د خوست کریکټ رسنیز جام د اووم پړاو اتلولي د سولې پیغام راډیو لوبډلې وګټله

994

د خوست کریکټ رسنیز جام د اووم پړاو اتلولي یو ځل بیا د سولې پیغام راډیو پیاوړې لوبډلې وګټله.

د یاد رسنیز جام پایلوبه د سولې پیغام راډیو او ژمن راډیو تلویزیون غښتلو لوبډلو تر منځ تیر مازدیګر تر سره شوه.

د غه دوې لوبډلې د خوست رسنیو د نهو لوبډلو له منځه پایلوبې ته ور وتلې وې چې سولې پیغام راډیو لوبډلې له پایلوبې مخکې خپلې ټولې لوبې ګټلې وې.

د پایلوبې نندارې ته ګڼ مینه وال راغلي وو. د پایلوبې د پای مراسمو کې چې د خوست د بدني روزنې امر، د خوست اقتصاد ریس، د روان خصوصي ښوونځي مدیر، د تڼیو ولسوالۍ ښاروال، د خوست د سیمه ایزو رسنیو مسوولینو او استازو، فرهنګیانو، خوست کې د سیمه ایزو، ملي او نړیوالو رسنیو خبریالانو او ګڼو درنو میلمنو برخه اخستې وه.

د مراسمو په ترڅ کې د رسنیز جام ټورنمنټ او د تیرې ورځې لوبې غوره لوبغاړي او د دواړو لوبډلو لوبغاړو ته مډالونه، ایوارډونه، ستاینلیکونه، نغدي جایزې او ډالۍ د بیلابیلو ادارو او اشخاصو له خوا ورکړل شوې.

د داغه لوبې غوره لوبغاړی د سولې پیفام راډیو لوبډلې تکړه لوبغاړی عصمت پاچا ونومول شو، چې ۴۹ منډې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

د روان خصوصي ښوونځي مشرتابه له خوا، لیکوال، ژورنالست، د هیواد فرهنګي شخصیت او د سولې پیغام راډیو ریس او موسس زاهد شاه انګار ته د مشرتوب او درنښت لونګۍ ور وتړل شوه.

د مراسمو په وروستۍ برخه کې د رسنیز جام د اتلوالۍ کپ سولې پیغام اتلانو ته وسپارل شو.

د خوست د ورزشي خبریالانو شورا هرکال د خوست رسنیو ترمنځ د رسنیز جام سیالیو تابیا کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.