هند او ایران افغانستان کې د یو ‘ټولشموله سیاسي نظام’ غوښتنه تکرار کړه

556

هند او ایران افغانستان کې د یو ‘ټولشموله سیاسي نظام’ غوښتنه تکرار کړه.

هند او ایران د یوه ‘سوله ییز، خوندي او باثباته ‘ افغانستان لپاره د یوه داسې ټولشموله سیاسي نظام د غوښتنه تکرار کړې، چې د افغانستان د خلکو استازیتوب وکړي.

هند ته د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سفر په مناسبت د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دوړاو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ پر سیمه ییزو مسایلو هم خبرې کړې، چې افغانستان ته د سملاسي بشري مرستو رسولو موضوع هم پکې شامله ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت هم په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي، د دواړو وزیرانو په لیدنه کې د افغانستان پر سوله او ثبات خبرې شوې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي په دې لیدنه کې ”له اوسني سخت اقتصادي وضعیته د وتلو لپاره په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت تشکیل د خپل هېواد برخلیک ټاکلو لپاره د ټولو قومونو او ډلو د ګډون غوره لار وبلل شوه. ”

د هند بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزارتونو پلاویو په لیدنه کې د چاه بهار بندر رغاونې چارو کې د همکارۍ ژمنه تازه شوې، چې د اعلامیې په ټکو په وچه کې د ایسار افغانستان او مرکزي اسیا لپاره مهمه سوداګریزه لاره ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، د دواړو هېوادونو کاري ډلې به د دې بندر عملیاتي اړخونو په هکله د خبرو لپاره ژر سره وویني.

په اعلامیه کې زیاته شوې، د هند بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د طبي مرستو او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د هند له لوري د کــ.وـوېډ – ۱۹ واکـ.سیـ.ن اسانتیاوو چمتو کولو له کبله له ایرانه مننه وکړه.

د یادونې ده، چې دواړو هېوادونو له دې مخکې هم په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

هند او ایران هم د نورو هېوادونو په څېر د ط.. البانو حکومت په رسمیت نه پېژنـ.ي، خو د دواړو هېوادونو ځینو چارواکو کابل ته سفرونه کړي او د ط.. البانو حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره یې لیدلي دي.

همدا تېره اونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي سکرتر جي، پي، سي نګ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و او د ط.. البانو حکومت له بهرنیو چارو وزیر متقــ.ـ.ي سره یې کتلي دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي دا پلاوی د دې لپاره کابل ته تللی چې له افغانستان سره د هندي مرستو رسېدو او وېش بهیر وڅاري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.