د پيسو نړیوال صندوق پیژندنه

عبدالوافي نایبزی

979

د پيسو نړیوال صندوق یا IMF پېژندنه، منتقدین او پوراخیستنه

د پیسو نړیوال صندوق یا International Monitory Fund – IMF یو نړیوال سازمان دی چې د نړۍ په کچه د پیسو د سیسټم څارنه کوي. د پیسو نړیوال صندوق د نړۍ د اقتصاد د وضعیت د ارزونې او وړاندوینې لپاره یو له معتبرو او باوري سرچینو څخه دی. د دې صندوق د رامنځ‌ته کېدو موخې:

الف، د نړیوالې پولي همکارۍ پراخول او د نړیوالې سوداگرۍ متوازن وده اسانول

ب، د غړیو هېوادونو ترمنځ د اسعارو باثباته سیسټم رامینځته کول او د پیسو د ارزښت کمولو سیالیو څخه ځان‌ساتنه

ج، د غړیو هېوادونو د تادیاتو د کسر یا Balance of Payment په موضوع کې د صندوق د منابعو له لارې هغو ته سرچینې چمتو کول

د پیسو د نړیوال صندوق تاریخچه:

د پیسو نړیوال صندوق د ملگرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا تر څارنې لاندې فعالیت کوي. مگر په اصل کې، دا یوه خپلواکه اداره ده، چې د ۲۰۱۹ز د سپټمبر راهيسې مېرمن «کریسټالینا جورجیوا» د دې صندوق مشري پر غاړه لري. IMF په ۱۹۴۵ز کې د بریټن ووډز سیسټم Bretton-Woods Conference پر بنسټ تاسیس شو او په ۱۹۴۷ز کې یې رسمي کار پیل کړ. دا نړیوال سازمان یو لړ مهم اهداف تعقیبوي لکه د پولي مسلو په اړه د نړیوالې همکارۍ پراخول، د اسعارو محدودیتونه لرې کول، د تبادلې نرخ ثابت ساتل او د غړیو هیوادونو ترمنځ د څو اړخیزو تادیاتو سیسټم فعالیت اسانول.

په ۱۹۸۷ز کې، د صندوق ټولې پیسې شاوخوا ۹۰ ملیارد ډالر وو. د صندوق دغه مالي سرچینې د تادیاتو د توازن په موخه د لنډمهاله ستونزو د حل لپاره کارول کیږي او د هر هېواد له‌پاره د پور ورکولو فیصدي په‌کې معلومه ده. د یادولو وړ ده، چې په‌دې صندوق کې د تغیراتو په موخه تل ۸۵ سلنې رایې ته اړتیا لري، له ۱۹۸۰ز راهیسې چې د امریکا د رای ورکولو حق (وېټو) ۲۲ سلنه دی او د اروپايي ټولنې ۲۷ سلنه دی، نو دا دواړه حق لري، چې د صندوق د بدلونونو یا تصمیمونو په اړه رایه وکاروي.

هر غړی هیواد چې د تادیاتو د لنډمهاله کسر سره مخ کیږي، کولی شي د خپلې ټاکلې فیصدۍ پر بنسټ د فنډ څخه د اړتیا وړ پیسې ترلاسه کړي؛ البته، دا ترلاسه شوي اسعار باید له دریو څخه تر پنځو کلونو پورې بیرته واخیستل شي. له بلې خوا، هغه غړي چې کسر لري، اړ دي چې د صندوق له مسوولینو سره مشوره وکړي ترڅو د قرارداد شرایطو سره سم د تادیاتو توازن ښه کړي. د پیسو نړیوال صندوق پرېکړې د نړۍ د هېوادونو پر اقتصادي وضعیت د پام وړ اغېز لري. د پیسو نړیوال صندوق اکثرا د تمویل لپاره وروستی ځای بلل کیږي. يانې کله چې هېوادونه له جدي مالي بحران سره مخ شي، د مالي مرستې لپاره دې سازمان ته مخه کوي.

غړي هېوادونه:

د پیسو نړیوال صندوق د ملگرو ملتونو ۱۸۹ غړي هېوادونه دي. کېوبا په ۱۹۶۴ز کې له غړیتوب لاس په سر شو او تایوان چې کله له چین څخه جلا شو، له دې صندوق يې هم غړیتوب ختم شو.

د پیسو پر نړیوال صندوق نقدونه:

لومړی، د پیسو پر نړیوال صندوق یو تور دا دی، چې د پور ورکولو له‌پاره یې شرایط دومره سخت کړي‌دي، چې حکومتونه د پوراخیستنې وروسته د دوی هر فرمایش مني.

دوییم، ځینې اقتصادپوهان په‌دې نظر دی، چې د دا ډول مالي ادارو پورونه لکه د مالي ټرورېزم وسله، چې څنگه وغواړي هماغه ډول يې کاروي او چې څنگه لازمه وي، چې یو وږی انسان دې پرې په خېټه موړ شي، نه مړېږي.

درېیم، د ځینو په وینا د پیسو نړیوال صندوق د امریکا د خزانې وزارت ته دا واک ورکوي، چې حتا د پرمختللیو هېوادونو په مالي چارو کې لاس‌وهنه وکړي.

د پیسو نړیوال صندوق څخه پور اخیستل په څه مانا دي؟

عموما دوه نړیوالې ادارې شتون لري، چې هېوادونو ته پورونه ورکوي، لومړی يې نړیوال بانک یا World Bank  دی، چې هغه هېوادونو ته پورونه ورکوي، چې اقتصاد يې نسبتاً ښه وي او پر مخ ودې اقتصاد ولري، دوییم د پيسو نړیوال صندوق دی، چې هېوادونو ته پورونه ورکوي. تاسې که وروستیو کې لیدلي وي، نو ویل کېږي، چې پاکستان د پیسو نړیوال صندوق یا IMF څخه په وروستیو کې اته مېلیارده ډالر پور واخیست.

د پيسو نړیوال صندوق څخه پور اخیستنه څلور ډولونه لري:

یو يې Flexible Credit Line-FCL ده، یانې دا هغه ډول هېوادونو ته ورکول کېږي، چې پوهېږي هیواد یې په ستونزه کې ایساریږي نو د احتیاط لپاره له ستونزو څخه وار د مخه پور اخلي.

بل Precautionary Lending Line-PLL دی، دا پورونه د هغه هیوادونو له‌پاره دي، چې تازه له اقتصادي ستونزو سره مخ‌شوي‌وي، او غواړو چې له ستونزې څخه ووځي، نو دا ډول پور اخلي.

ځینې داسې هېوادونه وي، چې اقتصادي ستونزو ځپلي وي، خو عادي قرضه کوله شئ، چې خپل اقتصاد بېرته په پښو ودرې، نو هغه بیا د پيسو نړیوال صندوق څخه د SBA یا Standby Agreement پور ته وړاندیز ورکوي.

خو تر ټولو بدتر ډول يې بیا هغه دی، چې ته په پورونو کې ډوب يې او د اقتصادي ستونزو د حل په موخه نور قرض اخلې، نو دا بیا د Extended Fund Facility-EFF سلسله ده، په کوم چې پاکستان اوس قرار لري، او د دې اخر ډول بده اغېزه بیا دا وي، چې پانگوال په داسې حالت کې سرمایه‌گذارۍ ته زړه نه‌ښه کوي، د هېواد اقتصادي وده ورسره ورځ تر بلې کمزورې کېږي، د توکو نرخونه لوړېږي، په اجناسو مالیه لوړېږي، د هېواد پیسه ورسره درگرده خپل ارزښت له‌لاسه ورکوي او انفلاسیون ورځ تر بلې مخ په لوړه ځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.