ترافيکي پېښې؛ ارزګان او هلمند کې ۱۴۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
ارزګان او هلمند کې جلا جلا ترافيکي پېښو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ارزګان د ولايتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال نن پنج شنبه مونږ ته وويل، چې دغه پېښې د اختر په دريو ورځو کې رامنځته شوي دي.
هغه وايي، د شاخوا ۲۰ تنو ټپیانو روغتیايي حالات نازک و، چې درملنې په موخه کندهار ته لېږدول شوي دي.
هغه وايي: “د ترينکوټ ولايتي روغتون ته د اختر په شپو او ورځو کې ۱۰۱ کسان چې په ترافيکي پېښو کې زيانمن شوي وو راوړل شوي دي چې له جملې څخه يې يوه خپله ژوند د لاسه ورکړى دی او له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې کندهار ولايت ته انتقال شوي دي. د دغو ترافيکي لامل بې احتياطي او د خلکو ګڼه ګوڼه وه.”
په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر کامران اخنذاده مونږ د ولایتي روغتون دغه خبري ردوي چې ګڼې د ترافیکي پېښو له امله ۱۰۱ کسانو ته مرګه ژوبله اوښتې وي.
هغه وویل، د تېرو څلور ورځو پرمهال یوازې یو کس د ترافیکي پېښې له امله مړ شوى او څلور نور ټپیان دي.
بلخوا د هلمند ولایت کې هم د ترافيکي پېښو له امله په جلاجلا پېښو ۴۰ کسانو ته مرګه ژوبله اوښتې ده.
باختر دولتي خبري اژانس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز، مارجې، نادعلي، باباجي، ګرمسیر او سنګین ولسوالیو کې په جلا ترافیکي پېښو کې دوه تنه مړه شوي او د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۸ نور ټيیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ننګرهار سیمهییز روغتون هم خبر ورکړی و، چې د اختر شپو او ورځو کې په دغه ولایت کې ۱۳۲ کسان د ترافیکي پېښو له امله ټپیان شوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.