پاکستان یو ځل بیا په افغانستان د بندیزونو لیرې کیدو غوښتنه وکړه

560

پاکستان یو ځل بیا په افغانستان د بندیزونو لیرې کیدو غوښتنه وکړه.

په دولتي چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر یو ځل بیا په افغانستان باندې د لویدیځو هیوادونو د بندیزونو د آسانه کیدو غوښتنه وکړله.

میرمن کهر د جرمني د یوې ورځپاڼې سره په مرکې کې پنجشبنه جون ۳۰ (چنګاښ۹) چې په اقتصادي لحاظ د افغانستان څنډې ته کول د دې هیواد “اقتصادي سقوط لور ته ټیل وهل دي”.

د پاکستان دې چارواکې په مرکې کې وویل چې د افغانستان د اقتصاد اساسي فعالیت باید په خطر کې وانه چول شي.

هغې زیاته کړه، ” که پدې هیواد (افغانستان) نړیواله بانکداري بنده پاتې شي او بهرنۍ شتمنۍ یې هم کنګل پاتې شي، نو همدا (اقتصادي سقوط) به پیښ شي. مونږ باید قحطي ترویج نکړو”.

د پاکستان دې جګپوړې دپلوماتې همدارنګه د افغانستان څخه د جرمني په ګډون د بهرنیو ځواکونو د وتلو په څرنګوالي انتقاد وکړ او وېې ویل چې د ځواکونو تر وتلو وړاندې د حل په لارو چارو مذکرات ونشول او په جرمني یې غږ وکړ چې په افغانستان د بندیزونو په آسانه کیدو کې خپل نقش ولوبوي.

حنا رباني کهر په مرکې کې وویل، ” په اوسنیو شرایطو کې دا ښه نده چې افغانستان له لوږې مړ کړل شي او پدې هیواد کې د اقتصادي سقوط خطر ومنل شي”.

هغې وویل چې د افغان ولس سره اقتصادي ملاتړ مهم دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.