ارسطو او د انقلاب دوه لاملونه

بریال حبیبي

360
د ارسطو د سیاست کتاب اته څپرکي لري او په لاندنیو بېلابېلو موضوعاتو پکښې بحث شوی:
په لومړي فصل کې د حکومت، سازمان، کورنۍ، غلامي او هستوګنې اړوند موضوعات راغلي؛ په دویمي څپرکي کې یې د وخت نظامونه ارزیابي کړي او درېیم هغه بیا د ښاروندي او د حکومت ډولونو ته ځانګړی شوی.
ارستوکراسي، جمهوري، الیګارشي او دموکراسي د څلورم فصل موضوعات او په پینځم او شپږم څپرکیو کې په ترتیب سره د انقلابونو او الیګارشي او دموکراسي په اړه غږېدلی.
ارسطو د کتاب وروستیو دوو فصلونو کې لومړی هغه حکومت انځور کړی، چې دده له نظره یو ایډیاله حکومت کېدلای شي او بیا په اتم څپرکي کې په هماغه مطلوب حکومت کې په ښوونه او روزنه، موسیقي، ورزش او… تم شوی دی.
موږ په دغه لیکنه کې د سیاست د کتاب له پینځم فصل نه  په الیګارشيکو او دموکراتیکو نظامونو کې د انقلابونو په لاملونو بحث کوو، خو لومړی دې ته ور ګرځو چې ارسطو پورتني دوه نظامونه څرنګه تعریفوي؟
دده په باور الیګارشيک او دموکراتیک حکومتونه د ارستوکراسي او جمهوري حکومتونو تحریف شوي ډولونه دي؛ نوموړی زیاتوي:
هغه حکومت چې عمومي صلاح یې غوښتنه او د یوې ډلې له خوا اداره کېږي، ارستوکراسي نظام بللی کېږي؛ خو هغه چې د ټولو د صلاح و خیر په لټه او د اکثریتو له لوري اداره کېږي، پولیتي یا جمهوري نومېږي؛ اوس نو که چېرته دغه دوه ډوله حکومتونه له سمې لارې انحراف وکړي، ارستوکراسي په الیګارشي او جمهوري په دموکراسي بدلېږي.
الیګارشي یوازې د شتمنو او دموکراسي یوازې د نادارو په خیر پسې ځي او له لکه څرنګه چې مو وویل له دوی دواړو نه یې یوه کې هم حکومت د ټولو د صلاح لپاره هڅې نه کوي.
ارسطو د انقلاب له لاملونو نه لومړی لامل برابري یادوي او لیکي:
نه مساوات د انقلابونو یو عمومی لامل دی او له نابرابري نه موخه داده چې یا نابرابرو خلکو ته په یوه سترګه وکتل او یا د برابرو هغو ترمېنځ توپیر ته پام وشي؛ دی زیاتوي:
اوس نو دموکراسي هغه نظام دی چې د یوې برخې برابر کسان په ټولو برخو کې سره برابر وګڼل شي او الیګارشي بیا هغه نظام دی چې د یوې برخې نابرابر خلک په ټولو برخو کې ځله نابرابر وبولو؛ کټ مټ هاغسې لکه څرنګه چې بډایه په ټولو برخو کې ځانونه، غوره او حقداره بولي… .
وروسته کاږي:
عام خلک د حکومت په راس کې له خپل نشتون نه راضي دي، ځکه خپلو شخصي کارونو ته د رسېدګي فرصت لري؛ خو که چېرې واکداران له عمومي خزاینو نه غلاوې وکړي، هغه مهال هغه خلک ناراضه کېږي چې کوم منصب یې په واک کې نه وي… .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.