هند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر طالبانو د بندیزونو د وضع کولو کمېټې مشري اخلي

0 982

په ملګرو ملتونو کې د هند دايمي استازي ټي‌اېس تيرومرتي وايي، هند به په نږدې راتلونکي کې پر وسله ‌والو طالبانو د بنديزونو وضع کولو کميټې د مشرۍ په ګډون د ملګرو امنيت شورا درېو فرعي ادارو مشري په غاړه واخلي.
نوموړي په دې اړه ويلي، چې په افغانستان کې سوله، امنيت او پرمختګ ته ژمنتيا د هند په لومړيتوبونو کې ده او له همدې کبله پر وسله ‌والو طالبانو د بنديزونو وضع کولو کميټې مشري ورته مهمه ده.
تيرومرتي زياته کړې چې د هند په مشرۍ پر وسله ‌والو طالبانو د بنديزونو وضع کولو په موخه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ځانګړې کميټه به د ترهګرۍ پر موجوديت او د يادې پديدې پر هغو تمويلوونکو د تمرکز په ساتلو کې همکاري وکړي، چې د افغانستان سولې پروسه تهديدوي.
که څه هم د سولې مذاکراتو له پيل سره د تاوتريخوالي پر کمښت د افغان حکومت، خلکو او نړيوالو ټينګار زيات دی، په ملګرو ملتونو کې د هند دايمي استازي هم دې موضوع ته په اشارې سره ويلي چې د سولې پروسه او تاوتريخوالی په موازي توګه مخته نه شي تللی.
په پاتې دوو نورو کميټو چې ټاکل شوې هند به يې مشري په غاړه واخلي، د ملګرو ملتونو امنيت شورا له ترهګرۍ سره د مبارزې کمېټه او دغه راز پر لېبيا د دغه سازمان د بنديزونو وضع کولو کميټه هم شامله ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply