امریکا له اوکراین سره د ۸۲۰ میلیون ډالري مرستې جزیات اعلان کړ

448

متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ جولای لومړی ( چنګاښ ۱۰) له اوکراین سره د امریکا د ۸۲۰ میلیون ډالرې مرستې جزیات اعلان کړل چې پکې له ځمکې څخه هوا ته د مزایلو سیستم او د توپخانې ضد رادار هم شامل دي.

له اوکراین سره د امریکا د مرستو وروستۍ بسته داسې طرحه شوې چې له کیف سره مرسته کوي څو د روسیې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو ته ځواب ووایي.

د امریکا دغه نظامي مرسته وروسته له هغه وشوه چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي له غربي هیوادونو وغوښتل چې هیواد ته یې پرمختللې وسلې ورکړي تر څو په اغیزمن شکل د روسیې د تسلیحاتو په وړاندې ځواب ووایي.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون د جمعې په ورځ وویل چې جمهور رئیس بایډن تر اوسه پورې د ۷.۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت اوکراین ته امنیتي تسلیجات ورکړي دي چې پکې اوه میلیارده ډالره پر اوکراین د روسیې د نظامي برید وروسته ورکړل شوي دي. وسلې له اوکراین سره.

جو بایډن د پنجشنبې په ورځ وویل چې امریکا او متحدین به یې تر هغه وخته چې لازمه وي له اوکراین څخه ملاتړ وکړي‌ او پرې به نږدي چې یاد هیواد د روسیې په وړاندې ماته وخوري.

جمهور رئیس بایډن د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې د ناټو د مشرانو د غونډې په پای کې خبري کولې وویل:” تر هغه وخته چې اړتیا وي موږ به د اوکراین تر څنګ ودریږو او ټول متحدین به د اوکراین تر څنګ ودریږي څو ډاډ ترلاسه شي‌ چې هغوی “اوکراینیان” د روسیې په وړاندې مات نشي.”

د امریکا جمهور رئیس زیاته کړه،”اوکراین روسیې ته سخته ضربه ورکړې ده.” بایډن زیاته کړه نه پوهیږي چې د اوکراین جګړه به څه ډول پای ته ورسیږي خو زیاته یې کړه چې دا جګړه به” د روسیې له خوا د اوکراین په ماتې سره پای ته ونه رسیږي.”

امریکایي چارواکو ویلي دي چې د امریکا د نظامي مرستو‌ په څوارلسمه بسته کې د NASAMS په نامه د هوایي دفاع سیستم شامل دی چې له اوکرایني ځواکونو سره مرسته کوي څو د کروز توغندیو او جنګي الوتکو په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

د امریکا یو جګپوړي چارواکي ویلي دي چې د هوایي دفاع دا سیستم د ناټو د دفاعي سیستم په معیارونو برابر دی او د نظامي مرستو دا بسټه د اوکراین د هوایي دفاعي سیستم د نوې کیدو د هڅو یوه برخه ده څو په هغه هیواد کې د پخواني شوروي اتحاد د وخت د هوایي دفاعي سیستم ځای ونیسي.

د امریکا د نظامي مرستو بسته همدارنګه د ۱۵۵ ملي متري توپ ۱۵۰ زره مرمۍ او د نورو راکټونو مرمۍ شاملي دي چې امریکا یې سیستمونه په جون میاشت کې اوکراین ته ورکړي‌ وو.

د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید له پيل څخه غربي هیوادونو په خاص ډول متحدو ایالتونو نه یوازې پر مسکو سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي بلکې له اوکراین څخه یې مالي او تسلیحاتي ملاتړ هم کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.