په شرعه کې وایي چې (ما لا یتم الواجب إلا به، فهو واجب) مفهوم یې دا دی چې له څه شي پرته واجب نه پوره کېږي، هماغه شی هم واجب دی. لنډ به موضوع ته راشم، په خواله رسنیو کې هره ورځ یوه غمیزه، یو شور، د نظام او دولت یوه لوېدلې کیسه، یوه د ظلم او جبر قضیه او داستان او داسې شی حتمي پېښ وي چې ځینې کسان د عامه افکارو په انحصارولو او ناسمه رهبري کې ترې ګټه اخلي.
څه موده مخکې چې بارانونه ډېر شول، د سړکونو عکسونه راسر شول، پر دولت نیوکې وشوې چې ښاري ډسپلین نشي راوستلی. حال دا چې دغه شکایت هغه دوکاندار هم کاوه چې خپلې خځلې د اوبو په چرۍ کې غورځوي.
دا هغه خلک دي چې طبیعي پېښې هم په حکومتونو پورې تړي، کله چې باران نه کېږي هم یې خپل نظام ته ملا تړلې وي چې ګواګې رحمت ستا له لاسه بند دی.
په دې کې عام خلک یوې داسې اندازې کرکې ته نږدې کوي چې د هېواد د کښتۍ سوري کول ورته حل ښکاره شي.
که څوک ژاړي که خاندي، زموږ اوسنی حالت ډېر بېړنی دی، هغه ښار ته ورته دی چې خطرناک سمندري توپان پرې تېر شوی وي او لا هم هره شېبه د یوې بلې جټکې د راتګ امکان وي. دغه حقیقت ټولو ته رسیدلی چې زموږ ژوند، زموږ ارزښتونه او زموږ هرڅه په خطر کې دي او که موږ لږ نور بې غوري ته دوام پسې ورکړو، د مسالمت یو ټکی ضمانت هم څوک نشي کولای.
زموږ د ټولنیز شرارت دوه لوی سببونه دي. یو دا چې ځینې وطنوال مو بې چوکاټه، له قانونه ازاد او له خپلسرۍ سره جوړ اموخته شوي، دویم دا چې دا کابو نیمه پېړۍ یې یو مستحکم نظام او دولتداري نه ده نصیب شوې، که کله هم نسبي ارامي راغلې ده، په جبر راغلې ده او په فشار لارې ته سم شوي یو.
دغه فشار وروسته بېرته خپل تاوان لرلی دی. انسانان فنر ته ورته خاصیت لري، کله چې تر فشار لاندې شي همدومره نور تاو اخیستلای شي او غورځي.
په پوهنتون کې مو سره ووژل، په جوماتونو کې سره مړه شوو، په لارو کې والوتلو، په شپه کې وایستل شوو، د ورځې ولوټل شوو، په کور کې په چاړه ووهل شوو، شکنجې راکړل شوې، زندانونه ډک شوو، صحرایي محکمې وشوې، سړکونه، پلونه، مکتبونه، مدرسې، کلینکونه، جوماتونه، فصلونه، پایې، انتنونه، ښاري لاې کوڅې، کارېزونه او فضا مو په هره بدمرغي کې ښکېل شول، خویندې، میندې دېوالو ته بې اسرې کېناستې، ودونه بمبار شول، ودونه په بم والوتل، په ډک ښار کې ټراژیډۍ را ولیدل شوې، بې کورۍ، مهاجرتونه، پردۍ سپکې سپورې، پاټکونه، وژنې، لوټنې، تښتونې او انساني چارې راباندې زده او تجربه کړل شوې او ټول یې داسې شاهدان یو لکه نن چې له خوبه را پاڅېدو.
دغه ټولې ستونزې یو حل لري او بس. هغه حل د سیاست مهارول دي. امام غزالي صاحب تر کور، کالي، ډوډۍ وروسته سیاست د انسانانو موثره اړتیا را پېژني. سیاست د انسانانو ترمنځ احسان او د هر اړخیز سعادت او عدالت تامین دی. کله چې اوبه له سره خړې شي، بیا په جزیي هڅو نه رڼېږي، بیا به سرته ځې او هڅه به کوې. زموږ اوسنۍ ستونزې یو بااقتداره او سالم حکومت ته اړتیا لري چې حل شي، که نه په دې ډول به تر قیامته سره ځغلوو، ژوند ته به نه وزګارېږو. که یو څوک په کور کې یو بایسکل ولري او چکو یې تاو کړی وي، باید څه وشي؟
دلته موږ دوې ډلې یو. یوه ډله غواړي چې په کباړ کې لیلام شي او بیا به که خدای وس راکړ، بل ګورو.
بله ډله دا ده چې د مستري پر هڅو باورمنه ده، په رغولو قناعت لري، د اصلاح توقع لري او وایي چې تکامل په تدریج راځي.
موږ داسې حل نه غواړو چې تر مشکل تاواني وي. ځینې حل لارې تر ستونزو خطرناکې وي، باید په اسانو وسیلو پسې وګرځو. مثلاً د درد د ارامولو ځینې ګولۍ د معدې تکلیف پیدا کړي، اوس نو عقل دا نه وایي چې همدا تابلیت پسې خوره، عقل وایي چې پر نورو غور وکړو. موږ ډېری مهال د ستونزو د ورکولو لپاره د حل په بهانه ستونزه ایجادوو.
د ګډوډي خوښونکی کس په دې وپېژنئ چې د بنسټي بدلون خبره درته کوي، دوی پر تدریجي بدلون او تکامل بې باوره دي او بنسټیز بدلون یې هغه ازمایل شوې وسله وي چې د وراني نتیجې یې بیا بیا غلطې ثابتې شوې دي.
زموږ په وطن کې چې هر ظلم کېږي، موږ چیغې وهو، احساسات نندارې ته وړاندې کوو، مګر یو لوی تاوان کوو.
هغه تاوان دا دی چې له ستونزو سره د عقلاني حل چلند نه اختیاروو.
زموږ حال هغو پوډریانو ته ورته دی چې تر پوله لاندې په سیند کې ناست وي، کله چې اوبه یو څو تنه ترې یوسي، دوی چیغې و نارې ګډې کړي، خو کله چې اوبه لږې کرارې شي، دوی بیا په یو غیري عادي خوب ویده شي، بیا یوه بله څپه راشي او بحران پېښ کړي.
له موږه سره ستونزې مکرراً خشونت کوي، خو موږ لا بیداره شوي نه یو.
څو چې د فساد له دې ګنده سینده را پورته نه شو، پېښې به همدا پټپټانی راسره کوي. زموږ دغو ستونزو ته په کتو، زموږ حل د خپل نظام چټکه تصفیه ده. تصفیه دې ته نه وایي چې ورانی وکړو، تصفیه صفا کولو ته وایي. د خپل وس په اندازه هره نېکي، انساني، ایماني او وجداني مسؤلیت سم سرته رسول، یو ډول تصفیه ده. نظامونه هغه ودانۍ دي چې اساس یې ملت دی، که دغه ودانۍ له روغو خښتو، مناسبو سیخونو او غښتلیو وسیلو رغېدلې وي، طبیعي ده چې وړ نتایج لرلی شي. که موږ د بې غوري په ناروغي کې ویده پراته یو حال مو نه بدلېږي.
په هر صورت لازمه ده چې له تخریبه تعمیر ته واوړو، له حذف او تصادم څخه جذب او تسامح ته ارزښت ورکړو. ډېر مو سره ووژل، ډېر مو سره خاورې اېرې کړل، ډېر مو سره اوښکې او وینې کړل، مګر تل یې نتیجه بل یووړه، تل موږ ته درد پاتې شو او تل موږ پایمال شوو.
راځئ یو وار جوړه روغه هم تجربه کړو، که خوند یې نه کاوه خپل کار (مرګ ژوبلې کول) خو بل نه رانه تښتوي بیا به بېرته ملا ورته وتړو. چې له هر ځایه خط کش پرې کېږدې، موږ دې ته اړ یو چې ځان ټینګ کړو، په نړۍ کې یو څوک و اوسو، ځان د یوه ملت او سیاسي موقف لرونکو په حیث ثابت کړو. اوس ژوند زموږ مسؤلیت دی، موږ په دې خپله خودکشي کې ملامت یو. هر نظم چې له منځه ځي، بې نظمي او فساد ته دروازه خلاصېږي. د فساد یا ټولنیزې ګناه د مخنیوي لپاره اصلاح او تعمیر پکار وي. موږ هغه کس ته ورته یو چې د خونې بام یې څاڅي او دی د بندولو پر ځای پیالې او کاسې ورته کتاروي.
زموږ د استحکام هره هڅه، که څه هم ډېره وړه وي، د نظم، تحکیم او سلامتي پر لور ګام دی او د دې برعکس هره چاره د فساد عامول، پېښول او دوامداره کول دي.
راځئ کوښښ وکړو چې خدای مو د دې ایت مصداق ونه ګرځوي چې فرمایي، ژباړه: کله چې پر ځمکه له فساده را ګرځول کېږي، نو دوی وایي چې موږ خو اصلاح راولو، ګورئ! دوی پخپله فساد ته کار کوي، مګر نه پوهېږي.
*************************************
Comments are closed.