په جلال اباد ښار کې انځوريز نندارتون جوړ شو

520

په جلال اباد ښار کې انځوريز نندارتون جوړ شو.

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، د اطلاعاتو او کلتور رياست په نوښت د نوميالي خطاط او رسام استاد پرواز په همکارۍ جلال آباد ښار کې انځوريز نندارتون جوړ او د يوې ورځې لپاره نندارې ته وړاندې شو.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري نورمحمد حنيف، وايي،  چې دغه د خپلو ټولو هغو خطاطانو هنري کارونه ستايي او قدرداني يې کوي چې د هېواد د تاريخ او کلتور اصلي واقعیتونه د هنر په ژبه په انځورونو کې بيانوي.

 د جلال آباد ښار د خطاطانو اتحاديې مشر او د دې نندارتون جوړوونکي پرواز وويل، چې په دې نندارتون کې ۷۵ قلمه بېلابېل ډوله فرهنګي او هنري انځورونه او د خطاطۍ تابلوګانې نندارې ته وړاندې شوي، چې موخه يې د دغو هنري تصويرونو خلکو ته ښودل او په دې برخه کې د خطاطانو او هنري اشخاصو تشويقول دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.