وختونه او بادونه

شېبه ګهیځ

709

زر وشېندل شو، د ونې غېږه خالي شوه، خپله شتمنې یې هم وبایله، هوا ته ګورم، باد نا کرار دی، باد هغه ونه په ملا قاتوي چې ځواک یې نشته او د هغې ونې ښاخونه په یو بل کې تاووي چې پرون یې سهارنۍ وږمې زلفې خورې ورې کولې. پرون خاوره اوبه ورسره مله او پاڼه یې مینه وه، پرون باد نازوله د هوا مستې څپې به یې د مینې زانګو وه تل به یې زنګوله، د هوا څپې سره په غوړېدا وه. شا او خوا به یې سیوري ته کیناستل څوک په مینه، څوک له کرکۍ او بیا چا له درده ډک زړه ورته تش کړ. د ډېرو ملګرې پاتې شوه د ډېرو رازونه یې په خپل سینه کې وساتله.
خو نن همدا چې ددې زرینې څانګې خالي شوې نو هر څه بدل شول خاوره یې دښمنه او اوبه ورته زهر شوي، پاڼې چې یې مینه وه ترې لرې لاړه، باد نازوله خو نن یې پرمخ څپېړې ورکوي، هر هغه پرونۍ څپه چې د غوړېدا، ښکلا او غرور لامل یې کېدو نن هر څه ورڅخه اخلي، څپې خپله غېږه خلاصه کړې پاڼې یې په خپله غېږه کې هوا ته جګوي ته به وایي سیلاني مرغان په هوا وي خو بیا یې داسې پر ځمکه وهي چې ان ټوټۍ موندل به یې ګران وي. همغه کسان به چې له درده ورته ژړل نن یې درد نه ګوري. هغه غاښور اوسپنه یې تېره کړې هغه سینه څیره کوي چې ددوی له رازونه ډکه ده؛ خو د خدای دا مخلوقه ددې هر څه ننداره کوي.
انساني ژوند داسې دی، خلق شئ، ماشوم شئ، بیا په غوړېدا شئ، جوش، شور او ولوله ولرئ، ګڼ ملګري شي خو ګڼ به مو په بد وخت پرېږدي له دردونو غمونو به په ژړا وي درته؛ خو بیا د همغه زړه ماتول ورته ګران نه ښکاري، په شتمني کې درسره پاتې شي نو لکه څنګه چې ونه خالي ته هم شته ونه لرې هر څه به درنه لرې لاړ شي ان تر ځان ګران کسان هم او بوډاتوب ته به هيڅ هم نه لرئ وخت او باد دواړه ظالمان دي وخت له موږ او باد له ونې شتمني اخلي، وخت د انسان او باد د ونې پرمخ څپېړه ورکوي.
دا هم د ژوند وختونه او بادونه

۱۳۹۸/۷/۲۸ کابل پوهنتون پښتو څانګه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.