ماکسیم ګورکي دا وایي

961

د روسیې د ۱۰۵ کاله پخواني انقلابي لیکوال (ماکسیم ګورګي) خبرې په نړۍ کې درې ډوله غلۀ شتون لري.

۱ – معمولي غلۀ

۲ – سیاسي غلۀ

۳ – مذهبي غلۀ

معمولي غلۀ هغه کسان دي چې پیسې، بټوې، ساعتونه، سرۀ او سپین زر، د کور سامان او ستاسو داسې نور شیان د خپلې او د خپلو د ماشومانو د خېټو د مړولو لپاره غلا کوي.

سیاسي غلۀ هغه کسان دي چې ستاسو راتلونکې، ارمانونه، ارزوګانې، د راتلونکي ژوند لپاره خوبونه، کار، ژوند، حق، ګټه، تنخوا، زده کړې، توان، اعتبار، عزت، ملي پانګې او ان ستاسو مالیې چور او تالان کوي او هم تاسو په تیارو او بد بختیو کې ساتي.

مذهبي غلۀ هغه کسان دي چې ستاسو دا ښکلې نړۍ، ستاسو د فکر کولو جرائت، عقل او پوهه، جشن او خوشحالي، د بدن او د روح روغتیا او همداشان ستاسو مال او شتمني غلا کوي. هغوی په تاسو باندې خدای، دین، جنت، خرافات، ناپوهي، غم، خپګان، غمرازي، مایوسي او داسې نور په ګرانه بیه خرڅوي. مذهبي غلۀ په خپلو غولوونکو خبرو تاسو ته د جنت باغونه درښیي، درواغ درته وایي، غولوي مو، ځان درباندې باروي او تاسو په ذلت، خوارۍ، بدبختۍ او نورو ناخوالو کې ساتي.

د دوی تر مینځ په زړۀ پورې توپیر دا دی چې معمولي غلۀ تاسو د ځان لپاره ټاکي خو تاسو بیا سیاسي او مذهبي غلۀ پخپله د ځان لپاره ټاکئ او هغوی ته ارزښت ورکوئ او لویان یې شمېرئ.

بل لوی توپیر یې دا دی چې معمولي غلۀ د پولیسو لۀ خوا تعقیبېږي، نیول کېږي، شکنجه او ربړول کېږي، په متروکو وهل کېږي، زندان ته اچول کېږي، پښې او لاسونه یې تړل کېږي، بېعزتي یې کېږي خو سیاسي او مذهبي غلۀ دواړه د قانون او پولیسو له خوا خوندي کېږي، لوړ مقام او څوکۍ ورکول کېږي، هغوی زور کاروي او ان له تاسو نورې غوښتنې هم کوي.

دا په ۱۹۱۶ کال، په ماسکو کې د روسي لیکوالانو د ټولنې په غونډه کې د روسي نامتو لیکوال ماکسیم ګورګي خبرې وې.

له بده مرغه دا هغه څه دي چې همدا اوس په افغانستان کې په روښانه توګه لیدل کېږي او تر ټولو بده خو لا داده چې د افغانستان ملایان سیاسي هم دي چې په یوۀ غشي دوې کوترې ولي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.