سږنې لوی اختر له ولس سره د ط.. البانو واټن په ډاګه کړ

1,214

په سږني لوی اختر کې ط.. البانو د سوداګرۍ او عاید تر څنګ، د بیت المال په پيسو د حج په مراسمو کې د ګډون هڅه وکړه، چې د مراسمو له مدیریت څخه راپورونه خپاره او د حکومت رول ادا کړي او له دې سره وښيي، چې ګویا عمومي بهیر مدیریت کولای شي.

خو هغه مراسم چې د ولس په پیسو، مخکې له مخکې په جوړو شویو سیسټمونو او په پخواني دود کېږي، له مخکینې دولت څخه د ورپاتې ټانکونو او موټرو وړیا مانورونو ته ورته دی، نه د حکومتولۍ ظرفیت ته.

د حج مراسم تل له رشوت، د عوایدو لوټلو، د ملګرو او خپل خپلوانو معرفۍ او د ونډې په نامه له شخصي استفادې سره مله دي.

د ط.. البانو په استبدادي او تړلي سیسټم کې د مالي رازونو په ډاګه کېدل معمول نه ده او نه شي پوهېدای چې د حج له بودیجې څومره پیسې شخصي او د حج په مدیریت کې د دخیلو ډلو جېبونو ته ولوېدې؛

خو حج ته د ط.. الب مسوولانو له تګ او د مـ.ـ.ـلا یعـ.ـقـ.وب له شکایته څرګندېږي، چې په دغو مراسمو کې پیسې حیف و میل شوې او نن سبا ډېری ط.. الب مسوولان د پيسو پر ټولولو، سوداګرۍ او سفر بوخت دي.

لوی اختر له ولس سره د ط.. البانو واټن وښووه. مـ.ـلا حـ.ـسن اخـ.ـونـ.د په ارګ کې د خپلې ډلې له غړو سره لمونځ وکړ او په کابل کې کرزی، عبدالله او نور مخور یې د اختر لمانځه ته ونه بلل.

د شوراګانو له استازو، غیرط.. الب ټولنیزو او سیاسي ډلو سره هم د اختر په ورځو کې د مـ.ـلا حـ.ـسن اخـ.وند د لیدنې کوم خبر خپور نه شو.

هغه چې د کابل د واکمن او د هېواد د ادارې د لومړي شخص پر کرسۍ ناست دی، د امنیت د ډاډمنتیا په اړه له تبلیغاتو سره سره بیا هم د نورو واکمنانو په شان عیدګاه جومات ته نه لاړ او د اختر په ورځو کې يې له کابل اوسېدونکو سره لیده کاته ونه کړل.

مـ.ـلا حـ.ـسن چې پراشوټي ارګ ته رسېدلی، د پلازمېنې له اوسېدونکو سره ګډه وجه او پراخه اړیکه نه لري.

ان په نولسمه پېړۍ کې چې جنرال، وایسراګان او د انګرېز نورو لاسپوڅو به کابل نیوه، په اخترونو کې يې کوښښ کاوه له خلکو سره وګوري، سړکونو ته ووځي، د مختلفو اقشارو استازو او مخورو ته دسترخوان هوار کړي، مـ.ـ.ـلا حـ.ـسن دا کار ونه کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.