نوی تعلیمي نصاب (دویمه برخه)

بریال حبیبي

254
د تعلیم او تربیې عالي کمېسیون کاږي:
((په نولس مادو کې ترتیب شوې پرېکړه
بسم الله الرحمن الرحیم
د…. ولایت د تعلیم او تربیې محترم مسؤل ته السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
محترم وروره! الله جل جلا له دې جوړ، روغ او بریالی لره
ستاسي د مسؤلیت په ساحه کې د تعلیمي لایحې د ۸۷مادې د اجراء په موخه د تعلیمي اجراءتو د لا ښه سمون په خاطر او د مکاتبو د پروګرامونو د اصلاح او پرمختګ په منظور لاندې مواد تاسو ته درلېږل کېږي په تطبیق کې یې عاجل او جدي اقدام وکړئ.
مواد په لاندې ډول دي:
۱ـ په هر صنف کې دیني مضمون هره ورځ باید اقلاً یو ساعت وویل شي.
۲ـ دیني مضمون تر آخر ساعت وړاندې باید وویل شي، یعني په آخر ساعت کې نه وي.
۳ـ د اول صنف څخه د څلورم صنف تر آخره پورې باید اسلامي قاعده او مکمل قرآن کریم په شاګردانو وویل شي.
په دا ډول اسلامي قاعده باید په اول صنف کې وویل شي، پنځه پارې قرآن کریم په دوهم صنف کې، لس پارې قرآن کریم په دریم صنف کې او پنځلس پارې قرآن کریم په څلورم صنف کې وویل شي. او همدارنګه لمونځ او احکام یې په همدغه موده کې په مکمل ډول ورباندې یاد کړل شي تر څو د څلورم صنف د فراغت سره یو ځای شاګردان د قرآن په ښه تلاوت قادر وي، په لمونځ او د هغه په احکامو پوره پوه او کوونکي یې وي. او په څلورم صنف کې د قرآن کریم لس آخرني سورتونه هم ورباندې یاد حفظ کړل شي.
۴ـ د دريمې مادې د تطبیق په منظور ضروري ده چې په هر مکتب کې د قرآن کریم یو تن جید قاري (حافظ القرآن) مقرر شي. د قاعدې او قرآن کریم ټول ساعتونه باید د ذکر شوي قاري له خوا تدریس کړای شي.
۵ـ د تعلیم الاسلام په نوم نومول شوی د اسلامي عقائدو او احکامو کتاب چې د حضرت مفتي کفایت الله رحمه الله تعالی تالیف دی، د څلورم صنف څخه وروسته ضروري ګڼل شوی دی په لاندې ډول:
اوله حصه په پنځم او شپږم صنف کې ویل کېږي.
دوهمه په اووم او اتم صنف کې ویل کېږي.
دریمه په نهم او لسم صنف کې ویل کېږي.
څلورمه په یوولسم او دوولسم صنف کې ویل کېږي.
۶ـ د پنځمي مادې د تطبیق په منظور باید په مکاتبو کې په اسلامي علومو پوه پرهېزګاره د وظیفې پابند شخص وجود ولري ټول دیني مضامین دې د نوموړي شخص له خوا تدریس کړای شي.
۷ـ دیني او اسلامي مضامین د ضروري او لازمي مضامینو څخه ګڼل شوي دي.
۸ـ هغه یونیفارم چې غیراسلامي او غیرافغاني وي لکه ټائی، پتلون و غیره چې د افغاني دود و کلتور سپکاوی دی او همدارنګه د خوښ شوي اسلامي لباس مخالفت دی او بل دا چې د ټولنې په بې وزلو او غریبو کورنیو اقتصادي فشار هم دی لهذا دغه غربي غیراسلامي او غیرافغاني لباس په ټولو تعلیمي ادارو کې منع دی ټول استاذان او شاګردان دې په رواجي او افغاني لباس کې تعلیمي ادارې ته ولاړ شي، د تخلف په صورت کې مجازات کېږي.
۹ـ نامطلوب اشخاص باید له مکتب څخه وایستل شي عام تر دې چې مدیر وي یا مامور وي یا استاذ وي یا اجیر وي البته نامطلوب شخث باید د خپل معیار په اساس تشخیص شي، داسې نه چې د شخصي عداوتونو پر اساس کوم شخص متهم کړل شي.
۱۰ـ نامطلوب شخص هغه دی چې د منحرفې عقیدې خاوند وي. او یا د ا.ا.ا د مواقفو پر خلاف د اوسنۍ غلامې ادارې لپاره سیاسي او مفکوروي فعالیتونه ولري او یا د بې دینۍ خواته شاګردانو او نورو اشخاصو ته بلنه ورکوي ددغه معیار د تثبیت دپاره باید د ولسوالۍ مسؤل او څو تنه نېک او صالح اشخاص په جریان کې واچول شي تر څو چاته بې ځایه تکلیف ورنه کول شي او د اخراج حکم دې د ولایت د تعلیمي مسؤل له خوا د ولایت د مسؤل سره په مشوره صادر کړل شي.
۱۱ـ په هر کال کې دې دوه ځله د ولسوالۍ په سطحه یو تربیوي دوه ورځنی مجلس جوړ کړل شي چې ټول استاذان په کې اشتراک ولري، د څو تنو جیدو علماؤ او پوهانو له خوا دې د استاذانو اخلاقي او وظیفوي نواقص په ګوته کړل شي او بیا دې د اصلاح لاره ورته وښودل شي او یو یاداشت دې ترتیب کړل شي او د ولسوالۍ د مدیر له خوا دې ددغه یاداشت تطبیق تعقیب کړل شي.
۱۲ـ یو یا دوه تنه جید عالمان دې د ولسوالۍ په سطحه موظف کړل شي چې د تقسیم اوقات له مخې په هرو پنځلسو ورځو کې د ولسوالۍ په هر مکتب کې فکري تربیوي پروګرام ولري چې باید استاذان او شاګردان ټول پکې اشتراک وکړي او په دغه تربیوي پروګرام کې باید لاندې موضوعات په نظر کې ونیول شي:
۱ـ اسلامي عقائد  ۲ـ اسلامي صورت او سیرت  ۳ـ د اوسني معاصرو کفارو فرېبونه د مسلمانانو په مقابل کې خصوصاً د تعلیمي ادارو له لارې  ۴ـ او د مسلمان استاد او شاګرد صفات او وظائف د اسلام له نظره.
۱۳ـ هره ورځ تر تدریسي ساعتونو وړاندې باید یو لنډمهاله د پنځلسو دقیقو تربیوي پروګرام جو کړل شي او د یو تن استاذ له خوا دې د شاګرد او استاذ د ښو اخلاقو، بدني نظافت او نورو ضروري اسلامي موضوعاتو په ارتباط توضیحات ورکړل شي، استاذان او شاګردان به ټول پکې اشتراک کوي.
۱۴ـ د غلامې ادارې له خوا د علماء کرامو د علمي سند ارزیابي کول او بهرنیو تعلیمي ادارو ته لېږل او یا په مزدوره اداره کې په دندو ګمارل او د نورو امتیازاتو ورکول یو فریب کارانه عمل دی ددغه کار موخه او هدف د علماء کرامو په ټولنه کې د غلامې ادارې سره د همکارۍ ذهنیت پیدا کول دي او هغه فکري بُعد چې د علمي ټولنې او د اوسنۍ غلامې ادارې ترمېنځ موجود دی د هغه لیرې کول دي او داسې نور… لهذا ددغې لړۍ مخه باید حتماً ونیول شي.
۱۵ـ هغه شاګردان چې د ثانوي دورې وروسته د عالي تحصیلاتو لپاره پوهنتونونو ته مراجعه کوي باید ورته ابلاغ شي چې د خارجي دولتونو له خوا په تاسیس شوي پوهنتون کې شمولیت ممنوع دی او شمولیت کوونکي مجازات کېږي همدارنګه حربي پوهنتون، حربي ښوونځی او د پولیسو اکاډمۍ کې شمولیت ممنوع دی د تخلف په صورت کې مجازات لري لهذا ټول هغه شاګردان چې د عالي تحصیلاتو لپاره مراجعه کوي باید د اسلامي امارت د تعلیمي ادارې له خوا اجازه ولري.
۱۶ـ د دیني او مذهبي مدارسو او دارالحفاظونو لپاره مستقیم یا غیرمستقیم د اوسنۍ غلامې ادارې څخه معاشات، اعاشه یا نور مالي کومک اخیستل جداً منع دي او ددغه نوعه ادارو رجستر کول د غلامې ادارې سره جرم ګڼل کېږي.
۱۷ـ د ټولو مکاتبو او تعلیمي ادارو تعمیرات د ا.ا.ا ملکیت دي او ساتنه یې کوي که چېرې د اشغالګرو له خوا د خپل فعالیت مرکز جوړېږي مجاهدین یې د خپلو لوړو اهدافو لپاره مجبوراً تر برید لاندې راوستلی شي.
۱۸ـ په مکاتبو او تعلیمي ادارو کې په اصطلاح هغه سیاسي فعالیتونه چې د ډلې، تنظیم او یا په بل نوم صورت نیسي چې اصلاً د اشغالګرو له خوا د افغانستان د مسلمان ولس د تفرقې یوه هڅه ده په قطعي صورت بند او عاملینو ته یې جزاء ورکول کېږي.
۱۹ـ د معارف مدیر چې د ا.ا.ا د تعلیمي ادارې له خوا ټاکل کېږي باید مجاهد، پوه، او د غلامې ادارې سره هیڅ قسمه د استخدام او نورې اړیکې ونه لري… .))
نور بیا!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.