له اوپیر پروگرام نه زموږ د ګټه اخیستلو چانس؟

بریال حبیبي

224

له Au Pair پروگرام نه زموږ د ګټه اخیستلو چانس؟

شالید:
د Griffith او Legg په خبره په پخوانیو وختونو (۱۸۹۷) کې به یې د Au Pair کلیمه هغو انګرېزو نجونو ته کاروله، چې فرانسې ته به تللې او د انګرېزي ژبې د تدریس په بدل کې به یې له هماغو خلکو نه فرانسوي زده کوله.
ورو ورو دغه بهیر په کورنیو کارونو او له ماشومانو نه په پالنه واووښت او چې کله سوئیس هېواد کې ډېری څړه له کلیو و بانډو نه د کار په نیت ښارونو ته ولاړل، کلیسا یې په غبرګون کې وړاندوینه وکړه چې دغه خپلواکي د دوی (په ځانګړې توګه ښځینه وو) د بې لارۍ لامل ګرځېدلای شي.
د شلمې پېړۍ د دویمې لسیزې په لومړیو او د همدې پېړۍ په درېیمه لسیزه کې برېتانیا په ترتیب سره له سوئیس او بیا اتریش سره د Au Pair پروګرام له مخې ګڼ ځوانان او ګڼې نجونې ولېږلې راولېږلې؛ له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته په یادو هېوادونو سربېره په ډېرو نورو هېوادونو کې ددغه پروګرام د ګډونوالو په شمېر کې د پام وړ زیادښت راغی او ویلي کېږي، چې نن سبا یوازې لندن کې د دارنګه کسانو شمېر تر ۲۰۰۰۰ اوړي… .
اوسمهال استرالیا، اتریش، بلجیم، کاناډا، چین،  ډنمارک،  فرانسه، فنلېنډ، انگلستان،  آیسلند،  هالېنډ،  جرمني،  ایرلېنډ،  ایټالیا، لوکزامبورگ، برازیل، ناروې، هسپانیا، سوېډن، سوئیس، ترکیه، امریکا او د نړۍ ګڼ نور هېوادونه ددغې نړیوالې فرهنګي تبادلې په سر او ملاتړو کې ځای لري، خو د دوی له ډلې نه څو د ګوتو په شمېر داسې هم شته چې افغانانو ته یې په Au Pair وېزو ورکولو بندیز لګولی.
شرایط او مشورې:
الف ـ د Au Pair پروګرام تر ټولو لومړی او مهم شرط په Au Pair وېب پاڼه کې نوم لیکنه کول او د پروفایل جوړول دي.
ب ـ د ګډونوال عمر باید له ۱۷ تر ۳۰ کالونو پورې وي.
ج ـ ګډونوال باید په دویمي هېواد کې په معاش سربېره په وړیا ډول د ژوند هغو ټولو امکاناتو (خوراک، څښاک، استوګنځای او…) ته لاسرسی ولري، چې د هماغې کورنۍ غړي ترې ګټه اخلي.
د ـ د Au Pair پروګرام ګډونوال باید په دویمي هېواد کې د کورنۍ تر موندلو او د قرارداد تر لاسلیک کولو وړاندې د وېزې لپاره غوښتنلیک ونه لېږي.
هـ ـ د کورنۍ له ژبې سره بلدیت.
و ـ کله چې مو Au Pair وېب پاڼه کې پروفایل جوړ او بیا مو کوم هېواد کې یوه کورنۍ وموندله، وړاندیز ورته واستوئ او که یې چېرته ومانه، نو معمولاً د یو بل د لا ښه پېژندلو لپاره بیا بیا آنلاین خبرې اترې کېږي؛ تاسو پوښتلای شئ چې:
۱ـ آیا ستاسو کورنۍ وړاندې Au Pair کس درلود؟
۲ـ له Au Pair نه څه غواړئ او ستاسو په نظر کوم مسؤلیتونه لري؟
۳ـ ورځنی یا اوونیز پلان یې څرنګه دی؟
۴ـ ولې غواړئ، Au Pair ولرئ؟
۵ـ ستاسو د هستوګنې د ځای په اړه معلومات راکولای شئ؟
۶ـ ستاسو ماشومان وړوکتونونو ته ځي او که ښوونځيو ته او یا ورته نور منظم فعالیتونه یې هم شته؟
۷ـ آیا ماشومان مو کومې ځانګړې اړتیاوې او یا حساسیتونه لري؟ او… .
زـ د کورنۍ له لوري ستاسو په انتخاب کې ستاسو ځینې نورې زده کړې او مهارتونه؛ د بېلګې په توګه: موټر چلونه، لامبو وهنه، د لومړنیو طبي مرستو ترسراوی او… خورا اغېزمن رول لوبولی شي.
ح ـ کله کله اړتیا پېښېږي، چې له خپل هېواد نه د جرمي سابقې نه درلودلو سند هم چمتو کړئ او… .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.