زلزله _ قرآن کریم او ساینس

1,300

زلزله په قرآن کریم کي په سورت الزلزلة، سورت الاحزاب، سورت الاعراف، سورت القصص ، سورت العنکبوت ، سورت المزمل او سورت الحج کي ذکر سوېده، په قرآن کریم کي ورته (الزلزلة ، الرجفة) توري راغلي دي.
د دنیا په دې فاني ژوند کي د مځکې پر کُرې باندي هر ډول حالات راغلي دي او راتلونکي دي، که موږ د تاریخ پاڼې واړوو نو دا به راته جوته سي چی الله جل جلاله د مځکې له کُرې څخه ډېر انسانان له منځه وړي دي، د اوبو او باد په طوفانونو، په خسف، په اواز، په زلزلو، په مرغانو، په ناروغیو او داسي نور…. چي الله جل جلاله یې په قرآن کریم کي هم یادونه کړېده ، یو څوبېلګې یې وړاندي کوو:
۱: الله جل جلاله د حضرت شعیب علیه السلام د قوم یادونه موږ ته کوي، دې قوم دا عادت درلودﺉ چي کله به یې یو شی په یوه پېمانه ورکاوه نو هغه به یې سپک ورکاوه او کله چي به یې له هغه څخه اخیستئ بیا به یې په درنه پیمانه ور څخه اخستئ الله جل جلاله دا قوم هلاک کړ او یادونه یې داسي کوي:
فَأَخَذَتْهمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُواْ فِیْ دَارِهمْ جَاثِمِیْن (الاعراف:۹۱)
ژباړه: نو دوی زلزلې ونیول او په ګهیځ کښې په خپلو کورنو کښې مړه پړ مخي پراته پاته سول.
۲: دا چي قارون ډېر مالداره وو او د حضرت موسی علیه السلام توهین یې وکړ الله جل جلاله هغه په مځکه کي خسف کړ او قارون تر اوسه په ټوله نړۍ کي یو ضرب مثل ګرځیدلی دﺉ ، چي فلان دي خدای داسي په مځکه کي ننباسي لکه قارون.
الله جل جلاله فرمایي:
فَخَسَفْنَا بِه وَبِدَارِه الْأَرْض (القصص: ۸۱)
ژباړه: نودی (قارون) او دده کورنۍ مو په ځمکه کي دننه کړل.

په هرو ۳۰ ثانیو کې یوه زلزله کېږي، خو هغه چې زورورې وي، لړزوي مو.
د ځمکې خارجي ښایست ته مه ګورئ، زړه یې له وحشت او اوره ډک دی.
زلزلې څه شی دي ؟
زلزله په لغت کي خوځښت او ښورېدو ته وايي او په اصطلاح کي د ځمکې حرکت او خوځښت ته زلزله ویل کیږي.
یا په بل عبارت: زلزله د ځمکې هغه حرکت دئ چي د ځمکې د ننه د مایع موادو د تدریجي حرارت او یا هم د اور غورځوونکو غرونو له کبله او یا د نورو سببو له کبله رامنځته سي.
د زلزلې د توري څخه ماسوا په قرآن کریم کي (الرجفة) توری هم راغلی دئ، چي دا و سختي زلزلې ته وایي، د قیامت و ورځي ته (الراجفة) په دې وايي چي د اولې شپېلۍ حالت ور څخه مراد دئ.

د زلزلې مرکز :
هره زلزله يو مرکز لري چې د هغه مرکز څخه د زلزلې څپې او موجونه په هر لوري خپرېږي. د مثال په توګه: که موږ د اوبو ډنډ ته يو کاڼی ګوزار کړو نو هر څومره چې څپې د کاڼی له ځايه لري کېږي په همغه اندزه يې شدت او سرعت کمېږي
د زلزلې څپې او موجونه هم همداسې دي څومره چې د مرکز نه لرې ځی شدت يې لږ او زيانونه يې کم وي. دزمکې په دننه کې دزلزلې دې مرکز ته (هايپوسنټر) او هغه سيمه چې دزمکې پر مخ په همدې مرکز باندی پرته وي (ايپی سسنټر) وايي. د زلزلې په دوران کې لومړی سپک ټکانونه او بيا قوی ټکانونه منځ ته راځی چې دا ټول له يو مرکز نه سرچينه اخلي.
که چېرې د يوې زلزلې مرکز (ايپی سنټر) د خلکو نه په ډکې سيمې کې پروت وي نو يې شمېره ځانی او مالی زيانونه منځ ته راوړی.
دغه راز زلزلې په چين، جاپان، چيلی او دامريکا په متحده ايالتو کې زياتې ليدلې شوې دي
ا وهم يې زموږ دهېواد بدخشان، تخار، کابل او غزني په ښارونو کې زيات زيانونه اړولي دي. دزلزلی مرکز په زمکه کې د يو نه تر ٨٠٠ کيلومتره په ژوروالی کې موقعيت لري. دمرکز د ژوروالی له مخې د زلزلې په څلورو برخو وېشل کيږی.
١. سطحي زلزلې: دا هغه زلزلې دي چې مرکز يې دا زمکې له مخ نه ١٠ کيلو مرته ژور موقيعت لري. د دې زلزې يو مثال د ١٩٦٦ م د تاشکند زلزله ده چې د ښار نه د باندې چا حس نه کړئ شوه خو د ښار دننه کې يې ٣٦٠٠ کورونه له خاورو سره برابر کړل او په زرګونو کسان يې مړه او ژوبل کړل.
٢. عادی زلزلې: هغه زلزلې دي چې مرکز يې له ( ١٠ – ٦٠) کيلومترو ژور وي
٣. منځنی زلزلې: د دې زلزلو مرکز له (٦٠- ٣٠٠) کيلومترو پورې ژور پروت وي. مثال يې د بدخشان زلزلې دي چې په ټوله منځنی اسيا او دهند په نيمه وچه کې حس کېږي. ددې مرکز لرونکې زلزلې د زمکې پر مخ دزياتو ويجاړيو او زيانونو سبب ګرځي. د دغه شان زلزو مرکزونه د ارام سمندر په څنډو برما، ايران، رومانيا، يونان، ايټاليا او د اطلس د سمندر په جنوبی څنډو کې تثبيت شوی دی. د افغانستان زلزلې هم دهمدا ډول زلزلو نه ګڼل کيږي.
٤. ژورې زلزلې: هغه زلزلې دي چې د مرکز ژور والی يې د زمکې له مخ نه (٣٠٠- ٨٠٠) کيلوم متره ښکته موقعيت لري.

د زلزلې څپې:
هغه انرژي چې د زلزلې په مرکز کې ازادېږي دخپل شاوخوا په کاڼو، شګو او خاورو باندې قوي فشار وارد وي چې لومړي د انبساط او بيا دانقباض سبب ګرځي. دغه عمليه دزلزلې د اهتزازونو (موج يا څپې) د پيدا کېدو سبب ګرځي، چې د (سايز ميکی څپې) په نامه يادېږي او د زلزلې د مرکز نه په هر لوري خپرېږي.
د زلزلې د څپو سرعت او چټکتيا د مختلفو موادونه د تېرېدو په وخت کې مختلف وي. په فولاود کې په يوه ثانيه کې ٥،٨ کيلومتر، په ميده خاوره کې ٢،٥ کيلومتره په شګو او جغل کې په يوه سانيه کې (٠،٥ – ١) کيلو مترو ته رسېږي. يعنی څومره چې د چاپېريال ارتجاعيت او محکميت زيات وي نو په هغه اندازه دڅپو د انتشار سرعت هم زيات وي.
د زمکې پر مخ دزلزلو اهتزازونه او څپې په درې ډوله د شيانو د بدلون سبب ګرځي.
١. عمودی اهتزازونه: دا هغه اهتزازونه دي چې زمکې له مرکزنه دزمکې مخ ته ٨٠ يا ٩٠ درجو په زاويه واردېږي. په دغسې زلزلو کې کاڼي، ودانۍ ا هر څه هوا ته پورته کېږي. لکه د ١٧٨٣ م کال د ايټاليا د جنوب (کلا بريا) په زلزله کې لومړی يوه ودانۍ څومتره هوا ته پورته شوه او بيا بېرته راولوېده اوله منځه لاړه.
٢. افقی اهتزازونه: هغه اهتزازونه دي چې د يو لوري نه بل لوري ته په افقی ډول حرکت کوي او دخپل تګ لوري په اوږدو کې د کلاګانو برجونه، ديوالونه، ونې او داسې نورشيان په همغه لوري چپه کوي .
٣. د ايروي اهتزازونه: دا ډول زلزلې ډيرې کمې وي په ١٨٨٠ء کال کې چې کومه زلزله دجاپان د توکيو په ښار کې پيښه شوه هلته يو هرم وليدل شو چې ځای په ځای څرخېده ، د (ايشيکا) په ټاپو کې يوه مجسمه وليده شوه چې ګره چورلېده.
په کومه سيمه کې چې د زلزلې له لاسه ورانې او ويجاړې راغلې وي موږ کولی شو چې د شيانو دچپه کېدو له لوري نه، د هغې زلزلې تګ لوری هم معلومه کړو.

د زلزلې د پيدا کېدو علتونه:
د زمانې په تېرېدو سره خلک ورو، ورو د زلزلو دراتلو په اړه د خيال او ګومان نه را ووتل او حقيقت ته نږدې شول.
د اتوم کاشف ديموکرائيس (Democritus) لومړنی کس وو چې دزلزلې په هکله يې افسانه يې علتونه رد کړل او وې ويل چې زلزله د باران له اورېدولو نه منځ ته راځی. مشهو شاعر اوويد (Ovid) وويل: هغه وخت چی زمکه د لمر په لور نژدې کېږي زلزله منځ ته راځی.
رومي فيلسوب لوکريتيس (Lucrethius) بيا په دې عقيده ووچې د زلزلې د پيدا کېدو سبب په زمکه کښې د لويو ډبرو ځای په ځای کېدل او هلته دغارونو او چاودنو موجوديت دی. همدغه نظر د زلزلو د پيدا کېدو د او سنيو فرضيو سريزه بلل کيږي.
کله چې په ١٧٥٥ م کال کښې د ماسا چوست په پوهنتون (Boston) ښار کښې زلزله منځ ته راغله نو دهار ورډ د پوهنتون استاد جان و ينتروپ خپله نظريه داسې وړاندې کړه:
د زمکې په دننه کښې دځينو جسمونو ماليکولونه د اور په وسيله په بړاس (بخار) بدلېږي دغه بړاس د زمکې له داخل نه دچاودنو اودرزنوله لارې پورته راځی چې په نتيجه کښې زمکه لړزوي.
په ١٨ پېړۍ کښې ايټالوي پوهانو ابه (Abbe)، انتون (Anton) لازارو (Lozzaro) او مورو (Moro) د زمکې يوه کره تر سيم کړه اوپه دې عقيده وو، هغه اور چې د زمکې په تل کښې پروت دئ د زلزلې د منځ ته راتلو سبب ګرځي.
په وروستيو دوو پېړيو کښې پوهانو د زلزلو د پيدا کېدو په اړه ډېر زيات علمي معلومات لاس ته راوړي دي خو تر اوسه يوې واحدې نظريې ته رسېدلي نه دي.
د دغو نظريو په رڼا کښې ويلی شو چې د زلزلې د پيد کېدو عامل د زمکې د داخلي محرکه قواوو نتيجه ده. ځکه چې د زمکې خاورينه کره چې په ښکاره يې موږ د يو کلکې او جامدې سيارې په څېر ګورو په حقيقت کښې داسې نه ده، بلکې د هغې په تل کښې يوه ګرمه او سووځونکی مايع پرته ده او داله هغه وخت نه پاتې ده چې يو وخت دا ټوله زمکه له بلېدونکو ګازونو څخه جوړه وه او تر اوسه پورې بشپړ سوړوالی ته رسېدلې نه ده.
که چېرې موږ د زمکې له مخ نه د زمکې د تل په لور لاړ شو نو دغه درې برخې ليدلی شو.
١. د زمکی پوټکی (ليتو سفير): دا د زمکې پاسنې سړه شوې برخه ده چې په ځينو ځايو کښې ٨ او په ځينو کښې تر ٨٠ کيلو مترو پورې پنډوالی لري. دا د همدغو تيږو نه جوړه ده چې مونږ او تاسو يې په سترګو ګورو.
٢. منټل (جيو سفير): دا پوړ دزمکې د پوستکي لاندې پروت دي چې له (٨٠-٨) کيلو مترو نه نيولی تر ٢٩٠٠ کيلو مترو پورې رسېږي. د دې پوړ په پورتنۍ برخه کښې له ٦٠ نه تر ١٠٠ کيلو مترو په ژور والی کښې دمګما (سوځوونکی ټينګه مايع) مرکز پروت دی. د دې پوړ پورتنۍ برخه د وخت په تېرېدو د زمکې په پوټکی باندې بدلېږي. نو له دې امله ويلی شو چې زياتره زلزلې او اورغورځونې (اتش فشان) دزمکې په همدې برخې پورې اړه لري.
٣. هسته: د زمکې د منټل د پوړ لاندې پرته ده چې د زمکې تل ګڼل کېږي. د دې برخې د موادو دترکيب او جوړښت په ارتباط ټول معلومات فرضي دي اوپه غالب ګومان د زمکې هسته د اوسپنې او نيکلو نه جوړه وي چې د مايع په حالت کې موقعيت لري. لنډه دا چې د زلزې د پيدا کېدو په اړه په عمومي ډول دومره ويلی شو چې د زمکې په دننه کښې د لويو چاودنو موجوديت، د يو ځای نه بل ځای ته د مګما (سوځوونکی او بلن مواد) حرکت کوي او د زمکې پر مخ د دغو سوځوونکو او بلنو موادوو فوران (اتش فشان) په زمکه کښې د لړزښت او زلزلو د پيدا کېدو سبب ګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.