اوچا: سېلابونو افغانستان کې تر ۴۰۰ ډېرې کورنۍ اغېزمنې کړي

623

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (OCHA) وايي وروستیو درنو اورښتونو او سېلابونو په افغانستان کې تر ۴۰۰ زیاتې کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

ملګري ملتونه وايي له تېرې سې شنبې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې اورښتونو او سېلابونو تر ۴۸۵ زیاتې کورنۍ اغېزمنې کړي، چې شا و خوا ۳۴۰۰ کسان کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې اوچا پرون شنبه ویلي، درنو اورښتونو او سېلابونو په بدخشان، بادغیس، بغلان، بامیان، فاریاب، هرات، جوزجان، کونړ، کندوز، سمنګان او تخار کې خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي او اټکل کېږي چې د سروې تر بشپړېدو پورې د اغېزمنو شویو شمېر لا پسې زیات شي.

د اوچا د اټکل له مخې په دغو سېلابونو کې نږدې ۳۰ کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوي، خو د طالبانو حکومت د مړو شمېر تر دې زیات ښيي.

اوچا وايي، له تېرې اوونۍ ۱۲۷۰ کورونه تخریب، ۴۳۷ کورونه څه ناڅه تخریب او ۸۳۳ کورونه زیانمن شوي دي.

د طالبانو د حکومت یو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له زیانمنو شویو سره د دوی مرستې روانې دي.

نوموړي وويل:”د اسلامي امارت په امکاناتو مرستې شروع شوي دي. د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت په همکارۍ او سرپرستۍ. په دې کې نور ارګانونه هم ورسره همکار دي لکه سره میاشت، د کډوالو چارو وزارت او نورو هم خپلې همکارۍ کړي، هغه کسان چې بېځایه شوي، د سېلابونو له کبله یې کورونه نړېدلي، مرستې یې دوام لري.”

د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت کې د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې رئیس ملا جانان سایق مونږ ته وویل، د مړو شمېر زیات شوی دی.

نوموړي وويل:”د یوې اوونۍ په دوران کې وروستیو سېلابونو په ۱۷ ولایتونو کې ۳۷ کسان شهیدان او ۲۶ نور کسان ټپیان شوي دي. په دغو ولایتونو کې په کُلي ډول ۳۶۳ کورونه ویجاړ شوي او په قسمي ډول ۳۰۴۶ کورونه تخریب شوي دي.”

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت ویلي، د ټولو ولایتي مسولانو ته یې امر کړی چې زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي او تړل شوې لارې پرانیزي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.