقو ته هم مینه او عشق استثنایي مسايل ښکاري. معشوقې ځکه کبرجنې کېږي چې فکر کوي دوی تر عامو انسانانو لوړ مقام لري او د لوړ مقام خیال ځکه ورسره پیدا کېږي چې په چاپېریال کې یې مینه یا د مینې اظهار نادر او استثنايي کار دی. که له نورې نړۍ سره زموږ د شعرونو تمدني، فلکوریکه او ارواپوهنیزه پرتلنه وشي، زموږ معشوقې به د ګڼو ازادو او پرمختللو ټولنو د هغو په نسبت “جفاکارې او بې‌وفا” وي. د معشوقو (نارینه او ښځینه) سلوک له ټولنیزو اخلاقي معیارونو او مروج ذهنیته سرچینه اخلي.

سره له دې چې زموږ اکثره روابط تر عقلانیت په عواطفو زیات ولاړ دي، مګر بیا هم له عاطفي ځانګړتياوو انکار کوو. که زه له ملګرو سره کېنم او یا یې مېلمستیا ته را بولم، د وخت د ضایع کېدو او اقتصادي تاوان په لحاظ عقلاني کار نه دی، مګر د عواطفو او اخلاقي معیارونو له مخې عالي کار کوم. موږ دلته تر عقل د عاطفې ډېر منو او فکر هم نه کوو چې مطلق د عقل احکامو ته دې غاړه کېښودلای شو. سره له دې چې له انسانانو سره مینه هم د احساس، عواطفو او غرایزو تقاضا ده، خو رټو او پټوو يې. که يو څوک ډوډۍ ته اړ وي او ډوډۍ غندي، موږ به يې حالت ته وخاندو، مګر پر خپل دغه حالت بیا نه خاندو چې مينې ته اړ، خو له مينې منکر خلک يو. کرکه د منفي عواطفو د کورنۍ ده او ثابته ده چې د انساني ژوند له بهترۍ سره مرسته نه کوي، خو موږ يې له ځانه نه شو شړلای. داسې ښکاري چې موږ له عقلانیته یوازې د مینې پر ضد کار اخلو. موږ د سرو زرو دا چاړه په نس کې وهلې ده.

بله مساله چې د مینې مخه یې نیولې د حیا غلط تعریف دی. موږ باید بې‌جرأتي او حیا سره بېل کړای شو. دغه راز جرأت او سپین‌سترګي توپیر کړای شو. که څوک زما فردي حریم نقضوي او زه خوله پټه نیسم، حیاداره نه، بلکې بې‌جرأته یم او بې‌جرأتي منفي پدیده ده. همدغسې که د نویو ژورنالیستو شویو کسانو په څېر خپل جرأت او استعداد په دې کې وینم چې خلک خبرې ته پرېنږدم؛ نو د باجرأتۍ د کعبې پر ځای د سپین‌سترګۍ د ترکستان مسافر رانه جوړېږي. د مینې د اظهار په مخنیوي کې هغې حیا هم لوی رول لرلی دی چې اصلاً بې‌جرأتي ده.

هغه کسان چې د شخصي تفکر کولو د ځواک له نعمته برخمن وي، هغوی هر قضاوت د عامو اجتماعي معیارونو په کاڼو نه کوي. مثلاً که د «شرم» اجتماعي تعریف منو، یو ډول پایله تر لاسه کوو او که «شرم» ته د فردي تفکر له لیده ګورو، بله نتېجه راوځي.

د بي بي سي د تعلیمي پروژو په دفتر (AEPO) کې زموږ یوه همکار او د فلسفې استاد غلام حضرت نبي‌پور د شرم په باره کې یوه ورځ په بحث کې وویل چې «شرم د بل کس حضور ته وايي. که بل څوک نه وي د جامو په ایستلو نه شرمېږو.»

د استاد نبي‌پور له مثاله ښکاري چې هغه شرم ته د خپل فردي تفکر له زاویې کتل، مګر که موږ ستړي یو او بیا هم د چا تر مخ د پښو غځولو جرأت نه کوو، شرم به مو د اجتماعي تلې په تیږه تللی وي. د مینې او کرکې په برخه کې د شرم فردي او اجتماعي تعبیرونه هم اغېزناک دي، يعنې ممکنه ده چې زموږ باورونه زموږ د عاطفي نړۍ نقشې رسم کړي. کومې فرضیې چې اجتماع زموږ په وجدان کې ځای پر ځای کوي، زموږ فردي شعور او ایګو هم ځان ورو ورو د هغو تابع کوي. فردي تعقل تر عام ذهنیت لوړ او بدل وي، خو دا هم واضح ده چې د فرد او ټولنې تر منځ ټکر اسانه له منځه نه ځي او نه څوک په يوازې سر د ټولنې پر مخ چليپا را کشولای شي.

اجتماعي ذهنیت او فردي تعقل زیات تفاوتونه لري. فردي تفکر او تعقل لږ خلک لري او اجتماعي تله د هر چا په لاس کې وي او قضاوتونه ورباندې کوي. په تاریخ کې مفکر انسانان ځکه د ټولنې له غبرګون او محکومیت سره مخ شوي چې د عام ذهنیت ړوند تقلید او متابعت یې نه شوای کولای. استاد محمد صديق پسرلی وايي:

عام ذهنیت ټیټ دی چې مني د سامیري سخوندر

لاس چې د فرعون ږیرې ته اچوي موسی منم

که د مینې او کرکې په باره کې فردي تعقل و نه کارول شي، حاکم اجتماعي قیودات نه شي سستېدای او چلينجېدای او موږ به د خشن حالت له جل وهلي ډګره د تعاطف باراني ګلشن ته ژر يا بېخي ستانه نه شو.

له خشن حالته عاطفي ارام او نارمل بيالوژيکي او سايکالوژيکي وضعيت ته څنګه تلای شو؟ خوشالي، مينه، خوشبختي او اروايي ارام بيرون دی او که يې په ځان کې دننه موندلای شو؟ نننی علم زموږ د مينې، کرکې او نورو عاطفي ـ اروايي لوړو ژورو په باره کې څه راته وايي؟ موږ بد ډېر یو که ناروغ زیات یو؟

له ټکنالوژيک پرمختګ سره لکه څنګه چې زموږ په تمدني وضعيت کې توپير راغی، اسانۍ او سختۍ مو هم ورسره نوې شوې. دا رنګه ځينې داسې ناروغۍ هم پيدا شوې چې ان د متمدن ژوند ناروغۍ يې بولي. لکه شکر، د وينې غوړ، لوړ فشار، چاغښت، ارتراتيس او سرطان. د ناروغيو له زياتېدو سره د ډول ډول تداويو طريقې او نوې دواوې هم جوړې شوې او جانبي عوارض هم ورسره پيدا شول، خو له دغو جانبي عوارضو سره سره انسان بیا هم کېمياوي و بېولوژيکي درمل استعمالوي چې بیا دا جانبي عوارض پخپله د نورو ناروغيو سبب ګرځي. مثلاً طبي پوهان وايي چې د انټي بيټيکو ډېر استعمال نه يوازې پر ميکروب تاثير نه کوي، بلکې د ځيګر، معدې او صفرا کڅوړې پر وظايفو هم اثر کوي. ناروغ د يوه مرض د تداوۍ په خاطر په بل مرض اخته کېږي، ځکه خو ساينس‌پوهان په دې لټه شول چې انسانانو ته داسې تداوۍ پيدا کړي چې په هغه کې د انسان د وجود دفاعي ميکانيزم پخپله په کار پيل وکړي او روغتيا له بیرونه د تحميل پر ځای له دننه را وټوکېږي.

ډاکټر نګين کرګر وايي، د دې ميکانيزم يو مثال چې ساينس‌پوهانو مطالعه کړ، په نهاره اوسېدل يا د طبي روژې مېتود و چې اکثره مذهبونه يې د عقيدې په اساس پر مخ بيايي او په اسلامي شريعت کې هم د فرايضو له جملې ده.

له دې مثاله هدف دا دی چې د پاسنيو ناروغيو غوندې جدي بيولوژيکي ناروغۍ هم د بدن د داخلي ميکانيزمونو د تقويې په وسيله مهارېدای او ان ښې کېدای شي؛ نو د رواني ستونزو او ګډوډيو لپاره خو لا زيات د دوا پر ځای د خپلو نفسياتو په تل کې د هغو د علتونو کشف د تداوي او معالجې بنسټ بلل کېږي.

ارواپوهنه وايي، بخيل انسان ممکن په ماشومتوب کې داسې روزل شوی وي چې فکر کوي په نړۍ کې د مړښت سرچينې د انسانانو تر اړتيا لږ دي، ځکه خو د لوږې وېره د هغه د بخيلتوب اخلاقي کيفيت ټاکي. يا مثلاً د ماشومتوب د پنځه کلنۍ په دوران کې له ماشومانو سره خشونت ممکن هغوی په لوييني کې په قاتلانو بدل کړي چې په لاشعوري ډول خپل غچ له نورو وکاږي. هغه کسان چې په ساديزم (له بل ځورولو خوند اخيستلو) روږدي شوي، ممکن تر شا يې ګڼ محروميتونه، د حقارت عقدې او د غچ د روحيې شاخصونه وي.

زموږ د دردونو، کړاوونو، کرکو، ډيپريشن، خشونت، تعارض، تجاوز، بدنېتيو، بخل، غيبت او بدو تصادمونو تر شا هم يو لړ جانبي عوارض شته چې په موږ کې اوږدې مودې جګړې، لوږې، ناسمو سياسي حالاتو، خرابو اقتصادي شرایطو او غير سالمو فرهنګي باورونو ايجاد کړي دي. که د دغو اروايي ناروغيو د تداوي لپاره د بدن دفاعي ميکانيزمونه تقويه نه کړو او د عواطفو له الګوريتمي تشريحاتو په علمي مېتودونو استفاده و نه کړو، نه ښه کېږو.

لکه اوس چې په سنتي طريقه د روغ او ناروغ پر ځای پر ښه او بد وېشلي يو، همداسې به پسې پاتې يو. موږ به اروايي تکليفونه او لوړې ژورې همداسې په مذهبي اخلاقي رفتارونو کې ننباسو ننباسو او اروايي ناروغ به د وعظ په وسيله تداوي کوو. دا داسې مثال لري لکه څوک چې زوکام وي او ته نصيحت ورته کوې چې خير دی مه ټوخېږه، ښه شه، پزه دې خلاصه کړه او تبه پرې کړه.

زموږ د منبرونو اکثره وعظونه ځکه دغسې دي چې خپل مخاطب سم نه پېژني او اروايي ناروغانو ته د سلوکي بداخلاقو په نظر ګوري. پر علت د تمرکز پر ځای وخت د نتېجې پر غندلو تېروي.

د انسانانو تر منځ استثنايي حالت ته د مینې تګ او د کرکې عامېدل هم عادي تصادفي خبره نه ده، دا د ټولنې په ګڼو فرهنګي، سياسي او اقتصادي او ان مذهبي بعدونو کې ريښې لري او موږ دا وضعيت خپلو راتلونکو نسلونو ته پسې ور لېږدوو. کله چې په يوه ټولنه کې د مينې ډېوې تتې شي، د خپګان او خشونت تيارې خپرېږي. دا يوازې يوه عاطفي انګېرنه نه ده، بلکې په علمي لحاظ ثبوت شوې مساله ده.

د عواطفو او اروايي حالتونو لکه خوشالۍ، درد، خپګان، تازه‌ګي، انګېزې، هيله‌مندۍ او… تر شا داسې هورمونيکي عمليې شته چې زموږ په بدن کې د افرازاتو په وسيله زموږ پر چال چلند اغېز کوي او زموږ د عاطفي او اخلاقي رفتارونو تګلوري ټاکي. د انسان د بدن نفسيايي او سلوکي کيفيتونه داسې دي چې د يو لړ هورمونونو ترشح او افرازات يې تعيينوي.

مينه، کرکه، هيجان، خوشالي او ارام هم هورمونيکي تشريح لري. مينه زموږ په خوشاله ساتلو کې د مور نقش لري. طبيعي علومو هم ثابته کړې چې زموږ د خوشالۍ، نرم عاطفي حالت او اروايي نورمال وضعيت په ساتنه کې لاندې څلور هورمونونه اساسي رول لري:

۱. انډروفين Endorphins

۲. ډوپامين Dopamine

۳. سيرټونين Serotonin

۴. اوکسي ټوسين Oxytocin

طبي څېړنې ښيي چې انډروفين هورمون زموږ په بدن کې د ورزش پر مهال ترشح کېږي او بېرته له ورزشه پيدا شوي عضلاتي دردونه ټکوروي. دا هورمون د ټوکو ټکالو په اورېدو هم ترشح کېږي. که په بدن کې د ورزش يا کاميډيکو هنرونو په وسيله د انډروفين کچه لوړه وساتله شي، خوښ به يو. که انډروفين په همدې طبيعي طريقو ترشح شي، د خارجي مورفينو د استعمال مخه نيسي.

ډوپامين هورمون بیا زموږ په بدن کې هغه وخت ترشح کېږي چې په ژوند کې خپلو کوچنیو يا لویو موخو ته ورسېږو. دا نو زموږ د شعور، نصاب، تحصيل، فرهنګ او اجتماعي شرایطو کار دی چې زموږ په روان کې کوم شيان د هدف په موخه ټاکي. زموږ منبرونه څه راته وايي؟ زموږ رسنۍ څه شی خپروي؟ زموږ د مکتب او پوهنتون په نصاب کې څه دي؟ زموږ شاوخوا کسان او چاپېريال کومې انګېرنې، لوبې، هنرونه، ذوقونه، افکار او تصورات لري او زموږ فردي تعقل څومره دی؟

که زموږ په ټولنه کې ماشومان له حيواناتو سره د لويانو بې‌رحمي ويني، ممکن په ناخوداګاه ضمير يا لاشعور کې يې «حيوان‌ځورونه» د يوه هدف يا ذوقي چارې په توګه کېني. د دغو ماشومانو او تنکيو ځوانانو په بدن کې بیا ډوپامين د کلي د کومې لارې په جوړولو دومره نه ترشح کېږي، لکه د کوم عاجزه سپي په زندۍ کولو چې کېږي. هورمونونه ړانده دي، هر شی چې زموږ د شخصيت په تل کې د ذوقي، عاطفي يا فکري هدف په توګه ځای ونيسي، بیا زموږ ډوپامين هورمون د هغه په سر ته رسولو ترشح کېږي.

ډوپامين داسې هورمون دی چې که ټيټ شي، ډيپريشن، بې‌انګېزې‌توب، کرکه، نهيلي او بې‌تفاوتي ترې پيدا کېږي او که زيات لوړ شي مانيا، شيزوفرنيا او کاذب ډاډ او هيجان. دا مسايل هم د پاسنیو بيولوژيکي ناروغيو په څېر خپلې اغېزې لري. که له دغو اروايي تشو سره د نصيحت له لارې د بداخلاقيو په توګه مقابله پيل شي، نور جانبي عوارض او ټکرونه لکه خشونت، کرکه او ان قتل هم ترې پېښېږي.

زموږ د کارونو نيمګړي پاتېدل او ګډوډي، جنسي بې تمايله کېدل، خپله ښځه يا خپل مېړه نه خوښول، د بدن تر اړتيا زيات خوراک، پر دسترخوان تر ډېره پاتېدل، له ګڼو شيانو سره د دلچسپي کمی، په حمام کې ځنډېدل، انزوا، له انسانانو شکايت او ورسره بې‌مينې کېدل او نور زموږ په بدن کې د ډوپامين کمه ترشح ده چې زموږ له عادي چلنده را نيولې تر اخلاقو د ټولو پروسو ماهيت ټاکي. که څوک په بدني لحاظ ضعيف وي، ممکن بدخولی هم وي او د بې‌زغمه کېدو له وجهې خلکو ته سپکې سپورې ووايي. زموږ بداخلاقۍ تر ډېره هغه ناروغۍ دي چې موږ يې د تداوي پر ځای غندنه ډېره کوو.

ډوپامين هورمون زموږ له هر هغه څه سره مينه پيدا کوي چې موږ د خپل شعور يا لاشعور ټاکلي هدف ته رسوي. موږ په جنيټيکي لحاظ داسې جوړ شوي يو چې کالوري لرونکې غذا تر نورو خوړو ډېره خوښوو يا د ډوپامين په وجه جنسي رابطه تر ګڼو نورو فعاليتونو خوږه احساسوو، دا چې د اروايي روغتيا لپاره د ډوپامين د ترشح نارمل اندازه الزامي ده؛ نو که ډېر ترشح شي د بقا لپاره خطرناک ګڼل کېږي. نشه‌يي توکي ډوپامين تحريکوي، سګرېټ، کمپيوټري بازۍ، ارګازم ته رسېدل، خلک ريشخندول، وهل، پر شخصي حريم تېری او قمار چې ظاهراً په مغزو کې متفاوت عمل کوي، مګر د ډوپامين کچه په يوه رقم پورته بیايي.

اوس نو دا د ټولنې د ارزښتونو او د ټولنې د افرادو په ذوق او افکارو پورې تړلې خبره ده چې ډوپامين يې په څه شي ښه ترشح کېږي. زموږ ټولنه چې ګڼې ستونزې ور پېښې دي، ممکن له داسې شي سره ارام تر لاسه کړو چې هغه د کرکې او خشونت په څېر د ټول بشريت په قاموس کې منفي پديدې وي. موږ ممکن د يو چا له سترګو د خوند اخيستلو پر ځای، د يو چا د وېښتانو په کټېيلو ډېر ډوپامين تر لاسه کړو. اکثره وخت زموږ له هغه څه سره مينه او شديده وابستګي پيدا کېږي چې ډوپامين مو ورسره ترشح کېږي. دغه شی ورو ورو په تقدس هم راته بدلېدای شي، داسې فکر هم کوو چې پرې ميين يو، مګر په اصل کې د بدن علاقه د ډوپامين د اندازې له لوړېدو سره وي.

لازمه دا ده چې پر خپلو موخو او ذوقونو بیاکتنه وکړو چې څومره د انساني ټولنې په خیر دي او څومره يې ځان ته خوښوو؟ زموږ ډوپامين خو به په ساديستي شيانو نه ترشح کېږي؟ له کرکې سره خو به مينه نه لرو يا له مينې سره کرکه؟

ډوپامين چې تر ډېره وخته ټيټ او پرولاکټين (عصبي ماده ده چې کله ډوپامين ټيټ شي، لوړېږي.) لوړ پاتې شي، انسان ته دنيا تياره او بې‌معنا ښکاري. بیا په بديلو لارو پسې ګرځي چې ډوپامين ورباندې لوړ کړي. مثلاً کله چې د دوو جوړو تر منځ له ارګازم څخه وروسته پرولاکټين لوړ شي او بیا د خشينو او نامناسبو رفتارونو له وجهې نارمل حالت ته را ټيټ نه شي، دوی سره خواتوري کېږي. ممکن د نورو جنسي شريکانو، بل واده، نشه‌يي توکو او پورنوګرافي په کتلو د ډوپامين د لوړتيا کوښښ شروع کړي، خو دا کار چې په د بدن د طبيعي ميکانيزمونو په وسيله نه دی شوی، اعتياد پېښوي.

ډاکټر احسان الله درمل (خوښي د غم په تيږه) طبي ليکنه کې وايي چې «د انسان د بدن قانون دا دی چې که په بدن کې جوړېدونکې ماده له بېرونه واخلي او يا يې توليد له بیرونه په مصنوعي ډول تحريک شي، داخلي توليد يې درېږي. مثلاً په وجود کې خپل طبيعي مورفين شته چې انډروفين يې بولي، که موږ زيات وخت مورفين له بیرونه واخلو؛ نو د داخلي انډروفينو توليد درېږي او انسان د مورفينو معتادېږي.»

زموږ د ژوند ورځې او طرزونه که لږ لږ هم بدل کړو، تنوع ته پام وکړو، مينه وکړو، خير ورسوو او له تعقل او تفکر سره لږ تار واچوو، زموږ له خوشالۍ او مينه‌ناکه پاتېدو سره مرسته کولای شي.

د خوشالۍ درېيم هورمن سيروټونين دی او هغه وخت ترشح کېږي چې د بل لپاره يو کار وکړو او يا په يوه اجتماعي ښېګڼه کې برخه واخلو. لکه پاس چې يادونه وشوه، اکثره وخت موږ ته يو شی په مادي لحاظ ګټه نه لري، مګر عاطفي او احساسي خوند ترې اخلو. هغه د همدې هورمون د ترشح برکت دی چې په عاطفي لحاظ مو خوښ او ارام ساتي. په هغو ټولنو کې چې اجتماعي خير رسول دود وي، د ځانځاني په افت تر مبتلا وګړيو به ډېر خوشاله وي. زموږ په کلتور کې يې اشر يو مثال دی چې په عقلاني لحاظ د تاييد وړ نه دی، مګر زموږ له وجداني سرور سره هومره مرسته کوي چې ژوند مو ورسره راحت کېږي او عاطفي وضعيت مو نارمل ساتلای شي. د دروېش دراني يو بيت همدې حالت ته اشاره کوي:

زړه ته مې وويل دماغ خو بیا تنګ کړی نه يې؟

ده ويل، نه هغه غريب راسره روغه وکړه

د خوشالۍ او عاطفي سرور وروستی هورمون چې د مينې هورمون هم بلل کېږي، اوکسي ټوسين دی. دغه هورمن هغه وخت ترشح کېږي چې انسان له کوم بل انسان سره نږدې شي. هغه کس چې خوښېږي مو که يې په غېږ کې ونيسو يا يې ښکل کړو، په بدن کې مو اوکسي ټوسين هورمون په طبيعي بڼه ترشح کېږي او واقعي سرور او هوسايي احساسوو. کله چې يوه مور خپل ماشوم ښکلوي يا پلار خپلې لور ته بوټونه ور پښو کوي، همدا ماده زموږ عاطفي رنګ تعيينوي. طبي ماهران ټينګار کوي چې که خوښي غواړئ له خپلو ماشومانو، کورنۍ او دوستانو سره مينه وکړئ او په غېږ کې يې ونيسئ.

موږ چې ځينې فزيکي دردونه لرو يا په ډيپريشن اخته کېږو، وجه يې د همدې هورمونونو کمښت ثابته شوې ده. يعنې هغه ټولنې چې مينه پکې کمه وي، ناروغېږي او دا ناروغۍ نورې ناروغۍ هم پيسې ايجادوي او د خطر وړ دا چې زموږ راتلونکې ته هم لېږدي.

د طبي څېړنو له مخې د نارکوټيکو، ډيپريشن او دردضد درملو موخه دا ده چې د انسان په بدن کې دغه هورمونونه نارمل وساتي، خو د ډاکټر درمل په خبره، « د بدن فزيولوژيک قانون دا دی چې که موږ د هورمونونو توليد د خارجي منابعو لکه درملو په واسطه زيات کړو؛ نو داخلي او طبيعي توليد يې درېږي. له بلې خوا د نارکوټيکو او ډيپريشن ضد درملو زيات استعمال نورې څنګزنې ستونزې را ولاړوي. په دې لحاظ د خوشاله اوسېدو لپاره د درملو پر ځای ولې طبيعي او ډېرې ساده لارې چارې و نه لټوو؟ داسې لارې چارې چې بېخي اسانې او تر درملو سل چنده اغېزناکې دي.»

هغه اغېزناکه لاره مينه ده. د اسلام د پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم توصيه هم همدا ده چې وايي، له خلکو سره په ورين تندي مخ کېدل، صدقه ده.

عبادت، نېکي، خير، بې‌تحقیره ټوکې او خندا، شعر، داستانونه، تفکر، مباحثې، سياحت، د مالکيت احساس، مينه، عشق او نورې ټولې ګټورې انساني ځانګړتياوې زموږ له خوشبختۍ سره مرسته کوي. فرد او ټولنه له کشمکشه راباسي او انسانان له نفرته لرې کوي.

هغه ټولنې چې سياسي او اقتصادي وضعيت يې زموږ په څېر وي، فرهنګي او اجتماعي تعاملات يې جګړو، کرکو او نورو خشونتونو ځپلي وي، په نارمل عاطفي او رواني وضعيت کې نه دي. افغانستان په ۲۰۲۲م کال کې هم د خپه هېوادونو د لېست په سر کې لومړی هېواد اعلان شو. زموږ د ټولنې کابو ټول وګړي په غيرنارمل وضعيت کې دي. ممکن يو تبسم دومره خوشالي ورکړي چې د يوې روغې ټولنې وګړي ته يې لوی احسان نه شي ورکولای، يا شايد په دومره ادنی مساله دومره را وپارېږي چې د بل ځای خلک په ډېره لويه خبره هم هومره اور نه اخلي. د رحمان بابا خبره:

تل د لندو خټو اوبه لږ وي بهانه

تېره اوونۍ د کابل ښار په دهمزنګ سيمه کې د سپين ګل په نامه يو کس ځان ته اور ور واچاوه. لومړی د دې کار لامل رواني ستونزه ياده شوه، خو وروسته د شمشاد تلويزيون په راپور کې د سپين ګل د انا له خولې وويل شول چې په بازار کې د سپين ګل د ترکاري د رېړۍ چپه کولو هغه دومره نهيلی او غوسه کړ چې ځان ته يې اور واچاوه او ساه يې ورکړه.

د مینې، نرمۍ، ګرانښت او انساني ټولنې تر منځ د خوږو پیوندونو د غښتلتیا لپاره هنرونه او ادبیات هم زیات قوي نقش لري. پیاوړی هنر او ادب د حذف پر ځای جذب پیاوړی کوي او د انساني شخصیت په ونه کې د اوبو غوندې ګډېږي. په ونه کې اوبه په تازه‌ګي، ښکلا او مېوه بدلېږي، هنر او ادب هم د انسان د اخلاقياتو په تعیین کې همدومره اغېزناک دي.

که غواړئ چې د یوې ټولنې د وګړیو تر منځ تفاهم سخت کړئ، نفرت پراخ شي، خشونت، کرکه او انتشار زیات شي؛ نو له منځه یې د انسان د روح او نفسیاتو روزونکي او پالونکي هنرونه او د تسامح ادبیات مسخ او مسح کړئ. مينه له ګناه، شرم او بداخلاقي سره وتړئ او په کرکه کې ثوابونه، معنويت او اخلاق ورته انځور کړئ.

هغه انسانان چې په کرکجنو ټولنو کې اوسي او تر کرکه په مینه ډېر شرمېږي، پر يو بل باندې د ګل د ګوزار پر ځای د مرميو فاير اسانه کولای شي.

۱۴۰۱/۰۲/۰۳ کابل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.