د چين نفوس سږ کال هم د تېر کال په پرتله کم شوی

184

د چين نفوس سږ کال هم د تېر کال په پرتله کم شوی، چې په دې سرخ دغه هېواد د پرلپسې دويم کال لپاره د نړۍ په کچه د نفوسو کم شمېر ثبت کړ.

چينايي چارواکو تېره ورځ (چهارشنبه، د جنورۍ ۱۷مه) وويل، چې د هېواد د وګړو شمېر يې د ۲۰۲۳ کال په پای کې ۱.۴۰۹ ميليارد ته رسېدلی، چې دا د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۲.۰۸ ميليونه کمښت ښيي.

د دويم اقتصاد لرونکي هېواد په توګه چين کې په پرلپسې ډول د نفوسو کم شمېر ثبت کېدو په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

چين له کلونو راهيسې د خپل نفوس د کنټرول لپاره د زېږون کچه راټيټه کړې وه، خو څو کاله وړاندې يې خپله دغه پاليسې بدله او اړوندو قوانينو کې يې نرمښت راوست.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.