له ښار نه تېښته ‎‎

بریال حبیبي

629

د لرغوني یونان په ښارونو کې لکه د اوسنۍ زمانې پارکونه داسې ځایونه جوړ شوي وو، یونانیانو اگورا بلل او په رخصتیو کې به یې همالته د ښار، سیاست، دین، ټولنې او… په اړه ځله بحثونه او خبرې اترې کولې.
هوغه زمانه کې ښار یو داسې ځای وو، چې د امنیت، هوسایۍ او ارتزاقي توکونو په شتون سربېره به یې اوسېدونکو او ورتلونکو د ویلو او اورېدلو توان هم درلود؛ داسې چې را وروسته یې د ښاریتوب مفهوم هم له همدې حقوقو (ویل، اورېدل، له ځان او یا نورو دفاع او…) نه واخیست او دادی، خبره یې تر موږ و تاسو پورې راورسوله.
خو که ځیر شئ، نو نن سبا به د افغانستان په ډېریو ښارونو کې ډېری داسې خلک ووینئ، چې نه لکه د لرغونو یونانیانو او یا نه لکه د اوسنۍ زمانې د نورو هېوادونو د اوسېدونکو غوندې په رخصتیو کې په ښارونو کې پاتې کېږي او یا له کلیو او بانډو نه همالته وردرومي؛
ته به وایې، کډې کېږي او کوم بل ځای ته د کوچ کولو په درشل کې دي.
هغوی چې تر پرونه کوم ځای ته د بدن او روح د ټپونو، د ټکور لپاره راتلل، نن هماغه ځای له شنبې نه تر پنجشنبې د بدن او روح، دردمنول کوي؛
نور ښار د آرامۍ او هوسایۍ ځای نه، بلکې یوازې او یوازې د ارتزاقي توکونو نندارتون او د پېر و پلور مرکز دی؛ خو په وړاندې یې له ښار نه بهر سیمې په ځانګړې توګه کلي او بانډې د امنیت او خپلواکۍ په ځایونو بدلې شوې او آن ځینو خلکو خو همالته د ځمکو، کورونو، بڼوڼو او… اجاره، کرایه او همدارنګه پېرل او پلورل راپیل کړي دي.
ولې داسې شوي/ کېږي؟
زما په آند دوه لوی لاملونه یې په لاندې ډول دي:
۱- اقتصادي ناامني: کله چې قېمتونه هره شېبه د بدلانه په حالت کې وي، هاغه مهال هر ډول پلان جوړونه، پس اندازونه او وړاندوینې ناشونې کېږي او هره شېبه اخیستل او رانیول او له نورو سره اړیکې ددې پر ځای چې له ذوق و شوق نه ډکې وي، اندېښمنوونکې او ځورونکې کېږي؛
۲- اجتماعي ناامني: د سرک پر سر شخړې او مزاحمتونه، ډلې ډلې بې روزګاران، یو ـ یو ګرځېدل، طبقاتي اختلافات، غلاوې، بوروکراتیک سیستم او اداري فساد، چټلې ویالې او سرکونه او داسې ډېرې نورې خبرې ددې سبب ګرځي، چې ښار د کرکې او ستړیا وړ وبللی او د ګټې او ځواک د ترلاسه کولو یوه جزیره دې یاد شي؛
نو که هر څومره بېکارۍ، ککړتیاوې، طبقاتي اختلافات، فقر او… ډېرېږي، په هماغه کچه به له ښار نه بهر جمعې او نورې رخصتۍ هم ډېرې او ښارونه به همداسې بې روحه او بې بدنونو پاتې کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.