غــــــزل
هسې نه وځي خپلې ساه ته چغې نه وهمه
زه خو په دغې وجهـې تــا ته چغې نه وهمه
توره تــــیاره به په همـــدغې بهانــې وژنمه
ځکــــه خامـــوشه یم رڼـا ته چغې نه وهمه
زه یې رښتیا په انتظــار باندې زره زره کړم
نـــور به په ټوکو کې بــلا ته چغې نه وهمه
ته خوشحاله له دې خپلې شهرت خوند اخلې
زه بــــه همدغســـې دنـــیا ته چغې نه وهمه
هسـې نه مور راته بیا د زړه چینه تازه کــړي
درده! پـــوهېــــږمه دوا ته چغـې نه وهــــمه
د چا د شونډو پرهرونه اوس تـــازه راغـــلي
په خوله به لاس کېږدم خندا ته چغې نه وهمه
بـــلا دردونه ستــــا غمـــــونه راکوي ګهیځه!!!
زړه مې نیـولــــی دی درزا ته چغې نه وهمه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.