افغان سوداګرو، چین او ایران هیوادونو له زلزله ځپلو سره د مرستې ډاډ ورکړ

587

افغان سوداګر وايي دوی به د خوست او پکتیکا له زلزله ځپلو سره مرستې کوي. یو شمېر سوداګرو چې څو ورځې وړاندې یې د ا.ا.ا له لوی مشر سره کتلي وو، تازه یې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر سوداګریزو مسایلو خبرې شوې دي او همدا راز له بهرنیو چارو وزارت غوښتل شوي چې د سوداګرو په چارو کې آسانتیا رامنځ ته کړي. بلخوا امیرخان متقي پر افغان سوداګرو غږ کړی چې د وروستیو زلزلو له زیانمنو شوو کورنیو سره مرستې وکړي او د دوی لاسنیوی وکړي. افغان سوداګرو ژمنه کړې چې دوی به تر خپلې وسې پورې د خپلو هېوادوالو لاسنیوی کوي او بشردوستانه مرستو ته تیار دي.

چین له زلزله ځپلو سره د مرستې ژمنه کړې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د خپلې همدردۍ مراتب له افغان ولس سره شریکوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د تېرې شپې پر زلزلې او دغه راز له امله یې پر اوښتو تلفاتو خواشیني دي. چین ژمنه کړې چې له افغانستان سره مرستو ته تیار دي او په خبره یې ژر به زلزله ځپلو ته بېړنۍ بشري مرستې ورسوي.

ایران د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شوو سره د مرستې لپاره تیاری ښوودلی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په تازه څرګندونو کې ویلي د افغانستان په ځينو سیمو کې سخته زلزله شوې چې له امله یې خلکو ته مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.

نوموړی وایي ایران پر دغه پېښه خپله ژوره خواشیني څرګندوي او په دې خفګان کې ځان له افغانانو سره شریک بولي. ایران وایي دوی له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته تیار دي او هڅه کوي په دې سختو شرایطو کې همکاري ولري.

بلخوا د ایران د سرې میاشتې مشرتابه هم ویلي چې دوی له افغانانو سره مرستو ته تیار دي او که افغان لوری ترې وغواړي دوی هڅه کوي چې د پېښې سیمې ته خپل مرستندویه ټیمونه ولېږي او بېړنۍ مرستې ورسوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.