د نبي خېریه بنسټ د پکتیکا زلزله ځپلو کې ۱۳۳۰۰۰۰ افغانۍ مرسته وویشله

485

د نبي خېریه بنسټ د پکتیکا زلزله ځپلو کې ۱۳۳۰۰۰۰ افغانۍ مرسته وویشله.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي، غوره الراونډر او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر د محمد نبي د خېریه بنسټ له خوا هم د پکتیکا زلزله ځپلو ته مرستې رسول شوې دي.

د دغه بنسټ له خوا په فېسبوک کې په یو پوسټ کې ویلي دي

«محمد نبي خیریه بنسټ په سختو حالاتو کې خپل خلک نه دې هېر کړي. دغه بنسټ د پکتیکا زلزله ځپلو خلکو سره 1,330,000  افغانیو نغده مرسته وکړه.»

دوی همدا راز زیاتوي: «مرستې د بنسټ د یوه مشر مسؤل ریس احمدزي په لاس د قربانیانو تر کورنیو ورسول شوې. د سیمې د خلکو په مرسته یې مستحقې کورنۍ په نښه او مرستې یې ورته وسپارلې. هڅه وشوه هغه کورنۍ چې ډېرې ځپل شوي او قربانیان لري له دغه مرستو بې برخې پاتې نه شي.»

دوی همدا راز له هغه خلکو هم مننه کړې ده، چې د دوی د بنسټ ملاتړ یې کړی دی او همدا راز له خلکو نه یې غوښتنه هم کړې ده، چې د نورو خلکو سره د مرستو لپاره دې د بنسټ لاسنیوی وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان هم د زلزله ځپلو لپاره ۱۲۰ زره پاونډه مرسته راټوله کړې ده او په یوه مرکه کې نوموړي وویل، چې د هغه ټیم پکتیکا ته تللی دی او شاوخوا ۱۰۰ کورونه به دوی د خلکو لپاره جوړ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.