امنیتي وضعیت؛افغان حکومت د امنیت شورا راپور رد کړ

620

امنیتي وضعیت؛افغان حکومت د امنیت شورا راپور رد کړ

افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور رد کړی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان اوسنی حکومت د مقاومت جبهې او داعش له ګواښ سره مخ دی، خو افغان حکومت دغه ادعا بې بنسټه بولي. د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په لومړیو کې د ځینو ترهګرو ډلو ګواښ و، خو دوی یې پر وړاندې مبارزه کړې ده او حضور یې صفر ته راښکته شوی دی. هغه وایي لا هم دوی د ګواښونو د ختمولو لپاره په ځینو سیمو کې عملیات کوي. مجاهد مقاومت جبه هم جدي ګواښ نه بولي او وایي دا تر ټولنیزو رسنیو محدوده ده او د حکومت چارو ته زیان نه شي رسولی. امنیت شورا بیا خبرداری ورکړی چې ښايي د هوا په ګرمېدو سره افغانستان کې جګړې تودې شي، هغه څه چې د افغانستان حکومت یې ردوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.