پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانګړي استازې میرمن دیبورا لیونز سره کتلي.
د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو خاصې استازې میرمن دیبورا لیونز په هغه تودیعي میلمستیا کې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا دې ته ترتیب شوې وه گډون وکړ.
په دغې تودیعي میلمستیا کې چې په کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارگینای هم حضور درلود، د دې ترڅنگ چې د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې وشوې، د نجونو پر زدهکړو او کار ته د ښځو پر ستنېدو په کلکه ټینگار وشو.
همداراز پخواني ولسمشر د ملگرو ملتونو د همکاریو په خاصه ټوگه د میرمن دیبورا لیونز له هلو ځلو او هڅو ستاینه وکړه او د افغانستان له خلکو سره یې د ملگرو ملتونو د همکاریو پر دوام ټینگار وکړ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.