رانا ثناالله: د ضمانت په ختمېدو به عمران خان ونيول شي

1,109

رانا ثناالله: د ضمانت په ختمېدو به عمران خان ونيول شي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله  ويلي، د مخکني وزيراعظم عمران خان “د عدالتي ضمانت په ختمېدو به ورکړی شوې سيکورټي عمران نيازي په ښه طریقې سره ګرفتاره کړي”، خو د عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ايي) ويلي، “چې دغه کار ته به سخت غبرګون وويل شي”.

د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله پرون ناوخته په ټويټر د عمران خان د ګرفتارولو خبره په داسې حال کې کړې چې عمران خان د اوږدې ايسارتيا نه وروسته پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (5 جون) د پېښور نه اسلام اباد ته ستون شوی دی.

عمران خان په 20 مې په ملتان کې  جلسې ته په وېنا کې اعلان کړی وو چې په 25 مې به اسلام اباد ته لانګ مارچ کوي، او د ملتان نه بيا نېغ پېښور ته تللی وو.

او په 25 مې يې اسلام اباد ته لانګ مارچ کړی، غوښتنه يې کړې او حکومت يې د شپږو ورځو وخت ورکړی چې د عامو انتخاباتو کولو اعلان وکړي، کنه شپږ ورځې وروسته بيا په پوره تيارۍ سره لانګ مارچ کوي، خو بيا تراوسه د لانګ مارچ اعلان نه دی شوی.

او د 25 مې اسلام اباد ته د لانګ مارچ په مهال په پنجاب، اسلام اباد او په لاره کې د پوليسو او تحريک انصاف د پلويانو نښتې شوې وې.

عمران خان چې په دوېم ځل اسلام اباد ته لانګ مارچ نه دی کړی او پرون بيرته اسلام اباد ته ستون شوی، د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله  په ټويټر ویلي، عمران خان ته هرکلی وايي چې اسلام اباد ته بيرته ستون شو، او هغه ته به د قانون ترمخه امنيت ورکوي.

د نورو خبرونو لپاره “دعوت میډیا ۲۴” وڅارئ مننه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.